په بلخ کې د طالبانو د يو ولسوال په ګډون ١٧ وسله وال وژل شوي

ساخت وبلاگ

مزار شريف (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو د يوه ولسوال په ګډون ١٧ وسله وال يې په يوه نښته کې وژلي دي.

په شمال کې د پوليسو د ٧٠٧ پامير زون وياند سيد سرور حسيني د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د شورتېپه ولسوالۍ د اسلام پنجه سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د پوليسو او وسله والو طالبانو په نښته کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخوا طالب وياند ادعا کړې ده چې په دې نښته کې ٧ پوليس وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

دى وايي چې په نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

خو د بلخ دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د طالبانو ادعا رد کړه او ويې ويل چې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه پژواک ته وويل، سرحدي پوليسو هم په ياده نښته کې له ملي پوليسو سره همکاري کړې ده.
د قادري په وينا، اسلام پنجه د شورتېپه ولسوالۍ لوېديځ لور ته په ٥٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 208 تاريخ : شنبه 23 دی 1396 ساعت: 0:13

خبرنامه