ښايي د (زیرو) په فلم سره د شاروخ خان بخت راویښ شي

ساخت وبلاگ

لیکنه: ایمل مړوند

د هندي سینما د پاچا شارخ خان د بخت ستوری د څه مودې راهیسې له هغه مرور شوی او د پخوا په شان نه ځلیږي.

د ګینګ خان وروستی فلم (جب هیري میټ سیجل) د انوشکا شرما سره و، خو بازار يې سوړ و او ددې ترڅنګ چې د پام وړ پیسې يې ونه ګټلې، د لیدونکو او فلمي شنوونکو له خوا له نیوکو سره هم مخ شوی دی.

نو خکه خو، کینګ خان غواړي چې دا ځل خپلو مینه والو ته تر نورو ځانګړې څه وړاندې کړي.

خان د ۲۰۱۸ کال په پیل کې د خپل راتلونکې فلم چې ددې کال د ډیسمبر پر ۲۱ مه به پر سینماګانو نندارې ته وړاندې کیږي، نوم او لنډ ټرېلر (اعلان) خپور کړی.

د خان ددې راتلونکې فلم نوم “زیرو” دی، چې ګینګ خان په کې د یو ټيټ قدي سړي رول لوبوي. دا چې د خان دا هڅه به څومره د لیدونکو د پام وړ ګرځي، دا خو به د فلم تر خپریدو وروسته ثابته شي.

خو د فلم لومړنی لنډ ټریلر او نوم چې د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې پر ۱مه خپور شوی، تر دا مهاله تر یو میلون ډېرو کسانو لیدلی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د خان ددې نوي فلم لارښوونکي، “کار انند رايی” پر ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور کړی. په انځور کې ښکاري چې د فلم لنډ اعلان په ۲۴ ساعتونو کې تر یو میلون ډېرو کسانو لیدلی دی.

نوموړي د خان مینه والو ته مبارکي ورکړې او هیله يې ښودلې، چې فلم به د لیدونکو ډېر خوښ شي.

په “زیرو” فلم کې د شارخ خان سربېره انوشکا شرما او کترینه کیف هم مرکزي رولونه لري.

دا چې “زیرو” فلم په خپریدو سره به یو ځل بیا د خان ویده بخت راویښ شي کنه دا به د فلم تر خپریدو وروسته معلومه شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04

خبرنامه