که دا 9 ځانګړنې لرئ، ناوړه خاوندان یا میړونه یۍ!

ساخت وبلاگ

لیکنه: آرون او اپریل جاکوب، دواړه ښځه او خاوند دي.

ژباړه: غازي عابد

دا لس هغه بد کارونه او ټکي دي چې ځیني ناپوه او خراب خاوندان یې د خپلو میرمنو په مقابل کې ترسره کوي. کیدای شي یو څوک ذاتً بد ونه اوسي، خو ځیني دا کارونه ترې کیږي، چې په واقعیت کې زیان اړونکي دي:

۱- منتقد.
هڅه وکړئ چې خپلې میرمنې ته په منتقد او خطرناک انداز ونه ګورئ او یا ورسره د ناوړه چلند او طبعیت نه کار وانه خلئ. پر ځای مو میرمنې ته په ښه او سالم انداز وګورئ او چلند ورسره وکړئ.
د خپلې میرمنې ټول هغه کارونه چې سم یې ترسره کړي، ویې ستایئ او په مینه او سلامتۍ سره ورسره چلند وکړئ، که چیرته سبا یا بل وخت هغه داسې یو کار کوي چې ستا نه وي خوښ او ورته ووايې، په ډیره مینه به ستا خبره ومني او هغه ستا په نظر نامناسب کار به ترسره نه کړي.

۲- بې حده کنټرولول.
باوري اوسه چې تاسې به تل سم او په ښه نه یۍ روان.
دومره کنټرول یې هم مه کوه چې د کور په کوچني کار کې یې هم لاسوهنه کوې، بلکې ددې پر ځای ورسره هڅه وکړه چې یوځای کار وکړې او مرسته ورسره وکړې. همداراز دومره یې هم مه کنټرولوه چې هغه له نورو ښځو سره خبرو اترو یا یې چکر او تللو ته نه پریږدې. ځکه میرمنه هم زړه لري، که ځیني فیصلې کوي باید اجازه ورکړل شي. له دې هدف دا دی چې میرمن مو داسې احساس وکړئ چې چارې په خپلواکه او بې غمه زړه سمبالوي او ستاسې فشار او لاسوهنې نه په کې ویره نه لري.

۳- د اعتراض په ډول ډالۍ ورکول.
ښاغلو خاوندانو! ستاسې میرمنې ستاسې د اعتراضونو لپاره نه دي، هغوی ستاسې میرمنې دي، ښې ملګري دي او ستاسې ملکې دي. هغوی تاسې ته ډیر زیات احترام لري، ځکه هغوی چې له تاسې سره کوروالی کوي او باور درباندې کوي، دا د نهایت صمیت او ګرانښت له امله کوي. نو تاسې یې هم پرې بې ځایه چغې او اعتراضونه مه کوئ. تل ورته د اعتراض او چغو ډالۍ مه ورکوئ.

۴- میرمنې ته وخت نه ورکول.
دا چې تاسې میرمنې لرئ، بختور انسانان یاست، دا چې د بختور کیدو لامل مو میرمنې وي، بیا یې نو هیڅکله مه هیروئ. تنبلي مه کوئ چې د ورځې ورسره کیښنئئ، پوښتنه یې وکړئ او ورسره وغږیږئ. کله چې ورته زنګ وهئ یا ورسره مخ کیږئ، سلام پرې واچوئ او مینه ورته څرګنده کړئ. هغې ته داسې احساس ورکړئ چې ستاسې میرمن ستاسې لپاره لومړیتوب لري او په زړه کې مو ځای ورکړی دی. کله کله ورسره چکر ته ووځئ او یو ځای ورسره ننداره وکړئ. د خپلو فکرونو، ستونزو او نورو ښو تجربو په اړه مو ورسره وغږیږئ او شریک یې کړئ. که مو داسې وکړل نو یو عجیب او هڅوونکی ژوند به تجربه کړئ.

۵- بده ژبه کارول.
خاوندانو! تاسې اوس هم څه کوچني ماشومان نه یاست چې له خلکو سره به نامودبانه خبرې یا ښکنځلې کوئ. میرمنې ته مو بدې ردې مه وایئ، په دې سره یې زړه خفه کیږي. هر ډول، رټلې، بدې او ناوړې خبرې مو نور د ذهن له ډیکشنرۍ نه وباسئ. پر ځای یې ښه لغاتونه ورته کاروئ، ښه صفتونه ورته وکاروئ، نه بدې خبرې او ناوړه ژبه. ناوړه ژبه مو تر منځ هر ډول دوستي له منځه وړي.

۶- د بربنډو انځورونو او ویډیوګانو لیدل.
دا مو واده او راتلونکی ژوند زیانمنوي. تل له بربنډو ویډیوګانو او تصویرونو ځان وساتئ. ددې پر ځای په بل کوم ښه او مثبت کار نظر ورتاو کړئ. که چیرته په دې عادت شوي یاست، له کوم مسلکي کس ځینې په کې مشوره وغواړئ چې څرنګه له دې مرض ځان خلاص کړئ. ځکه دا تباه کوونکی مرض دی.

۷- بې حده لوړ توقعات درلودل.
له خپلې میرمنې غیرې واقعي لوړ توقعات درلود هم بد کار دی. لکه له خپلې میرنې دا توقع لرل چې ستا باډي باید دومره وای، تا باید دا مهارتونه درلودی او یا باید داسې مور وای…. په دې سره به هغه په خپل ځان بې باوره شي او له تاسره د خوښ ژوند هیله به له لاسه ورکړي. هڅه وکړئ چې مهربانه، حوصله ناک، بخښونکي او رغوونکي اوسئ. که تاسې د خپلې میرمنې په مثبتو خواوو او صفاتو ډیر تمرکز وکړئ، نو څرنګه یې چې غواړئ به هماغه ډول سره میرمن به ترې جوړه شي.

۸- د کور په کارونو مرسته نه کول.
ځیني خاوندان وي له میرمنې سره هیڅ ډول همکاري نه کوي او دا ورته یو ډول شرم ښکاري، دا یو بد ذهنیت دی. باید یو خاوند له خپلې میرمنې سره د ماشومانو په غلي کولو، کورپاکولو او نورو شیانو کې اړینه مرسته وکړي، ځکه یوه میرمن چیرته او هر وخت ټول کارونه کولی شي، ځکه هغه هم انسانه ده. ته او ستا میرمنه یو ټیم یاست او دا کارونه باید د یوې لوبډلې په توګه په شریکه اجراکړئ، ځکه که داسې ونه کړئ، د ژوند له بدو تجربو سره به مخ یاست.

۹- دروغ او دوکې ورکول.
که ته فکر کوې چې په دروغو او دوکو سره به دې ژوند ښه دوام وکړي او ستا میرمن به پرې ونه پوهیږي، خو داسې نه ده، دا سوچ له ذهنه وباسه. هڅه وکړه چې تل صادقه او وفاداره اوسې. هغه ژمنې چې له خپلې میرمنې سره دې کړي یا یې کوې، باید پوره یې کړې، ځکه هغه یې حتماً یاد لري، ممکن تاته به یې نه وايي.
نو که په دې پورته ټکو کې تاسې کوم بد عادت یا ځانګړنه لرئ، له ځانه یې لرې کړئ، ځکه دا هم ستا او هم ستا د میرمنې او کورنیو ژوند تریخولی شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 22:50