يو پوليس پر وسله والو مخالفينو د مرميو د پلور په تور نيول شوى

ساخت وبلاگ

By

On

Dec 28, 2017 - 16:45

محمود راقي (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يو پوليس پر وسله والو مخالفينو د مرميو د پلور په تور نيول شوى دى.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د مرغومي په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوليس جميل  اغا نومېږي او د ولايت د مرکز اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه،دغه پوليس په تګاب ولسوالۍ کې دنده لري اوولسوالۍ څخه يې د کلاشينکوف، پيکا او د راکټ مرمۍ راوړې وې او غوښتل يې چې نن يې پر وسله والو مخالفينو وپلوري.

د يوسفزي په وينا، هغه د کشفي  او امنيتي ارګانونو له خوا له مهماتو سره يو ځاى نيول شوى دى، خو ده يې کچه په ډاګه نه کړه.

د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، دا لومړى ځل دى چې د پوليسو په ليکه کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 192 تاريخ : پنجشنبه 7 دی 1396 ساعت: 18:43

خبرنامه