- په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي
- کرونا وېروس نن جنوبي کوريا تر بل هر وخت ډېره ځپلې
- ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي
- هشدار شورای امنیت به بازگشت دوباره داعش به سوریه و عراق
- کاپیسا؛ خودکشی یک دختر جوان با تفنگ شکاری
- بودجه مبارزه با کرونا؛ احتمال معرفی شدن برخی مقامات به دادستانی
- نبیل: ډاکټرعبدالله دې له ملا برادر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي
- "که حکومت اقدام ونه کړي، خلک به پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان دروازې ونړوي "
- روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي
- نگران محرومیت پشتون ها در دولت غنی هستیم
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی صابر الرحمن، چې په دغه لوبډله کې د یو مهم کلیدي لوبغاړي رول یې لوبولی دی، په کرکټ کې د اصولو ماتولو له کبله د ۲۰ لکه روپیو نغدي جریمې او د کرکټ سیالیو څخه د ۶ میاشتني بندیز سره مخ شو.
د بنکله دیش د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو په جریان کې دغه لوبغاړي د فیلډینګ یا ډګر ساتنې پر مهال د کرکټ لوبې یو مینه وال ته د سپکو سپورو ویلو تر څنګ په دغه مینه وال د ګوزارونو او ډبولو هڅه کړې ده.
د کرکټ د اصولو له مخې یو لوبغاړی هغه وخت په یوه لوبډله کې ځای پیدا کولی شي، چې د کرکټ ډیسپلین یا اصولو ته ژمن، فزیکي جوړښت او ښه کار کردګي یې کړې وي، خو که له دغه دریوو څخه یې په یوه برخه کې هم ستونزه پیدا کیږي، نو د لوبغاړي د ډراپ کیدو خطر موجود وی.
د بنګله دیش د ډیلي د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس صابر الرحمن د سیالۍ پر مهال د اصولو په ماتولو او د بد اخلاقۍ په چلند د بنګله دیش د کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیټې لخوا اوس د ۲۰ لکه روپیو د نغدي جریمې ترڅنګ د ډومیسټیک یا کورني کرکټ څخه د بندیز سره مخ شوی دی، چې د بند تر ټاکلې موده کې به د کورني کرکټ په هیڅ یوه سیالۍ کې نشي لوبیدلی.
د بندیز سره مخ شوی لوبغاړی صابر که څه هم د کرکټ په ډګر کې یو پیاوړی لوبغاړی دی، خو وخت ناوخت د بیلابیلو لوبډلو د لوبغاړو سره په لفظي شخړې لیدل شوی دی، چې ښې بیلګې یې په ۲۰۱۶ م کال کې د انګلستانیو لوبغاړو او په همدغه ۲۰۱۶ م کال کې د بي پي ایل یا بنګله دیش کرکټ غوره لیګ سیالیو کې د افغان ویکټ کیپر بیټسمین شهزاد محمدي سره په لفظي شخړه کې ولیدل شو، او د هغې ترڅنګ یې په دغه لیګ کې د اصولو د ماتولو سره د ۱۴۰۰۰ زره امریکايي ډالرو جریمې سره مخ کړی و.