کامیاب خلک خپله ظاهري بڼه او سلیقه څه ډول ساتي؟

ساخت وبلاگ

څیړونکي وايي، هغوې چې د خپلې ظاهري څیرې، لباس او ځان خیال نه ساتي، ښکاره ده، چې د خپلې دندې، مسؤلیت او نورو خلکو پروا هم نه لري.

د خپلې ظاهري څیرې یا بڼې خیال ساتل، د ژوند په بیلابیلو برخو کې ستاسې له کامیابۍ سره مرسته کوي.

موږ دلته ۶ داسې سپارښتنې تاسې ته لرو، چې هم ستاسې سیلقه لا پسې راښکونکي شي او هم به د ژوند په ګڼو خواو کې بریالي روان وی.

۱ـ د خپلو ویښتانو او ږیرې خيال ساتئ.

که خوښیږي مو نو د خپل سر ویښتان بیخې وخروئ. خپله ږیره هم منظمه وساتئ. ګډوډ او جړپړ ویښتان او ږیره ستاسې په روانې وضعیت تاثیر کوي او ستاسې مخاطب هم ستاسې په لیدو سره تر تاثیر لاندې نه راځي؛ بلکې په منفي ډول له تاسې څخه اغیزمنیږي.

پاک او منظم ویښتان د سړي راښکون او جذابیت زیاتوي او نور خلک ترې هم تر ډیره ژر متاثره کیږي.

۲ـ خپل نوکان کوچني کړئ.

د نوکانو اخیستل او کوچني کول د انسان په قیافه کې مهم رول لري. د نوکانو واړه کول، ګڼې روعتیايي ګټې هم لري.

د خپلو لاسونو او پښو ګوتو ته وګورئ؛ که نوکان يې غټ شوي وي، نو کم يې کړئ.

۳ـ د غاښونو پاک ساتل.
د غاښونو پاکي ستاسې مسکا نوره هم قیمتي او ارزښتمنوي. خپل غاښونه سهار او ماښام ضرور بورس کړئ. مسواک وهل خو هم ثواب دی او هم خرما؛ نو مسواک وهل خپل عادت وګرځوئ. څومره چې ستاسو غاښونه پاک وي، تاسې به راحت وئ او په خلکو به مو اغیز ډیر وي. ددې سربیره پاک غاښونه، د خولې بدبوي هم راکموي، چې په ټولنیز ژوند کې يې مخنیوی ډیر اړین دی.

۴ـ بوټان پښو کړئ.
اکثره خلک څپلۍ او یا هم څپلکې پښو کوي، خو څیړنې ښيي، هغوې چې همیشه بوټان په پښو کوي، فارمل (رسمي) او جذاب ښکاري. ددې ډول خلکو د کامیابۍ چانس ډیر دی.

۵ـ هره ورځ ولامبئ.
هر سهار شاور (لامبل)، د ځینو خلکو لپاره ان یو عادت ګرځیدلی؛ خو دا ډیر ښه عادت دی. د ورځې یو ځل شاور حتما واخلئ. په دې سره ستاسې روانې حالت هم برابریږي او ستا راښکون هم ورسره زیاتیږي. آن که په وس مو پوره وه، په شب و روز کې دوه ځلې ولامبئ.

هڅه وکړئ، همیشه تازه اووسئ.

۶ـ خپل لباس ته پام وکړئ.

هڅه وکړئ، داسې څه واغوندئ، چې یو له بل سره په توافق کې وي. د مثال په ډول له بوټانو سره جرابې واغوندئ؛ خو له څپلیو سره بیا جرابې مه په پښو کوئ. خپلې دریشې ته هم خیال ساتئ. د کمربند تړل، د شړټ او بنیان اغوستل، ټول ستاسې په ظاهري څیره اغیز لري.

څومره چې تاسې منظم او باډسپلینه وئ، هومره به په ورځني ژوند کې بریالې وئ. ددې سربیره، منظم لباس ستاسې او د نورو خلکو ترمینځ متقابل احترام هم زیاتوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 237 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04