خانان ترې خپه دي؛ خو دا ورسره د فلم جوړول غواړي

ساخت وبلاگ

د بالیووډ مغروره او سپین ګويه جینۍ کنګنا راناوټ غواړي، چې د بالیووډ د باچا شارخ خان او سوپرسټار سلمان خان سره فلمونه جوړ کړي.
دې چې یو وخت به يې ویل، د خپلې کامیابۍ لپاره خانانو ته اړتیا نه لري؛ اوس د پرله پسې ناکامیو وروسته غواړي د سلمان خان او شارخ خان سره ګډ کار وکړي.
کنګنا راناوټ چې په بالیووډ کې يې په هیچا کې هم زړه روغ نه دی پریښی، اوس یواځې د دنګل فلم ستوری عامر خان ورته پاتې دی.
نوموړې له عامرخان نه غوښتي، چې له دوو نورو خانانو – شارخ خان او سلمان خان – سره يې روغه وکړي او په هغوې ومني، چې له دې سره ګډ فلم جوړ کړي.
عامرخان د کنګنا راناوټ یواځینی دوست دی، چې آن د هیرتیک روشن سره يې د لانجې پر وخت هم تر څنګ ودرید.
کنګنا راناوټ اوس یواځې عامر خان ته غوږ نیسي او د هغه نصیحت اوري. له هرتیک روشن او کرن جوهر سره په یوه وخت کې د کنګنا په لانجه؛ د نوموړې لپاره په لوړه بیه پریوته. کرن جوهر او هرتیک ته نږدي کسانو د کنګنا سره پریکون وکړ او هڅه يې وکړه، چې نوموړې منزوي کړي. خو عامر خان د بالیووډ یواځینې مهم ستوری و، چې د کنګنا په طرف ودرید.

د کنګنا او د خانانو ترمینځ ستونزه څه ده؟

کنګنا راناوټ په ځان بسیا او باوري اداکاره ده. هغې په زیاتو مرکو کې ویلي، چې د خانانو سره د فلم جوړول، ددې په کارونو او لاس ته راوړنو هیڅ مثبت اغیز نه لري. نوموړې یو وخت ان د سلمان خان سره د ګډ فلم د جوړولو غوښتنه نه وه منلې.
د خانانو په اړه کنګنا یوې ورځپاڼې ته ویلي وه:
((د خانانو سره د کار هیڅ تضمین نشته. دوی به ماته څه راکړي؟ ایا دوی به ما یوه وربشه هم مخکې یوسې؟ نه يې شي کولای! څه مې چې نه دې ترلاسه کړي، ایا دوی به يې راکړي؟ زه هیڅ داسې څه نه ګورم، چې دوی دې يې ماته راکړي.))
کنګنا راناټ وايي چې هغه کافي مشهوره ده او پوره مینوال لري. نوموړې زیاتوي، ((سمه ده، چې استیثناءت شته، خو فلم کې یواځې یو هیرو وي. تاسې د خانانو فلمونه وګورئ؛ هیرو پکې څوک وي. زه په خپل فلمونو کار کوم؛ خپل انفرادي استقلالیت مې ساتم.))
کنګنا راناټ وايي، چې نورو پسې تګ او په نورو پورې ځان تړل کم عقلي، او د نورو شهرت ته زمینه سازي ده.
بل پلو سوداګریزې سرچینې وايي، چې کنګنا د خپلو راتلونکو فلمونو د بریالیتوب لپاره د بالیووډ پوره ملاتړ ته اړتیا لري.
د کنګنا راناوټ وروستی خپور شوی فلم سیمرن و، چې د تیر کال په اګست کې خپور شو. د نوموړې راروان فلم مني کرنیکا Manikarnika دی. مني کرنیکا تاریخي فلم دی، چې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲۷ مه به خپور شي.
د کنګنا راناټ د ورستیو څرګندونو په اړه خانانو کومه تبصره نه ده کړې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 252 تاريخ : پنجشنبه 21 دی 1396 ساعت: 6:49