- په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي
- کرونا وېروس نن جنوبي کوريا تر بل هر وخت ډېره ځپلې
- ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي
- هشدار شورای امنیت به بازگشت دوباره داعش به سوریه و عراق
- کاپیسا؛ خودکشی یک دختر جوان با تفنگ شکاری
- بودجه مبارزه با کرونا؛ احتمال معرفی شدن برخی مقامات به دادستانی
- نبیل: ډاکټرعبدالله دې له ملا برادر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي
- "که حکومت اقدام ونه کړي، خلک به پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان دروازې ونړوي "
- روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي
- نگران محرومیت پشتون ها در دولت غنی هستیم
له تیرو شا او خوا دریو اوونیو راهیسې ځوان ټولنیز بنسټ (YSF )له لورې په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ په لاره اچول شوې وې، چې تیره جمعه پای ته ورسیدې.
دې سیالیو کې چې لسګونه مینوالو ته یې ننداره کوله، د ځايي ځوانانو ۱۶ لوبډلو ګډون درلود، چې په پایله کې یې دوه لوبډلې صفدري الکوزي او د کامې خاص لوبډلې فاینل یا پای لوبې ډګر ته ووتې.
د صفدري لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۶ منډې هدف کیښود. تر ټولو ډیرې ۴۸ منډې قاري شکرالله وکړې.
ورپسې مقابلې لوبډلې په ۹ اورونو کې د ۹۶ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د صفدري الکوزي ټیم د ۴۰ منډو په توپير سره وګټله.
دا سیالۍ چې په کامې ولسوالۍ کې د ځوان ټولنیز بنسټ استازي او اړیکو کمیټې مشر ښاعلي عطالله صافي او د بنسټ د غړي عجب افغان له لورې رهبري شوي، وړمه ورځ یې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل.
څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په فاملیو سیمه کې د بنسټ له لورې د ځوانانو ترمنځ د منډې سیالۍ په لاره اچول شوې، چې یو پړاو یې پخوا پای ته رسیدلی و او پرون بل پړاو هم پای ته ورسید.
ځوان ټولنیز بنسټ په ننګرهار کې فعال مدني بنسټ دی چې د علمي لکچرونو ترڅنګ په سپورتي برخه کې هم فعالیتونه کوي.
راپور: د ځوان ټولنیز بنسټ ورزشي کمیټه