پنځه شیان مو له خلکو پټ وساتئ

ساخت وبلاگ

د جیم روهن لیکنه
د همیانۍ ژباړه

موږ په حیرانوونکې؛ خو ځيرکه او دوه مخې نړۍ کې ژوند کوو. کله کله د دې اړتیا شته ده چې خپله خوله پټه وساتو او د ځینو کسانود خبرو او تبصرو پر وړاندې یوازې یوه مسکا وکړو. د خپلې بریا او نېکمرغۍ په اړه له پوره ځرکتیا او پامه کار واخلئ.

همدارنګه ځېرکتيا په نړۍ کې د ډېرو پټو رازونو د کشف لپاره مهم کار دی، خو ډېر داسې تور زړي کسان شته دي چې کولی شي ستاسې هیلې له پوهېدو وروسته له منځه یوسي. ډېر کسان بیا هڅه کوي چې د ځينو خبرو لپاره په تاسې پسې نور کسان واچوي، وروسته بیا دا هڅه کوي چې ستاسې د لارې خنډ شي. ځينې بیا داسې هم دي چې خپله ژبه نشي کنټرولی. دوی په خپله هره خبره تر نورو رسوي، خو که تاسې هم داسې کس یی چې خبرې ډېرې کوئ نو باید په دې پوه شئ چې څه شی نورو ته ووایی او څه شی په زړه کې وساتئ.

ډېر کله ځينې کسان د خپلو ستونزو په اړه خبرې کوي؛ خو دا ښه کار نه دی، په دې توګه به تاسې د خپلو ملګرو پر وړاندې منفي کس مطرح شئ، پام مو وي چې مثبت کسان هېڅکله خپل رازونه نورو ته نه وايي هېڅکله د خپلو ملګرو پر وړاندې له ستونزو او سختیو نالښت نه کوي.

هر کس په ژوند کې یو ظرفیت لري، که څوک غواړي چې ستاسې په ژوند کې مداخله وکړي کوښښ وکړئ چې په مسکا ځواب ورکړئ، خو په همدې وخت کې مو پام وي چې وروسته به څه کېږي. د ځينو مسایلو په مسخره کولو کولی شو موقعیتونه بدل او کنټرول کړو، سره له دې کولی شو له منفي کسانو سره خپل ادب وساتو.

دلته مو په لنډه توګه ۵ هغه څېزونه را اخیستي چې تاسې یې باید له نورو پټ وساتئ:

۱. رازونه
د راز لغوي معنا څه ده؟ راز د خبر، اطلاعاتو یا معلوماتو هغه برخه ده چې یوازې څوکسانو ته یې په اړه معلومات وي. هر سړی په نړۍ کې په خپل وار یو راز د ساتلو لپاره لري. تاسې ته به پته وي چې د راز ساتل په نړۍ کې تر ټولو سخت کار دی، خو هر سړی نشي کولی چې خپل راز وساتي یا د هغه پر نه ویلو کلک پاتې شي. تاسې باید خپل رازونه د ژوند تر ټولو ګران او نږدې ملګري ته ووایی، تاسې باید ډاډه وی چې د کورنۍ غړي مو په دې مسئله لوبې نه کوي، خو که ستاسې ځینې رازونه افشا شول یا مو بې باوره کسانو ته وویل پوه شئ چې د شپې خوب درباندې حرام دی، سکون له لاسه ورکوئ.

۲. شخصي ژوند
شخصي ژوند یوه با ارزښته او مقدسه مسئله ده، آن که خرافاتي کس هم نه وو خو بیا هم پر دې باور لرو چې د خلکو احساسات په شخصي ژوند کې څومره رول لري. د هېچا دا نه خوښېږي چې د اړیکو، مینې او عواطفو لپاره یې محکوم شي.
خو نن ورځ ډېری ځوانان په ناخبره توګه د یو بل په شخصي ژوند کې مداخله کوي، آن پر دې مسایلو ټوکې او مسخرې کوي چې دا کولی شي د څو کسانو ژوند ته زیان ورسوي، کله کله ځوانان پر ټولنیزو شبکو د خلکو د کورنیو او شخصي ژوند ویډيو ګانې او انځورونه شریکوي، کله کله ځينې د خپل ژوند خصوصي مسایل فیسبوک یا نورو ټولنیزو رسنیو ته پورته کوي چې دا د ځينو کسانو لپاره پر فرصت بدل شي چې غواړي د دوی په خصوصي ژوند کې مداخله وکړي. د بریالي کس په توګه خپل شخصي ژوند ته پام وکړئ.

