یو ساده تمرین چې په سختو شرایطو کې مو پیاوړي کولی شي

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه : ډاکټر احمدجاوید داودزی

د دوه دقیقو لپاره ځان پیاوړی ښودل(ځان غزول، ځان پراخول یا آمرانه دریځ غوره کول) ستاسې په روحي پیاوړتیا کې ژور او اغیزمن بدلون راوستلی شي.

څیړونو ښودلې چې دا کار د بدن فزیالوژۍ کې د ځینیو بدلونونو لامل ګرځي د بیلګې په ډول که تاسې د پیاوړتیا احساس ځان کې راولئ نو ستاسې تستوسترون(یو ډول هورمون) کچه په بدن کې لوړیږي او کورتیزول(یو ډول هورمون) کچه ټیټیږي.

تاسې به لیدلي وي کوم لوبغاړی چې فزیکي سیالۍ وګټي نو ځان غزوي ځکه دوی د پیاوړتیا احساس کوي او مقابل لوری یې ځان راټولوي.

تاسې به هم کله چې کوم لوړ موقف لرونکې سره مخ شئ ځان راټولوئ او که د ځان څخه ضعیفه کس سر مخ شئ نو ځان ورته غزوي او ځان درته پیاوړی ښکاري.

همدارنګه هغه کسان چې په لوړ موقف کې وي لکه ریس یا آمر د هغوی تستوسترون کچه لوړه او کورتیزول یې ټیټ وي حتی داسې که یو چاته چې مخکې یې لوړ موقف نه درلود او ناڅاپه ورته لوړ موقف ورکړل شي، د څو محدودو ورځو په دننه دننه کې يې تستوسترون کچه لوړیږي او کورتیزول یې ټیټیږي.


افغان کرکټ ستوری راشد خان د هند په پریمیر لیګ کې د مقابل لوري له سوزولو وروسته په ورته توګه د خپلې بریا او پیاوړتیا څرګندونه کوي.

څیړونو ښودلې هغه څوک چې ړانده زیږدلي وي او دا حرکات(ځان غزول) یې لیدلي هم نه وي نو کله چې یوه فزیکي سیالۍ وګټي هم داسې حرکات کوي (ځان غزوي)

نه یوازې دماغ کې بدلون په بدني حرکاتو کې د بدلون د رامنځ ته کیدو سبب کیږي، بلکې برعکس یې کیږي، هم یانې بدني حرکات دماغ کې بدلون راوستلی شي.

کله چې تاسې پیاوړي اوسئ نو ځان پیاوړی ښکاره کوئ خو که پیاوړي نه اوسئ خو ځان پیاوړی ښکاره کړئ هم د پیاوړتیا احساس درکولای شي.

د مثال په توګه کله چې مونږ خوشاله یو، نو خاندو، مګر که خوشاله نه اوسو او څوک درڅخه وغواړي چې ځان خوشاله وښایه هم تاته د خوشالې احساس درکوي لکه د انځور اخیستولو پر مهال که درڅخه وغوښتل شي چې وخانده نو په دغه وخت کې سره د دې چې ته به خوشاله نه یې خو ځان خوشاله نیسي(ښکاره کوئ).

همدغه ځان خوشاله ښکاره کول تاته د خوشالې احساس درکوي نو دا مانا چې زمونږ حرکات زمونږ احساساتو کې بدلون راوستلی شي.

نو نتیجه داچې د دوقیقو لپاره ځان غزول(بدني حرکت) ستاسې دماغ کې بدلون لامل ګرځي او دا حرکت هر وخت کارولی شئ خو هغه وخت ډیر ګټور وي کله چې تاسې ارزول کیږئ لکه دندې د اخیستلو په مرکه ( کاري مرکه) کې او یا هم کله چې تاسې د فشار(سترس) لاندې اوسئ لکه کومې لويې غونډې ته وینا کوئ او یا کوم پرزنټیشن وړاندې کوئ او یا کوم لوړ موقف لرونکې سره ناسته لرئ.

لیدلي به مو وي چې ډیری خلک چې کله د دندې لپاره مرکې ته د انتظار په حالت کې وي، چپ کښیني او یا خپل تیلیفون یا نوټ ته ګوري او ځان یې راټول کړی وي چې د دې کار اغیزې منفي وي خو که برعکس ځان وغزوي او ځان پیاوړی ښکاره کړي، نو فشار (سترس) حالت څخه وځئ. حتی د مرکې پر مهال هم ځان پیاوړی ښکاره کول یانې په داسې وضیعت ناسته غوره کول چې تاسو پیاوړي ښکاره شئ ګټوره تمامیږي.

نو د کاري مرکې، پرزیتشن وړاندې کولو او یا غونډې ته د وینا مخکې د دوه دقیقو لپار په یو مناسبت ځای کې ځان غزولی ونیسئ(ځان پیاوړې ښکاره کړئ)آمرانه دریځ غوره کړئ او خپل تستوسترون لوړ او کورتیزول ټیټ کړئ او اغیز یې وګورئ!!!

ژباړه: جاوید داودزی (یو څه زیاتونې سره)

که په انلګیسي ژبه پوهیږئ، لاندې لینک ته لاړ شئ نور څه به هم ترې زده کړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04