رنبیر کپور: خونه کې مې یواځې د سنجي دت تصویر راځړولی

ساخت وبلاگ

د هندي سینما وتلی ستوری رنبیر کپور د سنجي دت په ژوند فلم جوړوي. فلم کې رنبیر کپور د سنجي دت رول لوبوي، چې پکې ورسره د ویرات کولي میرمن انوشکا شرما او د انیل کپور لور سونم کپور هم لوبیږي.

خو د فلم مخکښ ښځینه رول تازه د بالیووډ ستورې دیا میرزا ته ورکړل شوې. دیا میرزا رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د فلم کیسه يې له زړه خوښه ده او په یو داسې کې فلم له یوې داسې ډلې سره لوبیدل ورته له خوښۍ خالي نه دي.

نوموړې زیاته کړه: ((یو اداکار له دې زیات، چې د یو انسان د ژوند په ریښتینې کیسه کې ورته د رول لوبولو موقع ورکړل شي او ټول هغه څه چې نوموړي تجربه کړي، دی يې هم تجربه کړي، نور څه غواړي؟))

دیا میرزا په یاد فلم کې د سنجي دت د میرمن منیتا رول لوبوي.

د فلم په اړه د فلم مخکښ اداکار رنبیر کپور ویلي، چې سنجي دت د فلم د شوټینګ د چارو سره نیغې اړیکې لري او دوې سره د یو همکار په توګه کار کوي.

یاد فلم کې رنبیر کپور د سنجي دت رول لوبوي. نوموړي وړاندې وویل:

((دا چې زه، د سنجي دت رول لوبوم، د ښاغلي سنجو لارښوونې راته خورا مهمې دي. کله چې زه د فلم کومه صحنه جوړه کړم، او سنجي دت يې وګوري، ډیر خوشاله شي او په ما افرین وايي.))

رنبیر کپور وايي، چې دې د سنجي دت د رول لوبولو لپاره اصلا زیږیدلی دی. کپور زیاتوي، چې د سنجي دت سره مینه لري او د بالیووډ یواځینی ستوری دی، چې ده يې تصویر د خپلې خونۍ په المارۍ کې ځړولی دی.

د رنبیر په باور، چې ځان د یو چا همشکله جوړل کومه سخته خبره نه ده؛ مهمه داده، چې څنګه د یو چا د درون او روان په څير شې. نوموړی زیاتوي، تمه ده، چې ما (رنبیر) دا چاره ښه ترسره کړې وي.

کپور وړاندې وايي، چې د فلم د جوړولو لپاره خوله تویوي او خوند ترې اخلي. دی تمه ښيي، چې کتونکي به دده د کار له زاويې، د سنجي دت د ژوند او درون سره لا ښه اشنا شي.

ټاکل شوې، چې یاد فلم د روان زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې خپور شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 22:50