د ژوند په اړه ۸ ترخه حقیقتونه

ساخت وبلاگ

لیکنه: لاچلن براون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

که چیرې ته هم زما په څیر واوسې، نو ته به هم د بریا د “جادويي کیسو” اوریدلو یا هم لوستلو پر وړاندې حساسیت وښیې.
د بریا ډیری کیسې له دا ډول خبرو ډکې وي:
“ما هیلې درلودې”
“بالاخره زه خپلو هیلو ته ورسیدم”
“ګوره! اوس زه تا ته نصیحت کوم”
او ډیری وخت لیکوال په خپلو ستونزمنو حالاتو پرده اچوي، د دې لپاره چې ځان چابک او هوښیار څرګند کړي.
زه اوس ۲۹ کلن یم. لکه څنګه چې په ژوند کې زه لا هم ډیرې زده کړې ته اړتیا لرم، نو په همدې اساس تر دې دمه دومره پوهیږم، چې ژوند هغومره هم اسانه نه دی، لکه څومره یې چې د بریا کیسې اسانه ښيي.
په همدې اساس، نن ورځ غواړم د ژوند په اړه هغه اته ترخه حقیقتونه درسره شریک کړم، چې ټولنیزې رسنۍ یې په اسانۍ سره موږ ته نه را په ګوته کوي:

۱- له موخو پرته، ژوند بې مانا دی.
البرټ انشټین وايي: “که غواړې خوشاله ژوند وکړې، نو له یوې موخې سره یې وتړه، نه له خلکو او شیانو سره.”
که چیرې ته د یوه شي د لاسته راوړلو لپاره کار نه کوې، نو ته بې هدفه ژوند کوې. موخې ټاکل له موږ سره په ښو او بدو پیژندلو کې خورا زیاته مرسته کوي.
کله چې زه خپل تیر ژوند ته مخه کړم، نو زما تر ټولو خوشحاله شیبې هغه وې، چې ما پکې د حال زمان په شیانو تمرکز کړی وو او د لویو لاسته راوړنو لپاره مې کار کړی وو.

۲- مهمه نه ده، چې ستا په اړه نور خلک څه فکر کوي .
ریچارډ پي فینمن وايي: “دا زما مسوولیت نه دی چې زه باید د خلکو په خوښې ژوند وکړم او څه چې هغوی فکر کوي، زه یې باید وکړم او دا هم زما مسوولیت نه دی چې زه باید هغسې واوسم، چې دوی یې غواړي. دا د دوی خپله تیروتنه ده، نه زما.”
زه په دې پوره ډاډمن یم، چې ډیری خلک دا ډول دي او خپل ژوند نورو خلکو او شیانو پورې تړي. موږ ټول باید په دې پوه شو، چې دا ټول تشویشونه څومره احمقانه دي. د ځان ارزښت زیاتولو لپاره په نورو خلکو او شیانو ځان تړل او تکیه کول روغتیا ته ضرر رسوي، نه ګټه.
هغه وخت چې کله خلک ستا پر وړاندې مثبتو خبرو ته د پای ټکی کیږدي، نو بیا به ځان بې ارزښته او نهیلی احساس کړي.
اوس نو دا تا پورې اړه لري، چې څنګه کولی شې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړې او خپل ارزښت زیات کړې.

۳- موږ په خپل ژوند کې په زیاتو شیانو کنټرول نه لرو.
خلک هڅه کوي په ژوند کې هرڅه کنټرول کړي، له همدې امله ډیری خلک د اضطراب په ناروغۍ اخته کیږي، خو حقیقت دا دی چې موږ په هر شي پوره برلاسي نه یوو.
همدا شیبه، د خپل وجود په اړه دې لږ فکر وکړه. د سر او ځان ویښته دې په خپله لوییږي، د زړه د ضربان کنټرول ستا په لاس کې نه دی او دې ته ورته نورو برخو ته یې هم پام وکړه.
هیڅ انسان بشپړ نه دی او باید دا ومني، چې په ژوند ډیری کنټرول د دوی په لاس کې نه دی.
په همدې اساس، د ژوند په ځینو برخو کې باید ځینې شیان پریږدې. هغه څه چې نه شې کنټرولولی، باید ویې منې او د هغه په ځای باید خپل وخت په هغو شیانو تیر کړې، چې له وسې دې پوره وي او کنټرولولی یې شې.

