هغه مالي پرېکړې چې راتلونکې کې پښېماني لري

ساخت وبلاگ

کله چې انسان ګټه وټه شروع کړي او په مالي ډول خودمختاره شي، نو وروسته تر دې د خپل اقتصادي حالت مسولیت په خپله غاړه لري.

په اقتصادي ډول ځان بسیا کول د انسان په زحمت، خوارۍ او زیرکتیا پورې تړلې مساله ده.

ځينې خلک خواري کوي، ستونزې ګالي، شپه ورځ کار کوي، خو لګښت بې فکره او بې پلانه کوي، چې دا چاره ورته راتلونکې کې ستونزې زیږوي.

هغوی چې د نن غم ورسره وي او د سبا په اړه په اقتصادي او مالي ډول فکر نه کوي کله چې له دمه لویږي، زور يې ورته معلومیږي ځکه معلومیږي چې نه يې ځان او نه يې هم کورنۍ ته یوه پیسه ټوله کړې وي.

خو هغه ډله خلک چې ګټه یا امدن ډېر لري، خو لګښتونه په ډېر فکر کوي، دا خلک نه یوازې له مالي پلوه کمزوري او نه خپه کیږي، بلکې د راتلونکې له پاره سپما هم نه شي کولی.

هغوی چې په ورځيني ژوند کې د پام وړ ګټه او امدن لري، خو ستونزه يې دا وي چې خپلو ورځينو لګښتونو سره پام نه کوي، دا ډول خلک چې بې فکره لښګتونه کوي نه یوازې په اقتصادي ډول تل خوابدي وي، بلکې د راتلونکې له پاره شمتني یا سرمایه هم نه شي ساتلی.

دلته درته په ژوند کې ځينې داسې مالي پرېکړې راخلو چې په ښکاره خو ښې وي، ولې په راتلونکې کې پېښماني لري.

۱. راتلونکې ته د پیسو نه ساتل

په امریکا کې یو څېړنې ښکاره کړې چې اکثره وظیفه لرونکي کسان د خپلې دندې پر مهال له بانکونو په پور موټر او یا کورونه اخلي چې بیا ورته په قستونو پیسې ورکوي.

څېړنه وايي همدا لامل دی چې دا خلک د خپل راتلونکې له پاره هیڅ نغده شتمني نه لري او دوی هغه وخت بیا ارمان کوي کله چې له دندې تعاعد واخلي او پر کور کېني.

نو که تاسو غواړئ! چې وروسته دا ارمان ونه کړئ، سر له همدا نن نه یو څه سمپا یا پس انداز شروع کړئ چې په راتلونکې مو په درد وخوري.

۱. سیاحت نه کول

ځينې خلک فکر کوي چې چکر وهل، یا سیاحت کول هسې بې ځایه کار او لګښت دی، مګر دا انګېرنه ناسمه ده.

په یوه امریکايي سروې کې له هغو کسانو چې په ژوند کې ډېر شته لري، پوښتل شوي چې په ژوند کې يې کوم هغه کار و چې باید کړی يې وای او پر نه کولو يې پښېماني ورځي؟

دې خلکو ورته په ځواب کې نه ګرځيدل یا سیاحت نه کول ښودلي دي.

ډېرو کمو خلکو د کورونو نه اخیستل او ځينې نور شیان یاد کړي دي؛ باقي زیات شمېر يې ویلي چې کاش هغه وخت يې یو څه پیسې په ګرځيدو او سیاحت کولو هم مصرف کړې وې.

روغتیايي څېړنې وايي، د خپل خوښې ځایونو کې ګرځيدل او سیاحت کول د انسان جسمي او ذهني روغتیا ته ګڼې فایدې لري.

سفر کول او بېلا بېلو خلکو سره ناسته پاسته، اړیکې پراخوي چې له امله يې ځينې نوي چانسونه او د ګتې نوې لارې چارې پیدا کوي.
۳. په خپل ځان لګښت نه کول

پر خپل ځان د پیسو داسې لګښت چې له امله يې ستاسو په صلاحیتونو او وړتیاوو کې زیاتولی راځي، دا په خپله یو ډول شتمني یار سرمایه ګزاري ده. د بېلګې په ډول: د خپل مسلک سره برابر د نویو کورسونو اخیستل، د نویو ژبو زده کول او… دا ډول سرمایه ګزاري ستاسو وړتیاوې ډېروي چې د مخکې تګ پر وخت مو د ګتې لارې چارې لا پراخیږي.

۵. د شتمن کیدو انتظار کول

وايي، هغوی چې تل په یو دم د شتمن کیدو هیله او خوب ویني، ښه نه کوي. هغوی چې نن سبا شتمن دي لارښونه کوي چې سر له نن او له وړې ګټې یا امدن له پیل کیدو سره سم مو د شتمن کیدو خواته ګامونه واخلئ.

ددې خلکو په باور که تاسو ټول عمر په دې تمه یئ، چې کومه معجزه به وشي او په ناڅاپي ډول به تاسو شتمن شئ نو دا فکر مو ناسم دی.

دوی باور لري چې د شتمن کیدو پلو باید ګامونه اوچت کړئ او دا چاره باید د خپلې ورځينۍ لږې ګټې هم پیل کړئ. مثلن: که څلور روپۍ امدن لرئ نو یوه يې پس انداز یا وساتئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 263 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04