په اچین کې د پاڅون کوونکو او امریکایي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

ساخت وبلاگ

جلال اباد، کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی۹۶) : د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د اچين په مامند درې سيمه کې د پاڅون کوونکو او بهرنيو سرتېرو ترمنځ تر لفظي شخړې ورورسته ډزې شوې دي .

هغه د پېښې په اړه نور معلومات نه درلودل، خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې پېښه مرګ ژوبله هم لري.

یادې سرچینې زياته کړه چې تر داخلي بریده وروسته، امریکایي ځواکونو هوایي برید کړی او ۱۴ پاڅونوال یې وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د سیمې په پاڅونوالو کې د دوی دوو نفوذي کسانو په اچین ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړي او ۱۶ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو په کابل کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند ټام ګریس بیک د مرغومي په ۲۱مه، پژواک اژانس ته وویل، نن په اچین ولسوالۍ کې له افغان همکارانو سره د ګډو همکاریو پر مهال یوه پېښه رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په رامنځ ته شوې پېښه کې د امریکایي ځواکونو کوم سرتېری وژل شوی نه دی، خو یو سرتېری یې ټپي شوی، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دی.

د امریکایي  ځواکونو دغه ویاند ویلي، چې له افغان امنیتي مسوولینو سره یې په ګډه په دې اړه څیړنې پیل کړې دي او نور معلومات به وروسته خپاره شي.

یادې سرچینې په بمبار کې د پاڅونوالو د وژل کېدو په اړه څه ونه ویل.                                                                    

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 208 تاريخ : جمعه 22 دی 1396 ساعت: 9:36