که د کاروبار وده غواړئ، په نوښت او چټکتیا کې یې ومومئ!

ساخت وبلاگ

لیکنه: روراې موري

ژباړه: غازي عابد

ډیجیټل نوښتونه داسې طوفان دی چې د هر ډول کار، بیزنس او روزګار رهبر باید ورسره ځان عیار کړي، باید په خپلو تولیداتو او کارونو کې نوې لارې چارې، پلانونه، بیلګې او نور شیان وکاروي چې مشتریان یا پیریدونکي رامات شي.

هغه کمپنۍ چې په پخواني فیشن او طرز و طریقه کې اوس هم روانې وي، ژر ژر خپل پيریدونکي له لاسه ورکوي او هغوی چې نوښت نه کوي، واضح خبره ده چې بیخي به له منځه هم لاړ شي.

د نوښتونو د رهبرۍ پوه رورای موري وايي؛ اوسنۍ نړۍ کې بیزنس په ډراماتیک او ناڅاپي ډول سره بدلون کړی او اوس د ټیکنالوژۍ نړۍ خوښه ده چې څومره غواړي نوی تولید وکړي او نوی قیمت ور وټاکي. هغه بیزنسونه یا سوداګري او نور کاروبارونه چې ابتکارات رامنځته کوي او پخوانیو سره فاصلې ایجادوي، واضح خبره ده چې له نورو به په سیالۍ او ګټه کې مخکې وي.

د ښاغلي موري په وینا؛ ټیکنالوژي د بیزنس ودې او پرمختګ لپاره ممکن کوونکې ده چې وشي کولی په چټکۍ سره له فرصتونو استفاده وکړي. دی زیاتوي؛ پخوانۍ طریقې اوس د ښه تولید او بازار لپاره کمزورې وسیلې دي. په مخکینیو روشونو به هیڅکله هم د اړتیا وړ وده او تکثر ونه لیدل شي.

د موري په خبره؛ ټیکنالوژي په خاص ډول مصنوعي نويوالی د تولید لپاره یو نوی فکټور دی چې په وسیله کولی شئ د پرمختګ او ودې لپاره نوې منابع ومومئ. خو د کار د څرنګوالي بدلون باید په داسې ډول وي چې خلک یې غواړي او د پيریدونکو تقاضا وي.

اوس وخت کې پیریدونکي انتظار نه مني، بلکې تیزوالی خوښوي، ځکه اوس ډیجیټل نړۍ او اقتصاد دی، هغوی په چټکتیا پسې ګرځي، چې د چا خدمتونه ژر ترلاسه کولی شي، هماغه انتخابوي او په هماغو پسې کیږي.

اوس د هر صنعت واله باید هڅه وکړي چې خپل قوت په ټیکنالوژۍ سپور کړي، د ټکنالوژۍ په مرسته مسابقې وکړي، ځکه اوس همدا وخت دی چې خپل صنعت پرې پیاوړی کړي او ژر پرې مشتریان رامات کړي.

هغه هیوادونه چې نوښتونه رامنځته کوي، هغوی فرصتونه هم رامنځته کوي او بلاخره د خپلو خلکو لپاره کاري زمینې هم برابروي، ځکه په کاروبار کې هر نوښت د بشري قوي جذبونکی کیدلی شي او کیدای شي لا ډیر خلک مصروف کړی شي.

د (The New Geography of Jobs) لیکوال او اقتصاد پوه اینریک موریټي هم اشاره کوي چې که مو د کارونو په یوه برخه کې نوښت رامنځته کړ، ورسره به وشو کولی چې له اوسني حالته بدلون راولو او څو نور کاري فرصتونه هم ایجاد کړو چې په همدې ډول سره به وشو کولی څو کوچنی یا ساحوي اقتصاد په قوي او پیاوړي هغه بدل کړو.

موري زیاتوي؛ که موږ د طب په برخه کې نوښت کوو نو کیدای شي په بیلابیلو برخو کې تر څو پورې نوي مصرفیتونه هم راپیدا کړو، لکه ډاکټرانو، د غاښونو ډاکټران، ځای پاکوونکي، همکاران…

په ټوله کې ویلی شو چې نن سبا د نړۍ لپاره مهمه ده څو په خپلو وړو او غټو کاروبارونو کې نوښتونه رامنځته کړي، ځکه که داسې ونه شي، هیڅ ممکنه نه ده چې پیریدونکي ولري او هم نه شو کولی چې ورځ تر بلې زیاتیدونکې بشري قوه وکاروي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 190 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13