پاکستان غچ غواړي، خو افغان لوبډلې د هیټریک سینه ډبولې

ساخت وبلاگ

لیکنه: احسان الله ساپی
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ م کال د اسیا جام په سیالیو کې خپل قوي حریف د پاکستان ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته په دوه مسلسل لوبو کې سترې ماتې ورکړې، چې په خپلو دغه لوبو یې د کرکټ نړۍ مبصرین او مینه وال حیران کړل.
خو له بلې خوا د افغان لوبډلې څخه د پاکستانۍ لوبډلې دغه ډول ماتو د پاکستان د کرکټ مبصرینو او مینه والو توندغبرګونونه را وپارول، چې ولې پاکستان د هغې لوبډلې څخه، چې د ریکارډ ماتو خبره خو لا پریږده، د لوبې د بریا طمع یې هم ترې نه کوله؛ داسې شرم ناکې ماتې وخوري.
دوی د پاکستان کرکټ بورډ مسولین پړ وګڼل او پر هغوي یې دغې لوبډلې ته د نه پاملرنې او بې پروايي تورونه ولګول، ځکه دغه ډول ماتې هیڅ دوي ته د منلو او زغملو نه وې، خو له بلې خوا یې د افغان لوبغاړو د توپ وهنې او توپ اچونې څخه هم سترګې نشوې پټولی، په ځانګړې توګه د کرکټ په نړۍ کې د بالینګ ځوانې جذبې او نوي را څرګند شوي لوبغاړي مجیب ځدران څخه، چې په دغه ټورنمټ کې یې د ټولو لوبډلو خلاف پیل په خطرناکې توپ اچونې سره کړی و، او د همدې پاکستانۍ لوبډلې څخه یې په لمړۍ لوبه کې ۶ لوبغاړي سوځولي وو.
د خلکو کلکو نیوکو، توندو غبرګونونو او د افغان لوبډلې څخه په دغه ډول ماتو پاکستانی کرکټ بورډ او د لوبغاړو غواراوي کمیټه مجبوره کړه، چې په خپلې لوبډله کې پوره تغیرات راولي او هماغه شان وشول.
د پاکستان کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په اعلان شوې لوبډله کې ۵ لوبغاړي تغیر کړل او پر ځای یې نور لوبغاړي لوبډله کې شامل کړل.


اوس د پاکستان کرکټ بورډ په دې تمه، چې په دغې لوبډلې به لمړی افغانستان ماتوي، ځکه چې افغانستان یو ځل بیا په لمړۍ سیالۍ کې د پاکستان سره مخ دی، خو افغان لوبډلمشر نوین الحق په خپلې وروستۍ مرکه کې د پاکسان ور اخو د اسټرالیا او انګلستان ماتو ته سینه ډبولې ده.
نوموړي ویلي، که افغانستان په اسیا کې لوبډلو ته ماتې ورکولی شي، نو اسټرالیا او انګلستان هم د بریا څخه ناهيلي کولی شي، ځکه چې همدا پاکستان او سریلانکا د کرکټ نړۍ نورې پیاوړي لوبډلې ماتوي، په داسې حال کې چې په اوسني وخت کې دغه لوبډلې د افغانستان څخه تر پوره تاثیر لاندې دي.
د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه د راتلونکې شنبې په ورځ په نیوزیلینډ کې پیل کیږي، چې پکې به افغانستان په لمړۍ سیالۍ کې په همدغې ۱۳ مه نیټه د پاکستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، افغان لوبډلې ته یې لا له وړاندې دغه سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه په نیوزیلینډ کې د نیوزیلینډي روزونکي انډي مولز تر روزنې لاندې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې پکې یې د نیوزیلینډ ځایي سنټرل ډیسټریکټ ایلیون کلب لوبډلې ته په څلورو مسلسل لوبو کې ماتې ورکړي دي او پوره چمتوالي سره به د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون کوي.
خو معلومه به شي، چې افغانستان دا ځل په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د سیالیو د بریا هیټریک ترسره کوي او که پاکستان ته د تیر اسیا جام سیالیو د ماتو د غچ اخیستو موقع برابريږي؟

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 230 تاريخ : چهارشنبه 20 دی 1396 ساعت: 12:09