راتلونکو انتخاباتو کې له بلې ښځینه کاندیدې وینفري سره د ټرمپ د مخ کیدو امکان

ساخت وبلاگ

د ډونالډ ټرمپ په اړه ویل کیږي چې د ښځو په اړه یې ناسمې خبرې کړي. خو قسمت یې بیا داسې دی چې تل یې ښځو سره د مقابلې میدان ښکته کوي.

په تیرو انتخاباتو کې یې په وړاندې هیلري کلینټن کلکه مبارزه وکړه او په راتلونکیو انتخاباتو کې داسې ښکاري چې د امریکا یوه بله نامتو ښځه به یې په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالۍ ته ودریږي.

داسې اټکل کیږي چې که هیلري کلینټن ټرمپ مات نه کړی شو، ښايي اوپرا وینفري دا ماته ورکړي او د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات ترې وګټي.

که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که چیرې اوپرا ونفري د امریکا د ولسمشرۍ په راتلوتکو انتخاباتو کې دده په وړاندې سیالۍ ته ودریږي، نو ډیره په اسانې په ماتې ورکړي.

ټرمپ او وینفري له کلونو راهیسې یو بل پیژني، او ټرمپ په پخوانیو مرکو کې وینفري ستایلې ده.

خو په امریکا کې اوس یوه تازه سروي ښودلې چې ډیر امریکایان ۶۴ کلنې وینفري د ولسمشرې په توګه لیدل غواړي.

د شوې سروې سره له مخې که نن په امریکا کې انتخابات وشي نو په سلو کې اته څلوېښت فیصده امریکایان په ځانګړې توګه اوپرا وینفري ته رایې ورکوي، په داسې حال کې په سلو کې اته دیرش امریکایان په دویم ځل ډونالډ ټرمپ ته رای ورکول غواړي.

اوپرا وینفري څوک ده؟

ونفري د امریکا د متحده ایالاتو د یوې مشهورې تلویزنې خپرونې چلوونکې، لیکواله، اداکاره، فعاله او مشهوره رسنیزه څیره ده. نوموړې د امریکا د خلکو د اوسنۍ ژوند بڼې په جوړولو کې مهم رول لوبولی. د فوربیز مجلې د ۲۰۱۷ م کال د شمیرو له مخې وینفري د نړۍ له ۲۱ پیاوړو ښځو څخه ده. همدارنګه په نړۍ کې په سلو پیاوړو سړیو او ښځو کې ۶۴ م ځای لري.

نوموړې په دې وروستیو ګولډن ګلوب فلمي جایزو کې یوه مشهوره وینا وکړه، چې له وینا وروسته یې ځینې رسنیو ځینې برخې داسې تعبیر کړي چې ګوندې نوموړې به په ۲۰۲۰ م کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده وي.

خپله وینفري په خپله وینا کې ډیره خبرې د ” زه هم “ تر سرلیک لاندې په هغه کمپاین وکړې چې د ښځو په وړاندې د جنسي ځورونې د پای ته رسیدو په اړه پیل شوی دی. البته په وینا کې یې ځینې سیاسي ټکي هم وو، چې همدې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ددې د کاندیدو په اړه اوازې راپورته کړي.

ټرمپ وايي، له وینفري سره به مبارزه خوندوره وي

سي این این تلویزون د اوپرا وینفري د نژدې دوستانو په حواله ویلي چې وینفري د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې پر کاندیدو جدي غور کوي.

خو کله چې د ټرمپ څخه د اوپرا وینفري سره د انتخاباتي مقابلې په اړه وپوښتل شول، هغه وویل ”وینفري ته به په انتخاباتو کې ماتې وکړي او دا به خوندوره انتخاباتي مبارزه وي.“

خو ټرمپ زیاته کړي چې نوموړې ګومان نه کوی چې وینفري ته د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې کاندیده وي.

ټرمپ تر دې پخوا ویلي چې وینفري یې خوښه ده. نوموړې همدارنګه په خپلو څو مرکو کې نوموړې تکړه او فوق العاده ښځه بللې ده.

راسموسن په نوم ادارې د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته ا انلاین او پر ټیلفون سروې کړې چې په کې څرګنده شوې چې د امریکا زیات خلک غواړي وینفري ته رایې ورکړي.


د ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ بیا د اوپرا وینفري د ګولډن ګلوب وینا ستایلي او ویلې یې دي که نوموړې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دده د پلار په وړاندې کاندیده شي، هرکلی به یې وکړي.

سروي وايي په داسې حال کې چې په سلو کې اته څلوېښت امریکایان وینفري ته رای ورکوي، اته دیرش په سلو کې لا هم د ټرمپ ملاتړي دي.

په نظر پوښتنه کې څرګنده شوې چې د امریکا له ډیموکراټانو په سلو کې ۷۶ وینفري ته رای ورکول غواړي، په جمهوري غوښتونکیو کې بیا په سلو کې ۲۲ نوموړې ته رایه ورکول غواړي او په سلو کې څلور څلوېښت هغه کسان هم وینفري ته رای ورکوي چې د امریکا له جمهوريپالو او ډیموکراټو څخه د یوې ډلې ملاتړي هم نه دي.

په سروي کې په سلو کې ۱۴ کسانو ویلي چې تر اوسه یې په انتخاباتو کې د رای ورکولو په اړه پریکړه نه ده کړې.

په شوې سروې کې څرګنده شوې چې په سلو کې شپږ شپیته جمهوري غوښتونکي لا هم دې ته تیار دي چې بیا ولسمشر ټرمپ ته رای ورکړي. په ډیموکراټانو کې هم ۱۲ فیصده داسې کسان شته چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۰ م کال کې دویم ځلي ولسمشر کیدل غواړي.

د یاودنې وړ ده چې د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې کیږي او لپاره یې ګوندونه د خپل کاندید د معرفي کولو لپاره د همدې روان کال څخه کار پیلوي.

داسې ګومان کیږي چې اوپرا وینفري به ښايي په ۲۰۲۰ م کال کې له ډیموکراټ ګوند څخه د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندیده وي، خو تر اوسه وینفري په رسمي توګه نه دي ویلي چې انتخاباتي سیالیو کې به ودریږي او کنه.

د ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ بیا د اوپرا وینفري د ګولډن ګلوب وینا ستایلي او ویلې یې دي که نوموړې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دده د پلار په وړاندې کاندیده شي، هرکلی به یې وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 216 تاريخ : جمعه 22 دی 1396 ساعت: 9:36