د بریالي او غوره پلار څو ځانګړنې

ساخت وبلاگ

لیکنه: ګیري او جوای لنډبرګ، دواړه ښځه او خاوند دي.
ژباړه: غازي عابد

ګیري او جوای لنډبرګ، چې دواړه ښځه او خاوند دي، دلته یې هغه خبرې او تجربې شریکې کړي چې د مور او پلار په توګه یې مهم بولي.
دلته که څه هم خاوند او میرمنې دواړو شریکې خبرې کړي، خو ګیري چې خپله هم یو پلار دی تر ډیره یې په خاص ډول ځینې هغه خبرې شریکي کړي چې ده په یوه علمي ځای کې د تدریس په جریان کې له نورو یاد کړي او ترلاسه کړي دي:

– سمبالوونکی.
پلار باید یو ثابت، د کلک عزم خاوند سمبالونکی اوسي او د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار او زیار وباسي. که پلار ثابت قدمه ونه اوسي، اولادونه به هم تل بې باوره او ناچمتو اوسي.

– ساتونکی.
یو پلار باید دومره قوي او ژغورونکی وي چې له هر ډول؛ یعنې فزیکي، احساساتي او معنوي خطرونو خپله کورنۍ وساتلی شي.

– استاد یا ښوونکی.
پلار باید یو استاد او لارښوونکی اوسي او تل د خپلې کورنۍ او اولادونو سره هغه تجربې، لارې چارې او مشورې شریکې کړي چې په وسیله یې اولادونه وده او پرمختګ وکړي. ځکه که پلار لارښوونه ونه کړي یا د ښوونکي رول خپل نه کړي، ښايي، اولادونه بې حرکته پاتې شي.

– ملګری.
پلار باید د ملګري په صفت له خپلو اولادونو سره مهربانه، همدرده، د کورنۍ د غړو لپاره چارچاپیره دیوال او یو ملګری اوسي. داسې باید وي چې اولادونه پرې ډاډه او د خوښۍ احساس وکړي.

– بېلګه او تګلاره.
پلار باید د خپلې کورنۍ لپاره د ژوند لاره او مثال اوسي، چې کورنۍ یې وګوري او پرې تګ وکړي. یعنې باید د کورنۍ غړو ته تګلاره وي. پلار چې کوم کار کوي، اولاد یې هم کوي، که پلار په ښه روان وي، اولاد هم ورپسې ځي.

– منلی مشر.
پلار باید د اعمالو، شخصیت او اخلاقو له لحاظه د کورنۍ لپاره ځان منلی مشر جوړ کړي. هڅه باید وکړي چې هغه څه وکړي چې کورنۍ او غړي پرې خوښ او ګټور شي. که پلار ځان په نورو مني، نو هغه څه باید وکړي لکه یو رهبر او مدیر.

– تنظموونکی.
پلار باید خپلو اولادونو ته سرې کرښې او ارزښتونه وروپيژني. هغه ارزښتونه چې په ټولنه کې مهم وي او احترام ورته لازم وي، ځکه که پلار اولاد او کورنۍ ته ارزښتونه او سرې کرښې په ګوته کړي، بیا یې تل عملي کولی شي.

– مذهبي او معنوي رهبر.
پلار باید خپلو اولادونو ته د خدای ج د یووالي درس ورکړي او په دې یې پوه کړي چې دوی خدای ته د خپلو کارونو په اړه حساب ورکوونکي دي.

– میرمنه/خاوند، ګډ ژوند.
پلار باید خپل اولادونه داسې ورزوي چې میرمنې او خاوندانو سره مینه وکړي او داسې وبولي چې د ژوند ملګري دي او باید تل زغم لرونکی ژوند ولري. هغو باید خپل منځ کې سره ډیر همکار اوسي او مرستندویه ژوند وکړي.

څارونکی.
یو پلار باید څارونکی رول خپل کړي. اولاد وڅاري چې چیرته او څه کوي. هیڅکله هم خپل اولاد غلطو کارونو او بې ځایه مصروفیتونو ته پرینږدي.

– ملاتړی.
پلار باید تل اولادونو ته ملاتړی او هڅوونکی اوسي. که اولاد په دې پوه شي چې پلار یې هڅوي او ملاتړ یې ورسره دی، بیا ژوند او کار په لا شوق او ډاډ سره ترسره کوي.

په دې هیله چې اولادونو ته ښه پلار اوسئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28