غزني کې د ښځینه پولیسو شمېر ډېر شوی

ساخت وبلاگ

غزني (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه پوليسو شمېر ډېر شوى او له دې وروسته د پوځي عملياتو په جریان کې له نورو ځواکونو سره په ګډه د کورونو په تلاشي کې برخه اخلي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار رمضان علي د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه پوليسو شمېر پنځوس ته رسېدلى دى.

ده وويل چې دغه ښځينه پوليسې به د جنايي برخې تر څنګ له عملياتو وروسته د کورونو په پلټلو کې له نورو ځواکونو سره يو ځاى ونډه اخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغو ښځو ته په هېواد دننه او بهر د نورو زده کړو تر څنګ د وسلو د استعمال په اړه هم پوره روزنه ورکړل شوې ده.

دغه راز په غزني کې د ښځينه پوليسو له ډلې دويمې څارنې شکېبا پژواک ته وويل چې څلور مياشتې يې په ترکيې هېواد او درې مياشتې يې په کابل کې زده کړې کړې دي.

دې وويل چې د امنيتي دندو په ترسره کولو کې هېڅ ډول ستونزه نه لري او دغه دنده يې په خپله خوښه پيل کړې ده.

شکېبا زياته کړه: ((يو ورور مې پوليس دى، بل يې جنايي دى، زه راغلم چې د پوليسو په ليکو کې خپل وطن ته خدمت ته وکړم.))

دې زياته کړه چې په غزني کې د ښځينه پوليسو د نه شتون له امله ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وي خو اوس به يې دغه ستونزه هواره شي.

يوې بلې پوليسې فاطمې (مستعارنوم) پژواک ته وويل چې د خاوند له مړ کېدو وروسته یې د پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړې ده.

هغې وويل: ((خاوند مې پوليس و، ووژل شو، چا راسره کومک ونه کړ نو ځکه راغلم او د پوليسو په ليکو کې مې دنده واخيسته.))

دې وويل چې ډېرى وخت يې مياشتنۍ تنخواوې پر وخت نه ورکول کېږي خو بيا هم چمتو ده چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له خپل هېواده دفاع وکړي.

د غزني امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د دغه ولايت يوې اوسېدونکې زهرا پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د امنيې قوماندانۍ په ډېرو برخو کې ښځينه پوليسې ګومارل شوې دي.

هغې وويل: ((دا ډېر ښه کار دى چې ښځينه پوليسې وګومارل شي، له يوې خوا به ښځو ته دندې پيدا شي او له بل پلوه به د ښځو د تلاشۍ او يا هم په نورو مواردو کې ستونزې نه وي.))

د يادونې ده، دا مهال شاوخوا پنځه زره ښځينه پوليسې د افغان ملي پوليسو په ليکو کې دندې ترسره کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 181 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28