کاري کمپيوټر کې دا پنځه څېزونه مه ساتئ!

ساخت وبلاگ

کله کله موږ په خپل کمپيوټر یا مبایل کې ځينې داسې څېزونه یا مواد ساتو چې باید ونه ساتل شي.

خو که چېرې دغه ډول څېزونه زموږ په شخصي مبایل او کمپیوټر کې خوندي وي، نو دومره د اندېښنې وړ مساله نه ده. خو که موږ له کومې رسمي ادارې سره اړیکه ولرو او په خپل کاري کمپیوټر کې داسې مواد او څېزونه ساتو چې زموږ د شخصي ژوند او زموږ د عاداتو سره اړیکه لري، نو دا کار ډیر کله ځورونکي ستونزې زېږولی شي.

بریالي مسلکي کسانو په دغو پنځو څېزونو ټينګار کړی چې باید په تېروتنه کې هم د دفتر په کمپیوټر کې ونه ساتل شي.

۱. شخصي انځورنه او ویډیوګانې

د نوې ټکنالوجۍ وده ددې لامل شوې ده چې خلک ورته لاس رسی پیدا کړي او په خپل ورځينې ژوند کې ځينې استفاده وکړي. د بېلګې په ډول يې سمارټ یا زیرک ټلیفونونه یادولی شو چې نن سبا ورته یو زیات شمېر خلک لاس رسی لري او استفاده ځيني کوي.

نو دا به بیخي ناممکنه وي چې څوک دې په کې شخصي ویډيوګاني او انځورونه ونه ساتي.

خو ځينې کسان دا ډول مواد په خپلو کاري کمپیوټرونو کې ساتي. بریالي مسلکي پوهان باور لري چې په کاري کمپیوټرونو کې د خپلو شخصي شیانو ساتل د انسان پر شخصیت منفي اغېزې کوي او شخصیت يې تر سوال لاندي راځي.

نو ښه ده چې هیڅ کله هم د دفتر په کمپیوټر کې خپل شخصي انځورونه ویډیوګانې ونه ساتل شي، ځکه چې ډیری ادارې د شیر (نښلونکی) سیستم لري او ددې امکان وي چې ستاسو دغه انځورونه نور خلک وګوري او یایي له ځان سره کاپي کړي چې په راتلونکې درته سرګرداني جوړوي.
۲. نا مناسب مواد

د ټکنالوجۍ او انټر نیټ ډېرې کارونې که نن سبا اسانتیاوې رامنځ کړي نو له بل اړخه يې د ځينې ناسمو چارو او څېزونو د خپرولو له پاره هم لارې اسانه کړي دي.

ډېرم پام مو وي چې ستاسو شخصیت تر هر څه ډېر ارزښت لري. په کاري کمپیوټر کې کله هم دا ډول څېزونه مه خوندي کوئ، ځکه د نورو له خوا لیدل او خپریدل يې ستاسو شخصیت سخت زیانمنوي.

په یاد ولرئ! چئ شخصیت جوړونه تر ټول سخت او ستونزمن کار دی. که مو په کاري اداره کې شخصیت تر پوښتنې لاندې راغی، ورسره پر تاسو د نورو باور کمیږي چې دا چاره مو د راتلونکې پرمختګ او مخکې تګ مخه نیسي.

۳. کمپیوټري ګېمونه

لوبي د ذهني پیاوړتیا له پاره ګټورې او ښې دي خو په یاد لرئ! که چېرته تاسو همدا لوبې (ګېمونه) په کاري وخت کې کوئ، نو ښکاره ده چې په اداره کې ستاسو مسلکیتوب او شخصیت ته زیان رسیږي.

که چېرته تاسو ګېم نه کوئ خو په کمپیوټر کې يې ساتئ! دا په دې مانا ده چې د کمپیوتر کارونکې په رسمي وخت کې لوبې کوي.

نو ښه لاره داده چې هیڅ کله په دفتري یا کاري کمپیوټر کې ګېمونه مه ساتئ دا چاره په اداره کې ستاسو د ښه شخصیت ښودنه کوي.

۴. شخصي یا مسلک پورې تړلي معلومات

هیڅ کله مه غواړئ چې خپل مسلک پورې تړلې یا نور شخصي معلومات په دفتر یا کاري کمپیوټر کې غوندي کړئ.ځکه د هر انسان ژوند د هغه راز دی نو که په راز نور خلک خبریږي ښه نه ده.

دا مو باید په یاد وي چې په کاري کمپیوټر کې مواد په پوره توګه د ادارې د نورو کارکونکو نه خوندي نه دي او دا هم سمه نه ده چې په یوه اداره کې دې ټول کسان ستا خواخوږي او دوستان وي.

نو که چېرې دې چارې ته پام وکړئ؛ په راتلونکې کې به له سرګردانیو خلاص او ارام یئ.

۵. ټوکې ټکالې

ځينې مسلکي کسان عادت لري چې په خپل کاري کمپیوټر کې ځينې مزاحیه ټوکې ټکالې، ویډيوګانې او انځورونه ساتي چې د ستړیا پر وخت يې ګوري او ذهن پر اراموي.

خو سپارښتنه داده ، دا ډول څېزونه هم باید په دفتري کمپیوټر کې ونه ساتل شي ځکه چې دا ستاسو پر شخصیت ناسمه اغېزه کوي.

ستاسو په فکر کله کله ځينې وړې مسالې، ستاسو په ژوند کې لویې ننګونې رامنځ کوي. نو ښه ده چې په کاري اداره کې خپل چال چلند سره پوره پام وکړئ!

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04