له ژور خفګان او تشویش سره د مقابلې څو اسانه لارې

ساخت وبلاگ

لیکنه: جیک ډبلیویو
ژباړه: غازي عابد

۱- مناسب خوب.
موږ باید لږ تر لږه هره شپه ۸ ساعته خوب وکړو. که چیرته موږ خوب کم وکړو، هیڅکله به ونه شو کولی چې خپل کارونه په سم ډول اجرا کړو. ځکه نو اړینه ده چې باید ۸ ساعته خوب پوره کړو. ځیني خلک چې بې خوبي وکړي، بیا ترې د ژوند تقسیم اوقات هیر وي او په دې نه پوهیږي چې کارونه څرنګه او څه وخت وکړي.

۲- مناسب خوراک.
د مناسبې غذا خوړل هم ډیر رول لري چې له ژور خفګان لرې اوسې. ځکه کله چې مناسب خوراک وکړو او له دې اړخه هم اړتیا پوره شي، تشویش راسره کمیږي. ډیر خلک هغه څه خوري چې وجود ته یې تاوان رسوي او ترې ځوریږي. لکه که د معدې تکلیف لرې ولې هغه څه چې معدې ته تاون لري وخوړل شي…

۳- منظم او باقاعده ورزش یا سپورټ.
کیدای شي دا ورزش هر سهار منډه، تر یوه ځایه تګ او نورو ډولونو سره وي. که موږ هیڅ ورزش ونه کړو او یوازې په یو ځای کیښنو یا کار ځای ته موټر کې لاړ شو او راشو، مخامخا بدې اغیزې لرلی شي.

۴- د کار سطحه مو راښکته کړئ.
د هغه څه له امله چې ستاسې لپاره خفه کوونکي وي یا سخت وي، لږ یې اندازه راکمه کړئ. که د ورځې ډیر کار کوئ او دا کار درباندې بوج وي، کوښښ وکړئ چې لږ کم کار وکړئ.

۵- له ښو خلکو سره ناسته پاسته.
له هغو خلکو سره کیښنئ او تګ راتګ وکړئ چې مثبت او ښه خلک وي. ځکه دا ډول خلک پر تاسې اغیز لري او ددوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.

۶- د عقلي او عصبي ناروغۍ له یوه غوره متخصص، پوه او ډاکټر سره کیښنئ، د خفګان په اړه مو ورته ووایئ او ترې لازمې لارښوونې واخلئ.

۷- هغه چې بد لوري در کوي، ترې لرې اوسئ.
هغه کړه وړه او لارې چارې په غلطو مو پام ور اړوي او ذهني ګډوډي درته پیدا کوي، له لیدو یې ځان لرې وساتئ. دې کې بربنډ فلمونه، پارونکي منفي خبرې، بدو خلکو سره ناسته او نور شیان راځي…

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 169 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28

خبرنامه