۳. د ګټو په اړه
تاسې ته به ښه ښکاري چې نور مو د پيسو او ګټې په اړه پوښتنې وکړي؟ خبره معلومه ده ډېر کسان دا نه غواړي چې نور یې د مالي حالت په اړه پوه شي. دا سوال تر ډېره بې معنا هم دی او تر ډېره هغه کسان چې لوړ فکر لري دا پوښتنه نه کوي. کله کله هغه کسان دا پوښتنه کوي چې غواړي د نورو پيسې وشماري، خو که تاسې غواړئ چې ثابت درامد ولرئ نو د خپلې شتمنۍ په اړه لږ خبرې وکړئ. ډېر کسان نشي کولی پر خپل حسادت د نورو پر وړاندې غلبه وکړي. که په یوه ښه مالي سطحه کې یاست کوښښ وکړئ چې خپل رازونه او د مالي حالت په اړه معلومات پټ وساتئ چې د حسودو خلک خوله مو په دې توګه پټه کړي وي او له ځانه مو یو خطر کم کړی وي. خپل رفتار عادي کړئ، خبرې سمې کوئ، خپل مالي حالت او معلومات یې پت وساتئ.

یوې خبرې ته مو پام وي چې مالي برخه تر ټولو مهمه ده، ځکه مال او شتمني داسې څه دي چې تل ډېر کسان د همدې لپاره وژل شوي دي او ډېرو خپل ژوند د شتمنۍ په لاره کې بایللی دی. شتمني هغه څه ده چې ټول غواړي د هغه په اړه معلومات ولري هغه پټه ساتل او هغه د یوه راز په توګه منل د هر چا د ورس خبره نه ده.

۴. د خپل زړه په اړه
د بشر زړه ماتېدونکی او د زیانمنېدو وړ دی، کله کله یوه وړه کلیمه او بې فکره عمل د دې لامل ګرځي چې زړه مو و ځپل شي زړه که و ځپل شو هېڅ کار خوندور نه دی، کله چې له نورو سره خبرې کوئ د دوی زړونو ته هم پام وکړئ او د خپل زړه خیال هم وساتئ، د خپل زړه خبرې تر نور رسول پوره مهارت او فکر غواړي، ستاسې دښمنان په دې هڅه کې دي ستاسې د کمزورتیا ټکی پیدا کړي خو که دا خبره له زړه سره اړیکه ولري نو بیا ستاسې دښمنان بریالي دی خو دوی به ستاسې د زړه په خبر هله پوه شي چې تاسې یې ووایی که تاسې مو د زړه خبره را برسېره نه کړئ بل څوک دا وس او توان نه لري.

د کار سوداګرۍ په مسئله کې د زړه خوښي او آرامتیا هغه څه ده چې تاسې تر بریا رسولی شي، خو اړینه دا ده چې په هر ځای کې د خپل زړه خیال وساتئ، د زړه په اړه مو احتیاط وکړئ، د زړه اخلاص، رښتینولي او ډېر نور مسایل هغه څه دي چې ستاسې د آرامتیا سبب ګرځي.

۵. د خپلو اهدافو په اړه
هر سړی پخپل ژوند کې هیلې لري. ډېر کله خیالي کسان خپل فکرونه او خیالات هغه چا ته وايي چې دوی ښه وړتیا او پوهه نه لري، د دې لپاره چې له نورو سره مو موخې څنګه شریکې کړئ څه باید وکړئ؟ زما په نظر خو پرته له دې چې نورو ته یې په اړه ووایئ خپلې هیلې تعقیب کړئ. له علمي نظره هم هغه کسان چې ډېرې خبرې کوي او خپلې موخې هر سړي ته وايي تر هغو کسانو کم خپلو هيلو ته رسېږي چې پټه خوله دي، د پټه خوله کسانو د بری شونتیا تر نورو لوړه او باوري ده.

ستاسې هیلې او موخې باید شخصي وي نه عمومي، کله چې دمګړی هم کوم کار لرئ خو تر څنګ یې نورې هیلې لرئ دا د دې سبب کېږي چې تر بریا پورې مو رسېدل باوري وي. خو له بلې خوا دا هم ګران کار دی چې خپلې هېلې دې نوور ته و نه وایی، هڅه وکړئ کېدای شي بریالي شئ، بیا هم تاسې مثبتو کسانو ته د ځینو موخو په اړه خبرې کولئ شي دا کسان باید پوه ولري او تر یوې کچې ستاسې د موخو په اړه پوهه ولري خو لوړوې او ټولې موخې مو خلکو ته مه وایئ، په تېره بیا له منفي کسانو سره.

یوه بله خبره هم ستاسې په ګټه ده هغه دا چې که تاسې خپل تمرکز پر موخو وکړئ تر دې به ښه وي چې چا ته یې په ویلو وکړئ، له خلکو سره اړیکې ښې دي د اړیکو لرل ستاسې په ګټه دي، خو کله کله اړیکې ستاسې د لارې خنډ شي ځينو کسانو ته دا فرصت او وخت مه ورکوئ چې ستاسې د هیلو او موخو په اړه تبصره وکړي، یا یې مسخره کړي.

له بلې خوا کېدای شي ستاسې موخې تر دښمنانو ورسېږي، هغوی به هڅه وکړي چې ستاسې د لارې خنډ شي ستاسې له هیلو به هغه ستاسې په مقابل کې کار واخلي، د خپل پرمختګ لارې پټې وساتئ ژوند ښکلی کړئ او له باوري کسانو سره ناسته ولاړه پيل کړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 203 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04