موخه ترلاسه کولی شئ؛ خو له دوه ډوله خلکو سره یې مه شریکوئ

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډیګو کزینو
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ځینې وايي، هر وخت که موږ یوه موخه ټاکو، نو د بریا لپاره یې باید له نورو سره هم شریکه کړو. ځکه؛ له نورو خلکو سره د موخې شریکول زموږ ژمتیا په ډاګه کوي او په دې کار سره موږ هغوی ته دا ډاډ ورکوو، چې په خپل ځان فشار راوړو، څو خپلو موخې رسیدو ته لا پیاوړی شو. خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا له هر چا سره د موخو شریکول ښه کار دی؟
موخه شریکول ښه دی کار دی، خو دا لاندې هغه دوه ډلې دي، چې خپل موخې باید ورسره شریکې نه شي:

۱- هغوی چې خپلې موخې نه تعقیبوي.
هر انسان په دې اړه، چې څه شوني دي او څه ناشوني، ځانګړی باور لري. خو ځینې وخت دغه باور د هغو کسانو له لوري کمزوری کیږي، چې خپلې موخې ورته سترې ښکاري او بل ته هم منفي فکر ورکوي.
په دې نړۍ کې ډير داسې کسان شته، چې ستا موخې به ورته سترې ښکاري او درته وايي به چې، هیلې دې سترې دي او خپلې بړستنې سره دې پښې غځوه او یا به هم داسې موخې در په ګوته کوي، چې ترلاسه کول یې یوازې دوی ته معقول واوسي، نه تاته. دا ډول کسان تړلی ذهن لري او له هر ګام اخیستو څخه ویریږي.
هغه کس چې د خپلو موخو پر لور ان یو ګام هم نه اخلي، تاته به وايي، چې ځان مه بدلوه. دا د هغه کمزوري کس غوښتنه ده، چې ستا په مخنیوي سره غواړي تا له ځان سره مساوي کړي او نه غواړي چې ستا موقف ترې لوړ شي. داسې کسان په رښتیا هم چې ډیر زیات ګواښوونکي دي. دوی دې نه پریږدي چې ته پرمتخګ وکړې او خپلو موخو ته ورسیږې، ځکه خو دوی تل هڅه کوي چې تل ستا مورال کمزوری کړي.
له همدې امله، خپلې موخې له داسې کسانو سره شریکې کړه، چې له تا وړاندې د ژوند په هماغو برخو کې خپلو ور رسیدلي وي او یا هم خپل موخو ته د رسیدو لپاره چټک او کوټلي ګامونه اخلي. ځکه هغه خلک په دې باور دي چې ګوندې شک کوونکي، “نه” ویوونکي او په ټیټه کچه فکر کوونکي هیڅ نشته؛ یوازې او یوازې خپلې موخې څاري او خپله بریا لمانځي او د هیڅ بل څه په فکر کې نه وي. همدارنګه، لکه څنګه چې دا ډول کسان خپل موخو ته د رسیدو لپاره بیلابیلې لارې ګوري، نو کولی شي چې تاته هم د ژوند لوړو معیارونو ته د رسیدو لار دروښيي او تا هم په یوه مستقیمه لار برابر کړي.

۲- هغوی چې د ژمنتیا پر ځای، ستا د موخې ستایونکي وي.
لکه څنګه چې موږ ټول ټولنیز مخلوقات یوو او ټولنیزو اړیکو ته په درنده سترګه ګورو، نو په همدې اساس ډیری وخت موږ له خپلو نیږدې کسانو دا تمه کوو، چې باید موږ ومني. زموږ د ښه نیت درلودونکي ملګري او د کورنۍ غړي تل دا هڅه کوي، چې زموږ د ټاکلو موخو او په ځان د باور زیاتولو په هدف، موږ وستايي، خو دغه ستاینه په اصل کې بې ګټې ده او کولی شي چې د عمل پر ځای د ارادې په دوام زیات ټینګار وکړي. اروا پوهانو دا خبره په اثبات رسولې، چې د موخې پر ځای موخې ته د رسیدو د پلان ستایل د شخصي ارزښت او د موخې د ترلاسه کولو لپاره ډیر ګټور دی. موخه ټاکل او بیا هماغې موخې ته د رسیدو سمه لار تعقیبول یو ناارمه کوونکی کار دی، خو که چیرې موږ یوازې د موخې د ټاکلو په ستایلو خوشاله شو، نو هیڅکله به اصلي منزل ته ونه رسو.
په یاد ولره، که چیرې یوه کس تاته د موخې د ټاکلو مبارکي درکړه، نو وګوره چې ایا همدغه کس تاته د موخې منزل ته د رسیدو د لارې د غوره کولو مبارکي هم درکوي او که نه. ځکه چې موخې ټاکل اسانه کار دی، خو موخو ته د رسیدو سمه او مستقیمه لار غوره کول څه ناڅه ستونزمن کار دی او ډیری کسان له نیمې لارې بیرته په څټ ګرځي او ناکامیږي.
ستاسې د موخو د ترلاسه کیدو په هیله

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 181 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28