ترافيکي پېښه کې دوتنه مړه او ١٠ نورتپيان شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦) : د کابل – غزني پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله  دوه تنه مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب احمد اميني د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې چې د نرخ ولسوالۍ اړونديږي، رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يو ٣٠٣ موټر چې له کندهار څخه د کابل  پر لوري روان و، د ډېر سرعت له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

د اميني په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل، چې ټپيان د ميدان ښار او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د سيد رحمان په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل  دي.

هغه وايي چې ډېرى مهال ددې موټرو چلوونکي په ډېرې بې احتياطۍ سره موټر چلوي چې له امله يې هر کال سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13

خبرنامه