۴- ناکامي؛ بریا ته د رسیدو لار ده.
هیڅ څوک له بریاوو ډک ژوند نه لري. په ژوند کې هر بریالي کس هرو مرو ناکامۍ تجربه کړي. له ناکامۍ پرته بریا ته رسیدل ناشونی کار دی او یو څوک نه شي کولی چې بریا ته د رسیدو لپاره له ناکامۍ مخنیوی وکړي، خو بیا هم ډیری وخت موږ له ناکامیدو مخنیوی کوو، ځکه چې موږ ته د خپګان احساس راکوي.
خو که چیرې رښتیني واوسو، نو په ژوند کې ناکامي موږ ته تر ټولو ښه درس راکوي. په همدې اساس، اوس نو وخت د دې دی چې باید له ناکامۍ څخه هیڅ راز ویره ونه لرو، ځکه همدا ناکامي موږ د موخې تر منزله رسوي.

۵- شیان د انسان شخصیت نه څرګندوي.
مشهوره وینا ده چې وايي: “په ژوند کې تر ټولو ښه شیان، (شیان) نه دي”
له انسان سره ګرانبیه موټرې، برنډ لرونکي او زړه راښکونکي بکسونه، ساعتونه او کالي په رښتیا سره چې ښه ښکاري، خو د یوه شخص په توګه په ارزښت کې یې هیڅ ډول زیاتوالی نه شي راوستی.
په همدې اساس، وخت د دې دی چې باید په دغو اجناسو تمرکز کول پریږدې او په باارزښتو او مانا لرونکو تجربو او اړیکو جوړولو کار پیل کړې.

۶- فکر کول له عمل کولو سره مساوي نه دي.
په ځوانۍ کې موږ او تاسې ټول خپل شپې او ورځې په خوب لیدلو تیروو، خو که چیرې له خوب لیدلو (فکر کولو) سره عمل نه اوسي، نو هیڅکله به هم مطلوب شیان ترلاسه نه شي.
د ژوند په سفر کې بریا به هیڅکله هم موږ ونه مومي او انتخاب به مو نه کړي؛ دا زموږ خپل مسوولیت دی چې باید د هغه شي د لاسته راوړلو لپاره لاس په کار شو او خواري وکړو، چې په اړه یې موږ فکر کوو.

۷- په ژوند کې بدلون یوازینی قانون دی چې ته کولی شې پرې حساب وکړې.
جان اف کینیډي وايي: “بدلون د ژوند قانون دی او هغوی چې یوازې ماضي او حال زمان ته نظر کوي، په رښتیا سره چې راتلونکی یې له لاسه وتلی”
د کایناتو په خلقت کې بدلون یوازینۍ پدیده ده، چې کولی شي د انسان خوي، خواص او عادتونه بدل کړي او په سمې لارې یې سیخ کړي.

۸- تشویش کول بې ګټې دي.
ډالۍ لامه وايي: “که چیرې یوه ستونزه د حل لار ولري، که چیرې د ژوند شرایط داسې وي چې په اړه یې ته کوم څه کولی شې، نو تشویش کولو ته هیڅ اړتیا نشته. خو که چیرې برعکس اوسي، نو تشویش کول هیڅ مرسته درسره نه شي کولی او په تشویش کولو کې هیڅ ګټه نشته.”
تشویش زموږ او ستاسې په ذهنونو کې یوازې ځای نیولی، خو په حقیقت کې زموږ ژوند ته هیڅ ډول ارزښت نه شي ورکولی.
ایا تشویش روان حالات یا هم شته ستونزې حل کولی شي؟ که نه شي یې کولی، نو یوازې د وخت د ضایع کولو په مانا دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 259 تاريخ : شنبه 23 دی 1396 ساعت: 12:23