د سترو یا لویو خلکو په اړه ۲۰ واړه او جالب ټکي

ساخت وبلاگ

ليکنه: محمد عزيز پردېس

۱- کيفيت لرونکي توکي واخلئ، په خپله خوښه يې واخلئ او په دقت يې واخلئ.
۲- ډول ډول لباس واغوندئ.
۳- د لومړي ځل لپاره چې له يو چا سره مخامخېږئ، نو خپل ځان په بشپړ ډول ورته معرفي کړئ او هغه ته د هغه په نامه او ياهم په تخلص غږ وکړئ.
۴- پرېږدئ چې نور ستاسو په اړه څه ووايي.
۵- ستاسو لپاره تر ټولو غوره لباس هغه دی چې، د يو تکړه او ماهر خياط له لوري ګنډل شوی وي.
۶- کله چې له چا سره خبرې کوئ، نو هڅه وکړئ چې سترګې يې وڅارئ.
۷- ورزش تاسو خوشحالوي. منډه وکړئ، د بدن ښکلا کلب ته ولاړ شئ او ډول ډول ورزشي لوبې ترسره کړئ.
۸- مخکې له دې چې غاښونه مو خراب شي او يا هم درد پرې واکمن شي، برس او مسواک يې کړئ.
۹- تل د خپلو عوايدو يوه برخه سپما کوئ.
۱۰- هره ورځ يا هم هره اونۍ خپل پلار او مور سره خبرې وکړئ، احوال يې واخلئ او پوښتنه يې وکړئ.
۱۱- د ستړې مشي پرمهال لاسونو ته زور ورکړئ.
۱۲- د خپل ملګري/ ملګرې د کاليو، بوټانو… ستاينه وکړئ.
۱۳- د مکالمې پر مهال خپلې ژبې ته متوجه اوسئ، چې څه وايئ.
۱۴- کله چې د يو شي د له لاسه ورکولو توان نه لرئ، نو هېڅکله يې چاته قرض يا په امانت ډول مه ورکوئ.
۱۵- مخکې له دې چې چاته ځواب ورکړئ، نو پوښتنه ترې وکړئ او پرېږدئ چې خپل زړه درته تش کړي، ټول مينه لري چې د هغوی په اړه دې يادونه او پوښتنه وشي.
۱۶- د خبرو پر مهال له مثبتو او جادويي کلماتو څخه ګټه واخلئ.
۱۷- دا بسنه نه کوي چې يوازې دې خپل ځان ته متوجه واوسو، بلکې اړينه ده چې خپل شاوخوا کسانو ته هم وخت ځانګړی کړو.
۱۸- دې ته اجازه مه ورکوئ چې واړه ذهنونه دې د لويو ذهنونو په اړه پرېکړه وکړي.
۱۹- د اشخاصو دنده او څرنګوالی مهم نه دی، بلکې ټول افراد د دې وړ دي چې بايد تاسو ورته احترام وکړئ.
۲۰- هرڅوک، هغه که د ژوند په هره پړوا کې وي، پخپله يو شخصيت دی، د کرغېړنو خبرو او کړنو په وسيله د هغوی شخصيت مه زيانمنوئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 172 تاريخ : شنبه 23 دی 1396 ساعت: 0:13