د لغاتونو د ذخیرې پیاوړې کولو نهه (۹) لار چارې

ساخت وبلاگ

لیکنه: الیسا جونګ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

لاندې څو هغه لار چارې دي، چې کولی شي له تاسې سره د لغاتونو د ذخیرې په پیاوړې کولو کې مرسته وکړي ترڅو په لږ وخت کې د لغاتونو ستر قاموس ولرئ:

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱. ماشومانو سره مو کتاب لولئ

مور پلار او ماشومان کولی شي چې د خوب په تخت کې له کیسو لوستلو ښه ګټه پورته کړي. د نیویارک پوهنتون د پوهنې او بشري پرمختګ پروفیسیوره سوسن بي نیومان وايي: “هغه لغاتونه چې د ماشومانو په کتابونو کې موجود دي ، معمولا د لویانو له ورځینیو مباحثو او خبرو اترو څخه توپیر لري، نو په همدې اساس مور پلار یاهم د کورنۍ نور غړي کولی شي د ماشومانو سره له کتاب لوستلو زیات لغاتونه زده کړي.”

۲. فلمونه او سریالونه ګورئ

د خپلې خوښې فلمونو لیدل نه یوازې دا چې تاسې ته خوښي دربښي، بلکې زیات لغاتونه هم درزده کوي او ستاسې د لغاتونو د قاموس کچه لوړوي. سوسن بي نیومان وايي: “که چیرې تاسې د خپل د خوښې او لوستل شوي کتاب فلم هم وګورئ، نو په دې سره به تاسې په کتاب کې له استعمال شویو لغاتونو څخه ژور پوهاوی او درک هم ترلاسه کړئ او سر به مو لا ښه پرې خلاص شي.” نوموړې زیاتوي، چې دغې پدیدې ته دوه ګونې پروګرام لیکنه وايي. دا ځکه چې، لومړۍ تاسې یو څه لولئ او بیا یې عملاً وینئ او په ښه توګه یې حافظې ته سپارئ.

۳. له خپلو بریښنايي وسایلو(ټیلفون، ټبلیټ) څخه ښه ګټه پورته کوئ

کله چې په خپل بریښنايي وسایلو (ټیلفون، ټبلیټ) کې مو کتاب لوستلو، نو که چیرې د مطالعې په منځ کې له داسې لغت سره مخ شوئ چې په مانا یې نه پوهیدئ، نو لومړۍ هڅه وکړئ چې مانا یې له متن څخه ترلاسه کړئ او که بیاهم ومو نه شو کولئ، بیا نو په ټیلفون یاهم ټبلیټ کې مو د لغاتونو له انسټال شوي قاموس یا ډیکشنرۍ څخه کار واخلئ ترڅو په سمه مانا یې ځان پوه کړئ.

۴. ورځپاڼې لولئ

خپل د خوښې ورځپاڼې یوازې له سترګو مه تیروئ، بلکې ویې لولئ. دا په دې مانا ده، چې ورځپاڼې یوازې د عکسونو او کارتونونو لیدلو لپاره مه کاروئ، بلکې مقالې او جالب مالومات یې لولئ. د جانسون اوکنر د څیړنیز بنسټ په وینا، د یوې ورځپاڼې هغه مطالب چې ستا خوښیږي لکه، سپورټ، کورونو ته ښکلا ورکول او یاهم روغتیا له داسې لغاتونو ډک وي، ښايی ته به فکر کوې چې ستا په ورځنیو خبرو اترو کې به نه کارول کیږي. کله چې بله موضوع لولئ، نو هغو لغاتونو ته ډیره پاملرنه وکړئ، چې یوه میاشت مخکې پرې پوهیدئ او وګورئ چې دا ځل ستاسې د لغاتونو په ذخیره کې څومره بدلون راغلی دی.

۵. نورو خلکو ته غوږ شئ چې لغاتونه څنګه تلفظوي

سوسن بي نیومان وايي: “ډیری خلک هغه لغاتونه چې ګڼ شمیر ماناوې لري، په یاد نه ساتي، بالاخره په ورځني ژوند کې ورسره مخ شي او بیا یې په یاد نه وي. نو که چیرې ته له داسې لغت سره مخ شوې، چې تلفظ یې جالب درته بریښي، نو په دې صورت کې به ته یو باخبره کس واوسې او هڅه وکړه چې هماغه لغت په خپله وکاروې.”

۶. له کور څخه مو بیرون ووځئ

سفر کول او له ځانه سره نوې تجربې درلودل د علمیت د کچې په لوړولو کې خورا زیاته مرسته کوي. په کوم ځای کې چې ژوند کوې، نو د هماغه ځای نیږدې موزیم ته لاړ شه او له نورو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړه. ځکه، په کور کې د کورنۍ له غړو څخه دومره لغاتونه نه شې زده کولی، لکه څومره چې یې له ټولنې څخه زده کوې. سوسن بي نیومان وايي: “کله چې سترګې دې په نویو تجربو او نویو خلکو ولګیږي، نو په دې سره ته نوي لغاتونه هم زده کولی شې.”

۷. کتابتون ته ځئ

سوسن بي نیومان وايي، چې د نویو لغاتونو د زده کولو لپاره تر ټولو غوره کار کتابتون ته تلل دي او هلته بیلابیل کتابونه لوستل دي. کتابتون ته په تللو نه یوازې داچې ستا وخت بې ځایه نه لګيږي، بلکې تاسې له داسې کتابونو سره اشنا کوي، چې په نورمال ډول ښايي تاسې یې په اړه هیڅ فکر هم نه وي کړی.

۸. راډیویي پروګرامونو ته غوږ نیسئ

راډیويي پروګرامونه تعقیبول تاسې له داسې نویو لغاتونو سره اشنا کوي، چې ښایي له دې مخکې به مو هیڅکله هم په ژوند کې نه اوریدلي اوسي او نه هم استعمال کړي.

۹. څومره چې ډیر کولی شئ، مطالعه وکړئ

هڅه وکړئ چې د ورځې او یاهم د شپې له مخې عمومي مطالعې ته مو (۱۵-۲۰) دقیقې ځانګړې کړئ. د زیاتې مطالعې له لارې تاسې کولی شئ چې زیات لغاتونه زده کړئ او له ډیرو مسایلو سم پوهاوی ولرئ. مطالعه کولی شي چې ستاسې علمیت لوړ کړي او د ژبې فصاحت مو زیات کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20