کابل ښار کې د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر ونيول شو

ساخت وبلاگ

کابل(پژواک،١٥مرغومى٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر نيول شوى او د تيرې شپې د ځانمرګي بريد د څرنګوالي په اړه څيړنې هم پيل شوي دي.

دغه څرګندنې د کابل د امنيې قوماندانۍ سرپرست سالم احساس نن د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

ده وويل چې تيره ورځ پوليس د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند بنايي سيمې ته ورغلي وو، ترڅو له هټيوالو څخه الکولي مشروبات را ټول کړي.

ده وويل چې په دې سيمه کې پوليسو له يو شمير هټيو څخه يوه اندازه الکولي مشروبات را ټول کړل چې پايله کې يې د پوليسو او هټيوالو ترمنځ جګړه پيل شوه.

دى وايي چې په دې جګړه کې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر حسين ونيول شو، خو ساتوونکى يې و وژل شو.

هغه زياته کړه: (( له جګړې وروسته د نشه يي توکيو له ډلو سره يو شمير تړلو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ، جنازه يې پر سړک کيښوده او لار يې بنده کړه.))

قوماندان وايي چې د تيرې شپې ځانمرګى بريد کوونکي هم د اعتراض کوونکو له منځه را تير شوى او بريد يې کړى دى.

ده وويل: (( نشه يي توکي او ترهګري نږدې اړيکي لري، زموږ ډلې کار پيل کړى د دې ځانمرګي بريد په اړه به خپل معلومات وروسته له تاسو سره شريک کړو.))

د احساس د معلوماتو له مخې د نشه يي توکيو د ټولونې په کمپاين کې تر اوسه ١،٧ کيلوګرامه هيرويين، ٥٣ کيلوګرامه شيشه، ٢،٨ کيلوګرامه ترياک، ٤٣ کيلوګرامه چرس، ١٦٣ بوتله الکولي مشروبات او يوه اندازه پېسې هم ترلاسه شوي دي.

دغه راز ده وويل چې پنځه ميله تمانچي، دوه ميله کلاشينکوف او دوه قبضې لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تيره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د کابل ښار د بنايي په سيمه کې ځانمرګى بريد وشو چې له ترڅ کې ١٣ پوليس و وژل شول او ١٦ پوليس او شپږ ملکي وګړي و وژل شول.

 

 

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04