۷ هغه شیان چې ستاسې کور کې شته او پرې ځان ښکلی کولی شئ

ساخت وبلاگ

لیکنه: لینډسي میلر
ژباړه: غازي عابد

دلته مو د ځینو هغو شیانو نومونه راخیستي چې په خپلو کورونو کې مو د لاسرسي وړ دي او ستاسې په ښایست رول او وجود ته ګټه رسولی شي:

۱- د مڼو د اوبو سرکه.
ددې لپاره چې وزن دې کم شي، هره ورځ دوه کاشوغې د مڼو د اوبو سرکه وڅښئ. همدارانګه دا اوبه په هغو ګرمکو او دانو هم کیږدئ چې ستا په وجود دي، تر څو یې سوروالی او پړسوب راکم او ورک شي.

۲- د خوړو سوډا.
د خوړو سوډا د پخولو، پاکولو او نورو شیانو د ښایسته کولو لپاره ډیره ګټوره ده. د غاښونو سپينولو کې هم مرسته کوي. تر څنګ یې (کالوس) يو ډول طبي ماده چې د هغه په زريعه مات هډوکي سره نښلیږي دې کې هم ترې استفاده کولی شئ. په کلیوالي سیمو کې هغه خلک چې د نورو ځایه شوي یا مات شوي هډوکي ګوري (شکسته بند) هم له دې سوډا استفاده کوي. دا حیرانوونکې کار کوي.

۳- د کوپرې تیل.
د کوپرې تیل هم عجیبې ګټې لري. د ویښتانو په پوښلو، ځلیدلو، نرمولو، وده او د پوستکي په نرمښت کې خورا ګټور او مفید تمامیږي. که چیرته د کوپرې تیل په خپلو ویښتانو ووهئ، نو ویښتان به مو ځلا وکړي او ډیر ښکلي به ښکاره شي.

۴- شات (شهد).
که غواړې چې په مخ او پزې ځوانې دانې دې لرې او ختمې شي، شات ورته ښه لار ده. که د مخ او پزې په داغونو یا خاپونو شات واچوئ، نو سوروالی به یې کم، پوستکی به نرم او شته بکتریاوې به ووژني.

۵- چای.
تور چای خو هسې هم د ډیرو خوښ وي او د ډیرو علاجونو لپاره هم کارول کیږي، لکه د ذکام، سینې او نور، خو بله نوې ګټه یې دا ده که چیرته خپلې پښې په تور چای ومینځئ یا په کې کیږدئ، نو د پښو بوی مو هم ورک کولی شي.

۶- یخ.
یخ یا کنګل پر مخ او پزه د راختونکو دانو د پړسوب او سوروالي کمښت لپاره ګټور دی. که چیرته داسې دانکۍ مو پر مخ وي چې نه ورک کیږي، نو یخ په یوه ټوټه ونیسئ او هغه ځای باندې یې وموږئ چې دانکۍ ورباندې دي، پړسوب به هم کم کړي او مخ به دې هم ښایسته او ښکلی شي.

۷- لیمو.
که چیرته مو پوستکی تت او مړاوی وي، د ځلولو او ښکلي ښکاریدو لپاره یې له لیمو استفاده وکړئ. کیدای شي یو څو سیکنډه به ستاسې مخ له لیمو موښولو وروسته وسوځیږي، خو وروسته له څو ځلو موښلو به مو څیره پاکه، ښایسته او تازه وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 177 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28