په هرات کې پر جي پي اېس سيستم سمبال مرغه ښکار شوى

ساخت وبلاگ

هرات (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري داسې يو مرغه ښکار شوى چې موقعيت موندونکی سيستم (GPS) پرې لګول شوی و.

د هرات د اوبه ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراغا الکوزي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې دغه ځايي مرغه له څو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په ترک اباد سيمه کې د پوليسو پر پوستو الوتنې کولې چې بالاخره د امنيتي ځواکونو له لوري د ښکاري ټوپک په وسيله ښکار شو.

هغه زياته کړه چې د مرغه له ويشتو وروسته څرګنده شوه چې په وزرونو کې يې د جي پي اېس سيستم لګول شوی و او دا دستګاه د هرات امنيې قوماندانۍ د تروريزم مديريت ته د لا زياتو څېړنو په موخه سپارل شوې ده.

الکوزي زياته کړه، دا لومړى ځل نه دى چې په دې ولسوالۍ کې پر جي پي اېس دستګاه سمبال مرغه ښکار کېږي، دوه کاله وړاندې هم دا ډول يو مرغه د چشت ولسوالۍ په بند سلما سيمه کې ښکار شوى و.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : چهارشنبه 20 دی 1396 ساعت: 12:09