جاپانیان څرنګه خلک دي؟! ۱۰ عجیبې ځانګړنې یې!

ساخت وبلاگ

لیکنه: پاوله ګیرهولډ
ژباړه: غازي عابد

په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد نشه چې بیلې ځانګړتیاوې ونه لري. ځکه دا طبعي ده چې ټول انسانان له نورو سره په غذا، سیاحت او رواجونو کې جدا وي. دلته څو هغه عامې ځانګړنې دي چې له امله یې جاپان ټولې نړۍ او لویدیځ والو ته ښه معرفي کړي دي:

۱- مودب او مهذب.
د ریګ ټاډشي په نوم یو تن وايي؛ که انسانان په تول سره وتلې، یو ډله به درته ډیر مودبه او مهذبه جاپانیان وخیژي. د جاپانیانو د رواجونو په اړه به ټولو اوریدلي وي چې د ستړي مشۍ او روغبړ پر مهال څومره مودبانه چلند کوي. ځکه د ستړې مشې پرمهال د لاسونو خوځول په جاپان کې نن سبا ډیر عام دي. همداراز په روغبړ کې د سر ټیټول او لاسونه پړکول د لویدیځوالو لپاره له لاس خوځولو سره ډیر مودبانه کار ښکاري چې دا ځانګړنه جاپانیان لري. ځکه د لویدیځوالو خوښيږي هم.

۲- وخت پيژندونکي او په قول او وعده ټینګښت.
جاپانیان د وخت مدیریت په ډیر جدي ډول کوي. د جاپان ریل لار (JR) او نور وسلوونکي ځایونه د وعدې ایښودولو، سره لیدلو او وخت ټاکلو کې ډیر مشهور دي چې دغو ځایونو کې به سره ګوري او لیده کاته به کوي. که یوه دقیقه هم ځنډ شي، بیا هر څه له ستونزې سره مخ وي. اکثره وخت چې خلک له خپلو ملګرو، مشرانو او رییسانو سره ګوري او هغه خلک چې وعده یې ورسره ایښي وي، په خپل وخت رانشي، په دوی ناوخته کیږي، بیا مجبوره وي چې لاړ شي، کله چې لاړ شي نو بیا خلک غوسه او له لانجو ډک وي.

۳- مهربانه.
مهرباني په رښتیا هم یو ډیر مثبت ټکی دی. په جاپاني ژبه کې ددې معادل لغات (Yasashii) یا (Omoyari) دي، مانا نورو سره خواخوږی او زړه سواندی اوسیدل. ددې یو مثال دا دی چې کله له کوم جاپاني سره د هغه په کور کې ګوري، نو یوه تحفه درته ډالۍ کوي، چې معمولً غذا وي.

۴- سخت کار.
سخت کار یا په جاپانۍ اصطلاح (hataraki-mono) یو عام لغات دی چې جاپانیانو ذهناً له ځانه سره منلی دی. جاپانیان خپلې دندې ته له خپلې کورنۍ ډیر زیات وخت ورکوي او په ځان یې لازم ګرځوي، چې کیدای شي نور نړیوال دې ته حیران شي او بل تعریف ورته وکړي، خو دا د جاپانیانو یوه ځانګړنه ده او دې ته (په ډير کار مړینه) چې جاپاني ژبه کې ورته (karoshi) وايي.
همداراز دا په جاپان کې کوم غیرې معمول یا استثنايي کار نه دی چې هغوی تل د قرارداد له ټاکلي وخت ډیر کار وکړي. که چیرته داسې ونه کړې، بیا درته خلک بې ادبه کار کوونکی وايي، ځکه خو جاپانیانو په کم وخت کې ډیر څه وکړل.

