د امریکا د اټومي وسلو (کوډونه) چیرته او څنګه ساتل کیږي؟

ساخت وبلاگ

ایا د اټومي وسلې (تڼۍ) رښتیا هم د ولسمشر په میز پرته وي؟!
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له څو میاشتو راهیسې په خپلو اټومي ګواښونو کې سره ښکیل دي.
کله چې د شمالي کوریا مشر د ۲۰۱۸ میلادي کال د پيل په مراسمو کې وویل چې ((اوس مونږ د اټومي وسلې څښتنان یو، مونږ کولای شو په خپلو میزایلو او اټومي وسلې د امریکا هر ځای که وغواړو هغه هدف وګرځوي، د اټومي وسلې بټن زما پر میز پرته ده، دا واقعیت دی، زه چاته خوشي ګواښ نه کوم))
ورپسې په تعقیب سره، کله چې ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټ کې د شمالي کوریا اټومي “تڼۍ” مسخره کړه، نو په ټوله نړۍ کې یې ډار خپور کړ او ادعا یې وکړه، چې د ده د میز پر سر هم “تل” یوه داسې اټومي “تڼۍ” وي، چې تر بلې هرې یوې “ستره او پیاوړې” ده.


خو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره د اټومي سلاح کارول دومره هم اسانه کار نه دی، لکه یوازې یوې “تڼۍ” ته چې فشار ورکړي.
د اټومي سلاح ګانو کوډونه په یوې له رمزونو ډکې “فوټبال” بکسه کې وي، چې لومړۍ د کارولو اجازې اخیستو ته یې اړتیا ده.
د سپینې ماڼۍ د نظامي دفتر پخوانی مشر بیل ګولي (Bill Gulley) په خپل کتاب کې، چې د (Breaking Cover) په نوم دی، ویلي چې “فوټبال” یوه توره چرمي بکسه ده، چې حیاتي او پټ توکي لکه عاجل کارتونه د (بیسکویت) په نوم یادیږي، لیږدوي او دغه (بیسکویت) نومي عاجل کارتونه کوډونه لري.
دغه اټومي فوټبال د هغه مرستیال له لوري لیږدول کیږي، چې تل د ولسمشر په څنګ کې وي او د ولسمشر ملګرتیا کوي.

د تیروتنو ډرامه
د امریکا لوړ پوړی پوځي چارواکی وايي، چې د بیل کلنټن د ولسمشرۍ په وخت کې له هغه څخه اټومي کوډونه ورک وو.
د امریکا د دفاع وزارت پخوانی ستر درستیز جنرال هیو شیلټن (Hugh Shelton) په خپل ۲۰۱۰ کال کتاب کې چې د (Without Hesitation: The Odyssey of an American Warrior.) په نوم دی ادعا کړې، چې دغه پیښه شاوخوا د ۲۰۰۰ عیسوي کال کې رامنځ ته شوه او هماغه د دې لامل شو، چې له هغې وروسته به هره میاشت له پنټاګون څخه یو چارواکی دغه کوډونه چک کوي. جنرال شیلټن وايي: “په ورته وخت کې، د کوډونو ټولګه به په هرو څلورو میاشتو کې بدلیږي.”
یوه میاشت (یوه ورځ)، کله چې له پنټاګون څخه یو چارواکی د کوډونو د چک کولو لپاره ورغلی وو، نو د ولسمشر د یوه مرستیال له خوا ورته ویل شوي وو، چې ولسمشر په یوې مهمې غونډه کې دی او دغه مرستیال دغه چارواکي ته ډاډ ورکړی وو، چې ښاغلی کلینټن د اټومي کوډونو موضوع ډیره جدي نیولې او د کوډونو بکسه یې له ځان سره ساتلې.
جنرال شیلټون په خپل کتاب کې دا هم ویلي، چې په راتلونکې میاشت کې کله چې له پنټاګون څخه د کوډونو د چک کولو لپاره بل چارواکی ور واستول شو، نو هغه ته یې هم هماغه پلمه کړې وه.
خو کله چې د کوډونو د بدلولو وخت راورسید، نو بالاخره یو مرستیال په دې قانع شو چې دوی د کوډونو د ځای په اړه نه پوهیدل چې چیرته وو او په میاشتو میاشتو ترې ورک وو.
همداراز، جنرال شیلټون په خپل کتاب کې دا هم زیاته کړې: “دغه اټومي کوډونه هیڅکله هم د جمهور رئیس په واک کې نه وو او یوازې د درلودلو فکر به یې کاوه. زه په دې پوره ډاډمن یم، چې که څه هم د جمهور رئیس د مرستیال په لاس کې دغه کوډونه وو، خو په چل ول یې نه پوهیده.”
جنرال شیلټون زیاتوي، چې په ورته وخت کې هغه او د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر ویلیم کوهین (William Cohen) د خطر له پیښیدو باخبره وو. په دغه وخت کې یوه داخلي څیړنه په لار واچول شوه او کړنلاره (پروسیجر) بدله شوه. اوس نو وخت د دې وو چې د پنټاګون پلټونکی چارواکی باید دغه کوډونه له نیږدې څخه وګوري.
جنرال شیلټون دغه ټول ازمیښت د “تیروتنو ډرامه” په نوم ونوماوه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : دوشنبه 18 دی 1396 ساعت: 15:14

خبرنامه