بریالیتوب غواړئ!؟ نو اته (8) شیان پریږدئ

ساخت وبلاگ

لیکواله: امي جانسن
ژباړه: شاهین

ډیر خلک فکر کوي، چې د بریالیتوب لپاره ته باید نوي مهارتونه او لوړ هنر زده کړې؛ خو له دې نه دي خبر، چې په ژوند کې د بریالیتوب لپاره باید ته له ځینو شیانو لاس هم واخلې. دا په حقیقت کې هغه څیزونه دي، چې ستا د بریالیتوب په وړاندې اصلي خنډ جوړوي.

په ژوند کې د بریالیتوب لپاره شپه او ورځ په دې سوچ مه وهئ، چې کوم او څنګه نوي مهارتونه زده کړئ؛ بلکې له خپلو ځینو عادتونو تیر شئ او خپل بریالیتوب تضمین کړئ.

موږ تاسې ته اته (۸) داسې شیان درپیژنو، چې په پریښودلو سره يې ستاسې د بریالیتوب تضمین کیږي:

۱ـ بهانه مه کوئ.

بهانه کول ځان ته دوکه ورکول دي. ځان ته دروغ ویل دي او خپله د خپل ځان تیریستل دي. دا د کامیابو خلکو کار نه دی. کامیاب خلک بهانه نه کوي. د نورو د ملامتولو کوښښ هم نه کوي. هغوې مسولیت مننونکي وي او د بیځایه بهانو او دلایلو په ځاې، خپلې نیمګړتیاوې درک کوي او د هغې د اصلاح لپاره وسایل لټوي.

۲ـ ځان جامع الکمالات مه غواړئ.

هیڅ انسان پوره نه دی. هر انسان ښیګڼې او بدګڼې لري. که تاسې غواړئ، چې په هره برخه کې استاد اوسئ او له هر پلوه پوره اوسئ؛ نو دا هسې هوا ګزول دي. دا کار امکان نه لري.

هیڅ انسان پوره نه دی، خو هر انسان له ښو هم ښه پریکړه کولای شي. خپلې وړې وړې غلطیانې په نښه کړئ او د سمون لپاره يې همدا اوس پکار شئ. بریالیتوب له همدې ځایه پیلیږي.

۳ـ ویره له زړه وباسئ.

اکثره خلک آن خپل ځان هم په تمامه مانا نه پیژني. هغه په دې مانا، چې دوې له خپلو شته وړتیاو هم ناخبره دي او تل د کمترۍ احساس کوي. په مجلسونو کې سره له دې چې د ویلو لپاره ښه نظر لري، خو د ویلو جرائت يې نه کوي. دوې د اشتباه کولو ویره لري.

دا ویره له زړه وباسئ. باجرائته اوسئ او خپلې وړتیاوې درک کړئ. خپلې غږ وباسئ. خپلې موخې وټاکئ او په شجاعت سره يې تعقیب کړئ. همدا د بریالیو خلکو کار دی.

۴ـ په هر شي د کنټرول درلودلو هڅه مه کوئ.

د ژوند هره برخه او هر حالت زموږ په کنټرول کې نه دی. تاسې د هر شي د کنټرول هڅه مه کوئ. دا تاسې ته بریالیتوب نه درکوي؛ بلکې تشویش، اندیښنه او خپګان درکوي.

ددې لپاره چې ژوند کې بریالي اوسئ، په هغه شیانو پسې ډير مه ګرځئ، چې ستاسې له کنټرول او وس څخه د باندې وي؛ بلکې په ځای يې په هغه برخو ډیر تمرکز او کار وکړئ، چې ستاسې په وس کې وي او ترسره کولای يې شئ.

۵ـ تنګ نظري مه کوئ.

بریالي خلک همیشه خلاص ذهنیت لري. دوې هرې نوې پوهې او نویو مالوماتو ته په ورین تندې هرکلی وايي.

تنګ نظري او هغوې چې – که ووایم ذهن يې بسته وي – د نویو شیانو او نویو معلوماتو د زده کولو هڅه نه کوي. دا خلک تل ناکام وي.

همیشه خپل فکر او ذهن پراخ او خلاص وساتئ او ومنئ، چې تاسې له نن نه سبا ته ډير هوښیاریږئ.

۶ـ په یوه ورځ کې د ننه بریالیتوب مه غواړئ.

بریالیتوب کوم چانس او بخت نه دی او نه هم د یو ساعت او یا یوې شپې زحمت دی. اکثره خلک باور لري، چې ګنې بریالي انسان هسې په چانس او بخت سره ډير ژر بریالي شوي دي.

نه، داسې نه ده. بریالیتوب سمه ده، چې بخت غواړي، خو موخو ته له ژمنتیا او د وخت څخه له سمې ګټې اخیستنې پرته هم امکان نه لري.

هڅه وکړئ، چې خپل راتلونکی له همدې نن ورځې څخه پلان کړئ.

۷ـ منفي ګرا خلک له خپل ژوند څخه لرې کړئ.

هغوې چې منفي ذهنیت لري او همیشه ناهیلې وي، په ژوند کې تل ناکام دي. که تاسې د داسې خلکو سره ناسته پاسته لرۍ، دا خلک مو له ژوند څخه لرې کړئ. ځای يې مثبتو او رغونکو خلکو ته ورکړئ.

هغوې، چې مثبت او رغوونکی فکر لري، تاسې تشویقوي او تاسې ته ډاډ درکوي، څو په سړه سینه خپلې موخې او هیلې تعقیب کړئ. دا ډول خلک مو ژوند ته خوښي رواوړي او پریشاني درڅخه اخلي.

۸ـ همیشه د (هو) ویلو عادت پریږدئ.

وايي، چې د مخ پوستکې مې نری دی. چاته (نه) نشم کولای. خو دا کار ښه نه دی. بریالي خلک نورو ته د (نه) ویلو په هنر پوهیږي. د هغوې چې کوم کار نه خوښیږي، نورو ته وايي، چې په دې برخه کې درسره مرسته (نه) شم کولای.

دوې په (نه) ویلو سره، خلکو ته ښيي، چې خپل وخت د نورو د ګټو او هوساينې لپاره نه قربانوي.

نورو ته په (نه) ویلو کې زړور اوسه. ستاسې موخې له بل هر چا مهمې دي. خپلې موخې تعقیب کړئ. ځان د نورو خلکو په کارونو کې ډير مه ښکیلوئ. دا د بریالیو خلک عادت دی.

دوستانو که دا لیکنه درته ګټوره ښکاري، نو له خپلو دوستانو سره  په شریکولو د ښو خبرو د خپراوي برخه شئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 187 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04