څنګه کیدای شي چې اوږد مهاله مالي پلان ولرو؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: جولیا کارپینټر
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

زه څنګه کولای شم چې داسې یو مالي پلان جوړ کړم، چې ټول عمر مې بس وي او څومره پیسو ته اړتیا لیدل کیږي، چې وکولی شي زما ټولې اړتیاوې پوره کړي؟ لکه، په وړو او سترو سوداګریو پانګونه، واده کول، کور پیرل، له تقاعد وروسته ځان ته کار روزګار برابرول او د ماشومانو راتلونکي (ښوونځي، پوهنتون او نورو ټولنیزو مسایلو) ته سپما.
ژوند د ګرانبیه ټکټونو له پیریدلو څخه ډک دی لکه، د کور لګښت، د ماشومانو د ښوونځي او پوهنتون فیس، ودونه، چکر وهل، کور او موټر رانیول، تقاعد او همداسې نور.
ته نه شې کولی چې دا هرڅه ټول په منظمه توګه پلان کړې، خو دومره کولی شې، چې د سپما منظمې موخې وټاکې. همدا هرڅه د میاشتنۍ د بودیجې (تنخواه) لیست ته ور اضافه کړه او هر کال د راروان کال د موخو او لګښتونو لپاره مالي پلان ولره.
خپل د تقاعد د وخت سپما موخې ته باید لومړیتوب ورکړې او باید له خپل تنخواه څخه سر له همدې میاشتې لس سلنه (۱۰٪) پیسې وسپموې. خپل ځینې لنډ مهالي لګښتونه (چکر وهل او د ځينو شیانو پیرودل) له پامه وغورځوې او باید خپل راتلونکي ته نظر وکړې.
ښايي چې نن ورځ له لنډ مهالو لګښتونو څخه خوند واخلې، خو وخت تیریدونکی دی او باید چې خپل راتلونکي ته زیات فکر وکړې. هرڅه تیریږي لکه، چکر وهل، په دوستانو او خپلوانو پیسې لګول او د موقتي شیانو او بې ځایه شیانو پیرودل، خو هغه څه او هغه وخت چې ډیر اړین دی، هغه ستا له دندې څخه له تقاعد وروسته دی، چې ډیری خلک په دغه وخت کې وازه خوله پاتې کیږي او په لاس کې یې هیڅ هم نه وي.

لکه څنګه چې شواب پومیرانټز (Schwab Pomerantz) وايي: «له دندې څخه تقاعد کول تل ګرانبیه تمامیږي، خو دا ستا په لاس کې ده، چې ته څنګه خپل ځان ورته چمتو کوې. ډیری وخت خلک د ژوند د اوږد مهالو لګښتونو پرځای لنډ مهالو لګښتونو ته لومړیتوب ورکوي. همدا ده چې د ژوند په پای کې ډیری خلک تش لاس پاتې کیږي او هیڅ سپما نه لري. که انسان له پوهنتون څخه فارغ شي، نو پوهنتون به دیپلوم ورکړي، خو له دندې څخه تقاعد کول انسان ته کوم دیپلوم نه ورکوي.»
د نوموړې په وینا، له تقاعد کولو وروسته د انسان حالت ډیر زیات بدلیږي. که چیرې د یوه چا اولادونه هم په دندو وي او ښې لوړې تنخواوې هم واخلي، خو بیاهم دی پیسو ته اړتیا لري، چې ډیری وخت له خپلو اولادونو څخه د پیسو غوښتل ورته شرم ښکاري. نو په همدې اساس، باید چې سر له همدې میاشتې له خپل میاشتنۍ تنخواه څخه لس سلنه (۱۰٪) پیسې وسپموې.
هغه زیاتوي، د دې لپاره چې ستا بل لومړیتوب څه وي، نو باید خپل بودیجه او مالي پلان هر کال و ارزوې. په خپل مهال ویش کې پر بې ځایه چکرونو او لګښتونو سره کرښه را کش کړه او خپل ځان داسې عیار کړه، چې د سپما او لګښت پیسې سره جدا کړی شې.
د پیسو سپما له انسان سره هر وخت او په هر ډول شرایطو کې مرسته کوي، خو انسان نه پوهیږې، چې دا پیسې به یې کله او کوم شي ته په کار شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 184 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28