هغه ۱۰ هندي فلمونه، چې ۲۰۱۸ کې يې مینه وال په تمه دي

ساخت وبلاگ

۲۰۱۷ کال د هندي سینما د ځينو وتلو فلمي ستورو لپاره د ناکامۍ او د ځينو نورو لپاره د بریا او کامیابۍ کال و. خو ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د ډېرو وتلو فلمي ستورو هیلې تړلي دي.
دا کال به هم د ګڼو نورو فلمونو تر څنګ د وتلو فلمي ستورو لکه شارخ خان، سلمان خان، امیر خان، اممتابچن، اکشی کمار او… فلمونه خپریږي؛ خو په دې کې ځينې داسې فلمونه هم شته چې مینه وال يې په بې صبرۍ د انتظار شیبې لنډوي.

1- کالاکاندي
دا فلم چې د روانې میاشتې پر ۱۲مه نندارې ته وړاندې کیږي، په هندي رسنیو کې يې په اړه خبرونه ډېر ښکته پورته کیږي.
په فلم کې مرکزي رول سیف علي خان لوبولی دی. د ۲۰۱۷ کال د نورو خانانو په شان د سیف علي خان لپاره هم ډېر فایدمن نه و.
دا چې کالاکاندي فلم به يې د مینه والو او شنونکو څومره پام راوګرځوي، دا به د فلم تر خپریدو وروسته ثابته شي.

2. پیډ مین
د بالیووډ د اکشن هیرو اکشمي ددې فلم انتظار د هغه مینه وال بیخي په بې صبرې سره کوي. اکشی کمار د هندي سینما هغه فلمي ستوری دی چې په دې اخیرو کې يې د ډېری فلمونو داستانونه په ټولنیزو موضوعاتو راڅرخي.
۲۰۱۷ م کال هم د اکشي لپاره د لاسته راوړنو ډک و او دوه خپاره شوي فلمونه يې د مینه والو له خوا منل او سخت خوښ شوي دي.
پیډمین فلم د روانې میاشتې په ۲۶ مه نندارې ته وړاندې کیږي.

3- پري
د ۲۰۱۷ کال په اخیرو کې يې فلمونه جوړ نه کړل او د هندوستان د وتلي کریکټر ویرات کهولي سره د واده کولو له امله نوره هم مشهوره شوه.
“پري” د انوشکا شرما په خپل پروډکشن کې جوړ شوی فلم دی چې د فروري میاشتې په ۹ مه به نندارې ته وړاندې شي.

4 – هچکي
“هچکې” د بالیووډ د وتلې فلمي ستورې راني مکرجي فلم دی چې د فرورۍ میاشتې پر ۲۳ مه نندارې ته وړاندې کیږي.
راني مکرجي اوږده موده له سینما لرې وه. ددې فلم اعلان چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د لیدونکو له خوا خوښ شوی دی او د فلم خپریدو ته انتظار باسي.

5 – 0.2
0.2 د اکشي کمار او اکشن هیرو رجني کانت سیانس فکشن فلم دی چې مینه وال يې ان د ۲۰۱۷ کال د پیل راهیسې انتظار کوي، ددوی دا انتظار به د روان کال د اپرېل میاشتې پر ۲۷ مه پای ته ورسیږي.

6 – ویري دې ویډنګ
د کرینه کپور خان، سونم کپور، سوارا بهاسکر او شیکها تلسانیا ګډ فلم دی چې مینه وال يې د لیدو تنده لري.
ددې فلم د شوټینګ چارې ځکه ځنډیډلې وې چې کرینه کپور د تیمور علي خان له زېږولو وروسته وزن ډېر کړی و او همدا لامل و چې د فلم د ثبتولو چارې یو څه اوږدې شوې.
کرینه نن سبا د فلم پر ثبتولو بوخته ده او دا فلم د روان کال د مۍ میاشتې پر ۱۸ مه نندارې ته وړاندې شي.

7 – ریس3
بالیووډ دبنګ خان له “ټیګر ژوندی دی” فلم وروسته په “رېس۳ “ کې راځي.
په فلم کې د سلمان خان سربېره، جیکولین، فرینډس، انیل کپور بوبي دیول او ثاقب سلیم هم لوبیږي. دا د روان کال د جون میاشتې پر ۱۵ مه نندارې ته وړاندې کیږي.

8 – پني خان
د ایشوریا رای او انیل کپور د “پني خان” فلم انتظار هم ددوی مینه وال ان له تېر کال راهیسې باسي. دا فلم هم د روان کال د جون میاشتې پر ۱۵ مه نندارې ته وړاندې کیږي.

9 – ټهګ اف هندوستان
په لومړي ځل د بالیووډ دوه نامتو فلمي ستوري امیتابچن او عامر خان سره په “ټهګ اف هندوستان” فلم کې راښکاره کیږي. دا فلم به د نومبر میاشتې پر ۷ مه نندارې ته وړاندې شي.

10 – زیرو
“زیرو” د هندي سینما د ګینګ خان (شارخ خان) نوی فلم دی چې د خان سربېره په کې انوشکا شرما او کترینه کیف هم لوبیدلي دي.
د زیرو ته هم د هغه مینه وال سخت په تمه دي. زیرو د ډيسمبر میاشتې پر ۲۱ مه نندارې ته وړاندې کیږي.

پر دې سربیره له هندي سینما څخه په ۲۰۱۸ م کال کې د خپریدونکو سلګونو نورو فلمونو تر منځ ( کرش ۴) او( افغان د کور په لټه) فلمونه هم خپریږي ، چې د سینما مینه وال یې په تمه دي..

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 251 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04

خبرنامه