له ډوډۍ خوړلو وروسته سم دلاسه دغه ۵ کارونه مه کوئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ډیری خلک غواړي چې وروسته له ډوډۍ خوړو استراحت وکړي، خو بیا ځينې کسان غواړي چې خپل وخت د ځینو کارونو په ترسره کولو تیر کړي. همدا ده چې ټول خلک سره ورته نه دي او هر څوک بیلابیل خویونه لري. ځینې کسان غواړي چې له نورو مخلتف واوسي او په مختلفو عادتونو تمرکز وکړي، خو تر هرڅه بهتره دا ده، چې باید خپل روغتیا په پام کې ونیسي.
همدا مسئله ده چې خلک باید هڅه وکړي څو په ځان کې داسې عادتونه پیدا کړي، چې د دوی وجود او د هاضمې سیسټم ته ګټور تمام شي. نو که چیرې ته داسې کس یې، چې خیټه دې زیات باد نیسي او یا هم د هاضمې سیسټم دې کمزوری وي، نو له ډوډۍ خوړو وروسته سم دستي دغه پنځه کارونه هیڅ وخت مه ترسره کوه:

۱- ویده کیدل
له ډوډۍ خوړو وروسته باید سم دستي ویده نه شې، ان که ډیر خوب هم درغلی وي. د دې دلیل دا دی، چې ښايي د خیټې باد او ناارامۍ سره مخ شې.
که چیرې له ډوډۍ وروسته سم دستي څملې او ویده شې، نو ښايي چې د شپې په اوږدو کې دې خیټه په درد پیل وکړي. د ایونینا طبي پوهنتون (Ioannina Medical University) مطالعې په نظر، هغوی چې د ډوډۍ او خوب تر منځ واټن مراعتوي، د خیټې له ناروغۍ نه په امان کې وي.
نو همدا مسئله ده چې خلک باید د ډوډۍ او خوب ترمنځ لږ تر لږه یو څو ساعته واټن مراعت کړي.

۲- چای څکل
که غواړې چې څملې او ویده شې، نو چای څکل هیڅکله ښه نه دي. له دې امله چې چای په خپل جوړښت کې ټانیک اسیډ لري، نو که چیرې له ډوډۍ خوړو وروسته سم دلاسه وڅکل شي، د بدن د اوسپنې د جذبولو پر پروسې اغیزه کوي او کولای شي د هغو پروټینونو او اوسپنې مخه هم ونیسي، چې بدن یې له غذا اخلي. ځینې څیړنې وایي، چې له ډوډۍ څخه وروسته سم دلاسه چای څکل په بدن کې د اوسپنې د جذبیدلو پروسه پنځه اتیا سلنه (۸۵٪)راټیټوي. نو په همدې اساس په بدن کې د اوسپنې کمښت د بې اشتهايي، د سینې درد، د وینې کمښت، سر ګنګسي، د فلجیدو احتمال، د بدن کمزوري کیدل، د پښو او لاسونو د یخوالي لامل ګرځي.

۳- سګریټ څکول
که څه هم ډيری کسان په دې ښه پوهیږي، چې سګریټ څکول پرته له کومې استثنا څخه د دوی روغتیا ته مضر دي، خو سره له دې بیا هم خپل عادت ته دوام ورکوي.
د سګریټ څکولو تر ټولو مضر وخت له ډوډۍ خوړولو وروسته دی. د ډوډۍ خوړولو او سګریټ څکولو ترمنځ باید واټن مراعت شي، ځکه چې سګریټ نیکوټین لري او دغه دود د هغه اکسیجن مخه بندوي، چې هاضمې ته اړین وي.
سر بیره پر دې، لکه څنګه چې څیړنو په اثبات رسولې، نو که یو څوک وروسته له ډوډۍ سم دلاسه یو سګریت وڅکوي، دغه یو سګریټ مساوي دی له لسو سګریټو سره او په پای کې همدا وروسته له ډوډۍ سګریټ څکول د کولمو د ناروغۍ او د سږو د سرطان خطر زیاتوي.

۴- حمام کول
که چیرې وروسته له ډوډۍ سم دلاسه حمام وکړې، نو ستا د بدن د وینې جریان به په ځانګړي ډول په لاسونو او پښو کې زیات شي. په پایله کې، ستا په خیټه کې د وینې جریان به په کمیدو شي او د هاضمې سیسټم به کمزوری کړي او دا کار به ستا د خیټې د درد لامل وګرځي.

۵- میوه خوړل
میوه باید مخکې له ډوډۍ وخوړل شي، نه وروسته له ډوډۍ. که چیرې ته مخکې له ډوډۍ میوه وخورې، نو په دې سره به ته د خیټې له درد څخه مخنیوی وکړې او د هاضمې له سیسټم سره مرسته. همدارنګه هغه خواږه چې په میوه کې دي د هضم او جذبیدو لپاره وخت نیسي. نو په همدې اساس که غواړې چې بدن دې له میوې ټول مواد ترلاسه کړي، هڅه وکړه چې په خالي معده میوه وخورې.
خو که چیرې وروسته له ډوډۍ میوه وخورې، نو ښايي چې دا به د سوء هاضمې، ارږمي او د معدې د سوزش لامل وګرځي.
د ډوۍ خوراک او د دغو پورتنیو پنځو کارونو تر منځ وقفه مراعت کړه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 237 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13