۵- احترام او درناوی.
د مودبه تر څنګ د جاپانیانو یوه ځانګړنه عزتناک، له درناوي ډک او محترم اوسیدل دي. په جاپاني اصطلاح کې ورته (tannin ni taishite keii wo hyo suru) وايي.
په جاپان کې ماشومان هم په ډیر عزتناکه ډول له خپلو مشرانو او خلکو سره چلند کوي، که یې د ماشومانو هوښیاري ووینې حیران به شئ. که چیرته له یو مشر یا بل کس سره بده ژبه وکاروې، بده پایله به ووینې، ځکه هغوی درځنې په دې کار بیا کرکه لري. ځکه نو باید په احترام سره چلند وکړئ.

۶- شرمناک او حیاناک.
د جاپانیانو یوه بله ښه ځانګړنه هغه د خلکو ډیر شرم ناک یا په جاپانۍ اصطلاح (hazukashigariya) اوسیدل دي. کیدای شي دا د هغوی د مودبانه او احترامانه چلند پورې تړلي وي. ممکن په بهرنیو سفرونو یا نورو ځایونو کې له جاپاني وګړو ډیرې او بې ځایه خبرې ونه اورئ، دوی له ډیر شرم او حیا زیاتې خبرې نه کوي. کله چې جاپانیان په نورو بهرنیو ژبو غږیږي لکه په انګلیسي، ډیر زیات وارخطا وي چې کوم څه غلط ونه وايي او چا ته کومه غلطه خبره او سپکاوی ونه کړي.

۷- استعداد او قابلیت.
جاپانیان ډیر مستعد او د ښو قابلیتونو لرونکي خلک دي. په جاپانۍ ژبه کې استعداد ته (kashikoi) وايي. جاپانیان که وړتیاوې لري، خو له خپلو وړتیاوو ډیره استفاده او ورځ تر بلې پرمختګ هم کوي. کله چې جاپانیانو سره خبرې کوئ، باید هوښيار ورته ووایئ، نه د شوخې داسې کلمې لکه (ډنګر، سکسی…) په دې ډول کلیمو هغوی خفه کیږي.

۸- ګروپي او ډله ییز کار.
جاپانیانو یوه بله ځانګړه په ګروپي شکل سره کار کول دي. که چیرته درس وايي هم په ګروپي شکل سره پرې کار کوي، که پریکړه کوي هم په ګروپي شکل سره او داسې نور کارونه. په ټوله کې دوی تر ډیره په ګروپي شکل سره نظرونه تبادله کوي.

۹- رسمي او قانوني.
جاپانیان په رسميوالي او اصولي اوسیدو کې هم ډیر مشهور دي. هغوی اصولو ته ډیر ژمن دي او تر ډیره غواړي چې درسره رسمي او اصولي خبرې وکړي.

۱۰- پاکوالی او نظافت.
جاپانیان په پاکوالي کې هم نوم لري. تاسې به اوریدلي وي او کنه چې جاپاني زده کوونکي دومره پاک او نظافت ته پام لرونکي دي چې خپل ښوونځي پاک ساتي او خپله یې پاکوي. هره ورځ تقریباً تر څو دقیقو لپاره په دې مصروف وي چې ځان او ښوونځي پاک وساتي. همدارنګه جاپانیان خپلې کوڅې او شا او خوا سیمې هم پاکې ساتي او نه پریږدي چې چاپيریال یې ککړ شي. حتا خپله ورته کثافت دانۍ هم اخلي، خو پاکوالي مراعتوي.
دا نو د جاپانیانو کیسې وي چې مو درته راوژباړلې. دا چې ولې یې دومره پرمختګ کړی او څومره مخ ته تللی، لامل یې هم هیواد ته ژمنتیا، وفاداري، خپلو وړتیاوو نه استفاده او ځان او ټولنې ته له زړه کار کول دي. که موږ افغانان دا هیڅ هم نه شو کولی راځئ یوازې هغه خپل راسپارل شوې دنده سمه اجرا کړو، که بیا هغه نور اضافي کار ونه کړو، هم غوره خبره ده. له بدمرغه موږ اکثره ټاکلی کار هم نه کوو او په کې ټګي برګي هم کوو. کاش دا زموږ لپاره عبرت او یو شرم شي چې جاپانیان څومره مودبه، ژمن او کاري خلک دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28