ټاپسي پانو: د کرکټ د لوبغاړي او سوداګر سره واده نه کوم

ساخت وبلاگ

د بالیووډ ۳۰ کلنه اداکاره ټاپسي پانو وايي، چې د انوشکا شرما په څير د کرکټ د لوبغاړي او یا هم کوم شتمن تاجر سره واده نه کوي.
اغلې پانو وايي، چې واده به يې د نورو هندیانو په څیر ساده او غریبانه وي. ددې په وینا، چې آن هندي رسنۍ به هم پرې د خبر جوړولو لپاره زړه ښه نه کړي.
کله چې د تیر ډیسمبر په ۱۱ مه د هندي سینما ښکلې ادکارې انوشکا شرما او د هندوستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي ویرات کولي واده وکړ، په بالیووډ کې د نامزادیدو او واده کیدو خبرې هم تودې شوي دي.
ټاپسي پانو وايي، چې ددې شخصي ژوند ښکاره دی او داسې څه نه لري، چې له خلکو يې پټ کړي.
نوموړې وړاندې وايي:
((شحصي ژوند مې له چا پټ نه دی. زه نه هم د کوم کریکټر سره؛ نه هم د کوم سوداګر، او نه هم د کوم ډاریکټر، اداکار او پروډیسر سره یارانه لرم. کله مې چې واده وي، داسې کومه ډیره غټه خوشالي به نه وي؛ بلکې یو عادي واده به وي.))
ټاپسي پانو زیاتوي، چې د خلکو د هغې نظريي سره مخالفه ده، چې وايي، خاوند د میرمنې د کامیابۍ او ناکامۍ سره مستقیمه اړیکه لري. هغه وايي، کومې خبرې، چې په انوشکا او ویرات کولي پسې کیدلې، نه غواړي، چې په دې پسې تکرار شي.
بل پلو هندي رسنۍ لیکي، چې ټاپسي پانو د بیډمینټن (ټاینس) د ډنمارکي لوبغاړي میتیس بوی سره د کلونو راهیسې یارانه لري.

ډینمارکی لوبغاړی میټیس بوی او ټاپسي پانو

خو ټاپسي پانو ډیر کله په دې اړه جزیات نه ورکوي او د میتیس بوی سره د یارانې او انډيوالۍ خبرې ردوي. پانو وايي، چې ښاغلي میتیس سره یواځې سلام کلام لري او ډیر يې ښه نه پيژني.
په ورته وخت کې بیا ډنمارکی لوبغاړی میتیس وايي، چې د ټویټر له لارې اوس هم د ټاپسي پانو سره خپله ریشته پالي.
داسې ګنګوسې هم وې، چې شاید دوې دواړه ژر واده وکړي، خو ټاپسې پانو دا خبرونه رد کړي او ویلي يې دي، چې دا د واده لپاره لا ډيره ځوانه ده او اوس يې ټول تمرکز په بالیووډ کې په خپلو فعالیتونو دی.
اغلې پانو وايي، چې یو وخت يې د بیډمینټن لوبه کوله، خو مزه يې نه وه.
ټاپسي پانو د جوړا ۲ په څیر کامیاب فلم لري، خو د پینک او نام شبانه فلمونو مزه يې نه وه.


په بالیووډ کې اوس تازه د ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ د کوژدې خبرې ګرمې دي. دوې دواړه چې اوس په سریلانکا کې دي، تمه ده، چې هملته سره واده وکړي. خو پاډوکون او رنویر سنګ ته نژدې سرچینو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13

خبرنامه