د نوي کال لپاره د بریالي پلان پینځه غوره لارې

ساخت وبلاگ

ژباړه: عزت الله پېژاند

موږ ټول د نوي زېږدیز کال (۲۰۱۸) په درشل کې یو او دغه کال ته یوازي د ګوتو په شمار ورځې پاتې دې. چې داسي ده نو موږ اړیو چې د یاد کال لپاره د خپلو شخصي او انفرادي پلانونو په اړه فکر وکړو. آیا تاسو یو له هغو کسانو څخه یاست چې په دې باره کې یې فکر کړی وي؟ او آیا په دې هم خبر یاست چې تر ۵۰ سلنې ډېر د نوي کال پلانونه له ناکامۍ سره مخ کېږي. خو که تاسو له لاندینیو لیکل شویو اصولو او مشورو سره سم خپل پلان چمتو کړئ نو تاسو به د پورته یادې شوې سلنې له ډلې څخه چې پلانونه یې نه بریالي کېږي، ځان وباسئ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په دغه لنډه لیکنه کې به تاسو ته وښودل شي چې څنګه کولای شو په راتلونکي کال کې خپل ژوند مثبت لوري ته بدل کړو  او څنګه دغې موخې ته رسېدلای شو.

ناسم پلان څنګه پلان څنګه وي؟

آیا د ناسم یا غلط پلان تر شا کوم عوامل پټ وي؟  هو! لاندیني درې عمده عوامل ممکن د ناسم پلان لپاره دلایل واوسي:

  • پلان د نورو کسانو له خوا جوړ شوی.
  • ګونګ او غیر دقیق دی.
  • د هغه د پلي کولو لپاره عملي پلان نه لرو.

نو د خپل کلني پلان جوړولو پر مهال باید ډېر پام وکړئ چې لږ تر لږه پورتنۍ ستونزې ونه لري.

سم پلان غوره کړئ

دغې موخې ته د رسېدو لپاره کافي ده چې خپل ژوند ته یو نظر وکړئ او ځان پوه کړئ چې غواړئ د خپل پلان په مرسته څه ترلاسه کړئ. په دې اړه د فکر کولو پر مهال باید ځان ډاډه کړئ چې پلان مو لاندینۍ ځانګړتیاوې لري:

  • شونی: اړتیا نه لرئ چې پر ځان تر اندازې ډېر فشار راوړئ او یا تر خپل توان لوړو کارونو ته ملا وتړئ.
  • بامفهومه: پلان باید ستاسو لپاره مفهوم ولري او په ژوند کې مو یو څرګند بدلون رامنځته کړي.
  • ځیرک: پلان مو باید د یو ځیرک هدف (مشخص، د اندازې وړ، شونی، واقعي، په ټاکلي وخت کې)، ځانګړتیاوې ولري.

ریښتینی پلان ولیکئ

څه شي چې تاسو غواړئ لاسه ته راوړئ یو سم جوړ شوي پلان ته اړتیا لري. د لازمو هڅو او کوښښونو په مرسته پرېکړه وکړئ چې تاسي به خپلې ټاکل شوي موخې ته څنګه رسېږئ او اړوندې پایلې به څنګه ترلاسه کوئ. ددغه کار لپاره تر ټولو اغېزناکه لار داده چې خپلې اړوندې موخې او پایلې ولیکئ او په یو داسي ځای کې یې ځوړند کړئ چې  هرکله يې لیدلای شئ. ددې کار یوه بله ګټه به دا وي چې ستاسي د کورنۍ غړي او یا نږدې ملګري به وکولای شي ستاسي غوښتنې وویني، چې ممکن هغوی له تاسو سره د یادو موخو په لاسته راړوړلو کې مرسته وکړي او لازمې سرچینې مو په واک کې درکړي.

تر خنډونو واړوئ

که فکر کوئ چې د پلان پلې کولو لپاره به ستاسو هڅې سل په سلو کې سمې، له هر ډول عیب څخه پاکې او بشپړې وي، نو غوره ده چې هیڅ هڅه ونه کړئ. ځکه امکان لري چې تاسو په دغه ترڅ کې له پېښو او تصادمونو، سرګیچۍ، نهیلۍ، او آن ځان ورکېدنې له احساس سره مخ شئ. خو څرنګه چې هیڅ حالت تلپاتی نه وي نو تاسو به هم آخر خپله لار ومومئ. خو په دې شرط چې لاندیني ټکي له یاده ونه باسئ:

  • انګیزه ولرئ
  • د هغه څه ستاینه وکړئ چې ترلاسه کوئ یې
  • او له خنډونو څخه د تېرېدنې لپاره پلان جوړ کړئ

که له دې هر څه سره سره بیا هم هیڅ څه کار نه کوي، او پرتاسو ددې هرڅه له وجې روحي فشار ډېرېږي نو په کار ده چې د اړوندې برخې له یو کارپوه څخه مشوره او مرسته وغواړئ.

د خلکو په منځ کې اوسئ

تل د خپلو همفکرو خلکو په ډله کې اوسئ او وخت په وخت له هغوئ سره د خپل پلان د موخو په باره کې ږغېږئ، په ځانګړې توګه کله چې د لارې د ورکېدو احساس وکړئ. موخې ته د رسېدو لپاره د خلکو په منځ کې اوسېدل غوره کار دی. ځکه هغوی تاسو ته انګېزه درکوي، د یوازیتوب او ګوښه والي له احساس څخه مو ژغوري او وخت په وخت درته یادوي چې تاسو یوازي نه یاست. هغوی همداشان تاسو خوښ ساتي او ستاسو د بریا شېبې په ګډه درسره لمانځي.

د پایلې په توګه ویلای شو چې که غواړئ چې د راتلونکي کال لپاره یو بریالی پلان ولرئ نو لازمه ده چې له ځان سره مینه ولرئ، ځان ته پام وکړئ، او خپل دغه پلان ته د بریا د کیسې نه، بلکې د یوې هڅې د یوې کیسې په سترګه وګورئ. هڅه تل ارزښتناکه وي. نو که تاسو یوه هڅه وکړئ خو خپلې موخې ته ونه رسېږئ، بیا هم پر سمه لار روان یاست. یوازینی کار چې له تاسو سره ستاسو د پلان موخو ته په رسېدو کې مرسته کولای شي دادی چې:

بیا پاڅئ او بیا یې پیل کړئ!

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 189 تاريخ : پنجشنبه 7 دی 1396 ساعت: 18:43