ويښته مو تویږي ! څنګه یې مخه نیولی شئ؟

ساخت وبلاگ

۱- په طبیعي تیلو مو کوپړۍ مالش ( مساج ) کړۍ . مالش په کوپړۍ کې د وینې جریان تیزوي او ستاسو د ويښتو بېخونه فعالوي چې ورسره مو نه یوازې د ويښتو د توییدو مخه نیول کیږي. بلکې ويښته مو تازه ،ښکلي او صحتمند ښکاري.

تاسو هره ورځ د څو دقیقو لپاره خپله کوپړۍ پر لاس مساج ( مالش ) کولی شئ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ددې لپاره چې د کوپړۍ مساج مو نور هم ګټور شي، نو ځینې طبیعي تیل لکه د شړشمو، زیتونو او یا بادامو تیل ورسره وکاروئ او له دې تیلو سره د خپلو ويښتو بیخونه مساج کړئ.

۲- ښايي دا درته عجیبه ښکاره شي خو د اوږې ، پیاز او یا هم زنجفیل څخه ایستلې اوبه د ويښتو پر بیخونو ( کوپړۍ ) مږل ستاسو ويښته تازه کولۍ او د غورځیدو مخه یې نیولی شي.

په یاد لرئ یو له دې څخه وکاروئ ، هیڅکله یې سره مه ګډوئ .

تاسو کولی شې چې د شپې له خوا د اوږې، پيازو او یا هم زنجفیلو څخه ایستل شوې اوبه پر کوپړۍ پریږدئ او سهار یې ووینځئ .

دا کار اسانه نه ده ، خو ګڼو خلکو ترې ښه نتیجه تر لاسه کړې .

۳- شین چای ؛ پر خپلو ويښتو شین چای ومږۍ. شین چای انتي اکسیډنټز (anti-oxidants ) لري چې د ويښتو د توییدو مخه نیسي او ويښته ورسره وده کوي.

تاسو کولی شئ دوه پاکټه شین چای په یوې پیالې تودو اوبو کې واچوئ. کله چې سوړ شو، پر ويښتو یې ومږئ . یو ساعت یې پریږدئ او وروسته یې ووینځئ. څو ورځې ددې چارې تکرار له یو شمیر کسانو سره مرسته کړې.

۴- پروتین لرونکي خواړه – هغه خواړه چې ډير پروټین لري په خپل خوراک کې شامل کړی، د غوښې، ماهي، لوبیا او داسې نورو خوړو خوړل د ويښتو تویدل کمولی شي. د پروتین ترڅنګ ګڼ پروتین لرونکي خواړه ویټامین بي ۱۲ هم لري چې د ويښتو د سالمې ودې لپاره اړین دي .

۵- د هغه ويښتو خیال وساتۍ چې لرئ یې – لامده ويښته مه ږمنځوئ. پر خپل لمدو ويښتو ځان وچی ( جان پاک ) هم مه مږۍ، همداسې یې پریږدئ چې خپله وچ شي او یا یې په جان پاک کې تاو کړئ او د وچیدو لپاره یو څه وخت ورکړئ .

۶- ستریس تشویش او اندېښنه د ویښتو د توییدو یو لوی سبب دی. د ستریس او اندېښنې د کمولو پر بیلابیلو لارو کار وکړئ او خپل اضطراب او اندېښنه کنټرول کړی .

۷- ویټامینونه مو پوره کړئ. د ویښتو د سلامتۍ لپاره په وجود کې د ځینو ویټامینونه شتون ضرور دی . ویټامین ډي، ویټامین اې او د بي ویټامینونه د سالمو ویښتانو د لرلو لپاره ضرور دي . هڅه وکړئ داسې خواړه وخورئ چې له ویټامینو بډای وي .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 166 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20

خبرنامه