هغه کړنې چې نوې کال کې یې پرېښودل درسره مرسته کولی شي

ساخت وبلاگ

لیکواله: جی هیل
ژباړه: شاهین

څومره چې د انسان عمر تیریږي، هومره يې د ژوند تجربې او پوهه هم لوړیږي. دوهمه خبره دا، چې کله چې یو څه بدلیږي، انسان هم باید ورسره مثبت بدلون وکړي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

موږ دلته تاسې ته د نوي کال په پار (۷) داسې مشورې درکوو، چې که یې عملي کړئ روان کال به مو له خوښئ او بریالیتوبونو سره مل وي.

۱ـ دا چې نور خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په کیسه کې مه اوسئ.

خلک ستاسې د کړونو او سلوک په اړه څه فکر کوي؟! ددې پوښتنې په حل پسې ځان مه سرګردانه کوئ. دا چې خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په تاسې پورې کومه اړه نه لري.

ستاسې مسولیت دادی، چې د خپل وجدان په محکمه کې د خپل ځان په اړه فکر وکړئ. هره ورځ کم تر کمه ۳۰ دقیقې وخت د خپل ځان لپاره بیل کړئ. یوازې اوسئ او د ۳۰ دقیقو لپاره د خپل ورځنیو کړنو په اړه فکر وکړئ.

د خلکو قضاوت ممکن ستاسې په اړه د شته نیمګړو معلوماتو له امله وي. د هغوې کیسه کې مه اوسئ؛ خپله د خپل ځان قاضي شئ، خو پریکړه په حقیقتونو وکړئ.

۲ـ د نورو سره له بیځایه سیالۍ تیر شئ.

موږ ټول له یو بل څخه توپیر لرو. تاسې په خپل ذات کې ((خاص)) يئ. تاسې له نورو بیل يئ. تاسې ځینې داسې ځانګړتیاوې لرئ، چې بل هیڅوک يې هم نه لري. نو څه ضرور دی، چې تاسې د نورو سره ځان همیشه مقایسه کوئ او هسې خپل ځان ناارامه کوئ. د خپل سکون لپاره د نورو سره له بیځایه سیالۍ تیر شئ. دا کار د ګټې په ځای تاوان لري.

ځان ته خپل لیدلوری وټاکئ او هماغه تعقیب کړئ. په نورو پسې تلل، خپله لاره ورکول دي.

۳ـ د نورو خلکو لپاره خپلې خوښۍ په سیند مه لاهو کوئ.

د نورو خلکو لپاره له خپلو خوښښیو تیریدل، په قصدي ډول ځان ته عذاب ورکول دي. تاسې د خپل ملګري لپاره داسې یوه دنده په مخ وړئ، چې ستاسې هیڅ نه خوښیږي. او یا هم د خپل کوم بل دوست لپاره داسې یوځای ته ځئ، چې ستاسې يې ان لیدل هم بد راځي. دا کار په اوږده مهال کې ډير تاوان لري. سره له اوس يې پریږدئ.

زموږ مشوره تاسې ته داده، چې د خپل خوښې (انتخاب) او د نورو د خوښې (انتخاب) ترمنځ توازون وساتئ. کله تاسې لږ ورتیر شئ، کله نور ځان ته راکاږئ. بس دې ته ژوند وايي.

۴ـ انتظار بس کړئ. د خپلو موخو په لور قدم واخلئ.

موږ ټول په دې باور لرو، چې زموږ اوستاسې ژوند معلوم نه دی، چې تر کومه او تر څه وخته به ژوندي یوو. بس نو بسم الله کړئ، نور انتظار پریږدئ او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شئ.

سمه ده، چې ټولې موخې موږ په یوازې ځان نشو ترلاسه کولائ او موږ د نورو مرستې ته اړتیا لرو؛ خو مه هیروئ، چې د کار شروع او پیل به له تاسې څخه کیږئ. تاسې يې پیل کړئ، خلک به ستاسې مرستې ته راودانګي.

۵ـ وخت مدیرت کړئ. د وخت د ضایع کیدو مخه ونیسئ.

موږ ټول غواړو، چې ډير دوستان او ډیرې پیسې ولرو. ښه او خوشاله ژوند ولرو؛ او مزې چړچې وکړو. خو که موږ خپل وخت ښه مدیرت نه کړو، نو په ژوند کې مو د بریالیتوب چانس محدودیږي.

خپلې موخې واضح کړئ او د هغې د ترلاسه کولو لپاره وخت بیل کړئ. خپله ډیره انرژي او وخت د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو ولګوئ.

۶ـ له منفي ګرايۍ تیر شئ.

ژوند د ښو او بدو ټولګه ده. ښه هم شته او بد هم. خو که تاسې یوازې د ژوند بد اړخونه کورئ او په مثبتو او ښو هغوې يې سترګې پټوئ، نو بویه چې په لوی لاس خپل ذهن په منفي ډول روزئ. یوه ورځ به داسې هم راشي، چې ستاسې تر خوا به ستاسې د پرمختګ لپاره ښې او مثبتې موقع او چانسونه تیریږي، خو تاسې ته به منفي او غیرې موثرې ښکاري.

ژوند کې مثبت اوسیدل ستاسې ژوند ښکلی کوي او تاسې د کامیابۍ په لور رهبري کوي. د مثبت فکر لرونکو خلکو سره ناسته پاسته په تاسې کې د مثبت فکر د روزلو لپاره ښه تمرین دی.

۷ـ د خلکو د توقعاتو په جال کې مه راګیریږئ.

ژوند دې له ریالیستیکې زاويې وګوره. کورنۍ، دوستان او خلک به درنه دومره توقع ولري، چې ان لیونی به دي کړي. خو ته باید څه وکړې؟ داسې وکړه، چې ژوند ته دې له حقیقي پلوه داخل شه. هغه چې دې وس کې وي، هغه کوه؛ او په کوم چې دې وس نه رسیږي، په کیسه کې مه اوسه. د خلکو توقع له حده ډیریږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 187 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20