خویندې د ذهني سلامتیا او سکون سبب کیږي

ساخت وبلاگ

که خویندې لرئ، بختور یئ. د خور درلودل د کورنۍ د غړو، په ځانګړي ډول د ورونو د دماغي سلامتیا او رواني سکون سره مرسته کوي.

د ډي مونټ فورټ او السټر پوهنتونونو څیړونکو په ۵۷۱ ځوانانو چې عمرونه يې د ۱۷ او ۲۵ کلونو ترمینځ وه، څیړنه کړې او موندلې يې ده، هغوې چې خویندې لري، په ذهني او رواني لحاظ روغ او په ورځني ژوند کې هیلمن وي.

د څیړنې پایلې ښيي، چې خویندې په کور کې د ورونو او کورنیو د غړو ترمینځ د ازادو خبرو اترو لاره هواروي. دوې په کاله (کور) کې همیشه د خاموشۍ فضا ماتوي او د ورونو د ډاډ سبب کیږي.

څیړونکي وايي، څومره چې ځوانان ډیر وغږیږي او د خپل زړه خبرې شریکې کړې، همدومره دوې خوښ او په ذهني لحاظ سلامت وي.

د پلټنې پایلې دا هم وايې، چې د خور درلودونکي ورونه په ورځني ژوند کې خوشاله او مهربانه وي.

څیړونکی ټوني کاسي ډي وايي، چې خویندې په کاله کې کې د اتفاق او یووالي سره مرسته کوي او هر اړخیزه خبرو اترو ته لاره هواروي.

ټوني وړاندې وايي، چې ورونه نیسبت خویندو ته کم غږیږي او ډیر کله د خپل زړه خبرې په زړه کې ساتي. د نوموړي په باور، دا د هلکانو طبعي ځانګړنه ده، چې د خپلو ستونزو او مسایلو په اړه په کور کې ډير نه غږیږي؛ خو خویندې بیا د چوپتیا فضا ژر ماتوي او نورو ته د غږیدلو زمینه برابروي.

یوې بلې څیړونکې ډلې بیا په همدې موضوع په یو پراخه څیړنه کې یادې شوې موندنې تائید کړي او زیاته کړې يې ده، چې خویندې لرونکي ورونه مهربانه وي.

ددې څيړنې پایلې په داسې وخت کې رابرسیره کیږي، چې د افغانستان په ګډون یو شمیر ټولنو کې کورنۍ د نارینه اولادونو لپاره تپ و تلاش کوي او ډیر کله د لور په زیږون يې ټنډه تروه وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 179 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 22:50