څو اړین ټکې چې یو ناروغ ته له رخصت مخکې روښانه شي

ساخت وبلاگ

الف: دناروغۍ په اړه باید دې ټکیو ته پام وشي

۱- لیږدیدل: ایا ناروغي کورنۍ او ټولني ته لیږدیدلای شي؟ که لیږدیدلای شي باید دمخنیوې لارې چارې یې هم وسنجول شي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۲- دناروغۍ طبعیت: ځیني ناروغۍ بیا بیا راګرځي، ځینې یوازې یو ځل راتلونکې وې او ځینې هم په حملوې شکل رامنځته کیږې.

۳- دناروغۍ موده: ځینې ناروغۍ دورځو، ځینې دمیاشتو اوکلونو اوځینې هم د ټول عمر ناروغۍ وې.

۴- اساسي درملنې امکانات: دځینو مزمنو ( اوږدمهاله) ناروغیو لکه دځیګر او پښتورګو له کاره غورځیدلو په وخت ځینې ناروغان دسختو شرایطو او غریبۍ سره سره بهرنیو یا ګاونډیو هیوادونو ته ځې چې بې له اضافې لګښت څخه نوره لاسته راوړنه نلرې.

۵- داساسي درملنې دامکاناتو په شتون کې ناروغ ته باید سم او مناسب ځای په ګوته شي.

ب: ددرملو او درملني په اړه

۱ – ناروغ باید وپوهول شي چې درمل له ډوډۍ مخکې وروسته اوکه دډوډۍ په پیل او یا هم منځ کې وخوړل شي.

۲- وخت: ناروغ باید وپوهول شي چې کوم درمل هر اته ساعته، دولس ساعته یا څلرویشت ساعته وروسته وکارول شي نه سهر، غرمه ماښام.

۳- دکارولو طریقه: وخوړل شي، وژول شي، غړغړه شي، ومښل شي، په غوښه، پوستکې لاندې او یا هم رګ کې پیچکارې شي.

۴- ددرملني موده: اونۍ، میاشت، کال او یا هم دټول عمر لپاره.

۵ – دشپې له خوا که دسهار له خوا: ځینې درمل چې خوب راوړونکې وې زیاتره دشپې له خوا او هغه درمل چې خوب تښتوونکې او یام تشو متیازو زیاتوونکې وې دسهار له خوا توصیه کیږې.

۶- ددرملو اړخیزې اغیزې: هر درمل دخپلو مثبتو اغیزو تر څنګ ځینې منفې اغیزې هم لرې، ناروغ باید وپوهول شي چې کومې اغیزې داندیښنې وړ نه دې او څه وخت باید ناروغ درمل پریږدې او بیرته ډاکټر یا روغتون ته راشي.

۷- ددرملو د نه کارولو وختونه: په ځانګړې ډول ښځینه ناروغان باید وپوهول شي چې له درملو سره کولای شي ماشوم نړۍ ته راوړې او کنه؟.

۸ ددرملو بس کول: دمیرګیو ، لوړ فشار او ځینو نور درمل دسمدستې پریښودو او بس کولو سره دناروغۍ دشدت او یا هم دنورو ناروغیو لامل کیږې، نو ناروغ باید وپوهول شي چې درمل څه وخت او څرنګه پریږدې.

۹- ددرملنې مهم ټکې باید په ناروغ او یا هم دهغه دکورنۍ په نږدې غړې بیا تکرار شي څو ناسم پوهاوی منځته نه وې راغلی.

۱۰- پرهیز یا ځان ساتنه: ناروغ باید دپرهیز یا ځان ساتنې په اړه سم او پوره وپوهول شي( داسي نه چې ناروغ دزیات پرهیز له امله دکمزورۍ او نورو ناروغیو ښکار شي او نه یې هم ناروغۍ ته ګواښ پیښ شي).

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20