- په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي
- کرونا وېروس نن جنوبي کوريا تر بل هر وخت ډېره ځپلې
- ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي
- هشدار شورای امنیت به بازگشت دوباره داعش به سوریه و عراق
- کاپیسا؛ خودکشی یک دختر جوان با تفنگ شکاری
- بودجه مبارزه با کرونا؛ احتمال معرفی شدن برخی مقامات به دادستانی
- نبیل: ډاکټرعبدالله دې له ملا برادر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي
- "که حکومت اقدام ونه کړي، خلک به پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان دروازې ونړوي "
- روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي
- نگران محرومیت پشتون ها در دولت غنی هستیم
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ځیني وخت پوره (۷-۸) ساعتونو پورې استراحت دې کړی وي، چې ورځ پیل شي باید خوشاله او تازه اوسې، خو بیا هم نه وي. نه دا چې ګوندې یوازې ته داسې احساس کوې، بلکې ګڼ شمیر نور خلک هم د ورځې په اوږدو کې د ستړیا احساس کوي، سره له دې چې خپل خوب به یې هم پوره کړی وي. د نړۍ متخصصینو دداسې وضعیت ځیني مهم علتونه پیدا کړي، چې انسان ولې د ورځې په اوږدو کې د ستړیا احساس کوي:
۱- یو مهم علت یې د وینې کمښت دی، چې دا پخپله د وینې د سره کرویاتو له کمښت څخه رامنځته کیږي او د وینې سره کرویات اکسیجن له سږو نه حجرو او د بدن ټولو برخو ته لیږدوي. نو په همدې اساس د وینې کمښت کولای شي، چې انسان کمزوری کړي او له همدې وجې ساه یې بنده بنده شي.
۲- د فزیکي فعالیت نه درلودلو له کبله ښايي چې ستا وجود سست او بې حاله واوسي. نو اړینه ده چې باید د ورځې له مخې په کافي اندازه تمرین (سپورټ) وکړې.
۳- د خپل بدن خولې وګوره. ځینې وخت بدن ډیره انرژي مصرفوي د دې په پار چې د وینې د شکر په کچه کې د وار په وار بدلونونو سره مقابله وکړي. یعنې د انسان ډیر خوله کیدله هم د ستړیا لامل کیږي.
۴- ستا په بدن کې د تایرایډ غده په غیر نورمال شکل فعالیت کوي. د هغو کسانو په بدن کې چې د تایرایډ د مرغړي یا غدې د فعالیت کچه ټیټه وي، نو غبرګون یې ورو وي او هر وخت د بې علاقۍ او ستړیا احساس کوي.
۵- بل لامل یې ژور خپګان یا ډیپریشن دی، چې د بدن ټوله انرژي زبیښي.
۶- په ذهن کې دې هیڅ داسې کوم شي ته ځای مه ورکوه چې ستا ذهن خراب کړي. ذهن خرابوونکي شیان کولای شي، چې تا ته د خپګان او اظطراب احساس دروبښي، او ان دا هم کولای شي چې په ناخود اګاه کچه ستا فزیکي ښکلا او ذهن په ورو ورو سره خراب او کمزوری کړي.