په اړیکو او ملګرتیا کې ۶ ډیرې عامې تیروتنې

ساخت وبلاگ

لیکنه: مارک ټایریل
ژباړه: غازي عابد

څنګه کولی شو چې په ملګرتیا کې ددغو اوو خطرناکو او ویجاړونکو غلطیو مخه ونیسو.
مینه، ملګرتوب، ګرانښت، لیوالتیا، دوه اړخیز یا ګډ تشویق… د ملګرتیا ټولې ګټې بلاخره د یوه خوښ ژوند لامل کیږي. هغه څوک چې ورسره خوښ یې، مرسته درسره کوي، لیوالتیا درسره لري، په خوله مو خندا راولي، که کتاب درسره نه وي او ټوله ورځ ورسره وغږیږې هم په خبرو به یې ماړه نه شئ.
پام مو وي که چیرته مو ملګرتیا د مشخص هدف لپاره وي، نو دا ډول لنډه پاره او مطلبي ملګرتیا بې ګټې ده، خامخا به له منځه ځي او نه شي کیدای چې یو بل ته د ټپ مرهم شئ.
څیړنو ښودلې؛ کله چې موږ دردیږو او د درد پرمهال د هغه چا انځور وینو چې مینه ناک وي او له زړه درته ګران وي، نو د درد احساس کمیږي.
ځکه وایو چې له ښې ملګرتیا سره به د امن، پياوړتیا، مینې او روغ ژوند احساس کوئ. خو له دې ټولو سره سره ځیني غلطیانې هم شته چې ملګرتیا کې کیږي، دا چې کومې دي او څنګه یې مخه ونیسو، دلته یې لولو:

۱- ډیره ځان غوښتنه
دا یوه پخوانۍ او عمومي تیروتنه ده چې ځیني خلک یوازې په خپل طبعیت سره ملګرتیا غواړي او خوښوي، خو دا ښه خبره نه ده، غوره دا ده چې باید په داسې یو ډول سره ځان برابر کړې چې د نورو نزاکتونه او طبعتونه هم په نظر کې ونیسئ. یعنې داسې اوسیدل چې زه چې څه کوم او وایم ښه او نور بد، دا ډول ملګرتیا دوام نه کوي.

۲- لوبول.
په ملګرتیا کې له لوبو کولو ځان وساتئ. هغوی چې ملګرتیا کې لوبې کوي او په دې ډول سره نور لوبوي، دا ډول ملګرتیا هم ګټوره نه ده او ژر ختمیدونکې ده. نو ځکه ضرور ده چې د ملګري له هر ډول لوبوونې او غولوونې ځان وساتئ.
په ټوله کې باید ووایو چې که غواړې ښه ملګرتیا ولرې، صادقه اوسه او د ملګري د لوبولو کوښښ مه کوه، که ملګری درباندې اوس پوه نه شي، وروسته پوهیږي او دا به بیا ډیر بد کار وي.

۳- ژر تر ژره ډیر سره خوږیدل.
کله چې له چا سره ملګرتیا کوئ، نو ژر تر ژره ورسره داسې مه کوئ لکه یو مخکیني ملګري سره یې چې کوئ. ځیني خلک وي، هغوی چې له چا سره ملګرتیا جوړه کړي، بیا ترې بې حده زیاتې غوښتنې کوي او ژر یې پوره کیدل غواړي. یا هم پرې بارونه واچوي باید دا کارونه راته وکړې، که یې وس نه وي یا هغه د نویوالي له امله درباندې باور او معلومات نه لري او څه درته ونه کړي، نو ممکن بیا ته دا فکر وکړې چې ښه ملګری نه ده. غوره ده چې یو څه وخت لپاره ملګرتیا دوامداره وساتئ چې لږ سره ډیر اشان شوئ او د یو بل شخصیت او ځانګړتیاوې مو وپيژندلې، بیا کولی شئ تر ممکنه حده سره همکاري او غوښتنې وکړئ.

۴- ملګري ته بد ویل.
کله مو چې له چا سره ملګرتیا نوې جوړه کړه، له مخې سره یې په ځینو ګامونو او کارونو بد ګوماني مه کوئ. کیدای شي ځیني تیروتنې ترې وشي او له همدې امله ته یې بد وبولې. لږ یې نور هم مطالعه کړه چې څه ډول او څنګه دی.
مثلاً په دې باید پوه شئ چې څه کوي، څنګه فکر لري، څومره دی او څه ډول احساسات لري… یعنې مخکې له دې چې ملګری په بشپړ ډول وپيژنې پرې غلطې ټاپې او تورونه مه لګوه.

۵- په بشپړتیا یې ایمان لرل.
هیڅ انسان بشپړ نه دی. که چیرته موږ یو جدا فکر وکړو او د یوه ملګري په اړه داسې تصور له ځانه سره ولرو چې بیخي تیروتنه به نه کوي او هیڅ ډ‌ول ستونزه به نه لري، دا به زموږ یو غلط تصور وي. ځیني وخت موږ بعضو ملګرو په اړه دومره د مکملوالي او بشپړتیا خیال لرو چې هیڅ تیروتنه به نه کوي یا نیمګړتیا به نه لري، خو کله چې بیا نیمګړتیا وکړي، بیا مو د اړیکو د پریکون لامل کیږي. په حقیقت کې داسې کول، یو ښکاره او څرګند لیونتوب او ساده ګي ده، ځکه هر انسان نیمګړی دی او خامخا به تیروتنه کوي.

۶- هڅه مه کوئ چې ملګري مو بدل کړئ.
ملګري مو چې څرنګه وي، وي به، د بدلولو هڅه یې مه کوئ، یعنې دا چې ته کوم ډول یې هڅه مه کوه چې هغه هم باید ستا غوندې وي، خو کولی شې چې د بدو عادتونو په ورکولو او پوهولو کې ورسره مرسته وکړې. اما ځیني بدلونونه چې باید د شرایطو او غوښتنو مطابق وي ترسره شي، مثلاً که وظیفه اخلئ باید په کوم معیار برابر اوسئ، له هغه یوه عادي کس سره په عام ځای او حجره کې دې باید چلند څه ډول وي او په یوه رسمي ځای اداره کې دې باید چلند څه ډول وي، دلته باید ځان هم بدل کړې او که نور دې هم د بدلون هڅه کوي، غوره ده، خو دا په دې مانا نه ده چې ګواکې خدای مه که خپل هر ډول ارزښتونه ورته پریږدې او ځان بشپړ بدل کړې.
همداراز که چیرته غواړې چې خپل ملګری دې خوشحاله کړې، که داسې مزاقي غوندې او خوندور شئ، بیا نو بده خبره نه ده، همداسې وکړه، ځکه که ستا ملګری خوښ ژوند ولري، ته به هم ورسره خوشحاله اوسې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 229 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13