غواړئ ژباړونکي شئ؟! د ژباړې ۱۰ اړین مهارتونه او وړتیاوې

ساخت وبلاگ

ژباړه: غازي عابد

که غواړې یو ازاد ژباړونکی شې او د ژباړې په برخه کې کار وکړې، باید ځینې مهارتونه راخپل کړئ چې څو د یو غوره ژباړن په توګه پرمختګ وکړئ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ځیني خلک فکر کوي؛ د ژباړن کیدو لپاره باید په دوو ژبو کې په بشپړ ډول روان او فصیح اوسې، دا له حقیقته لرې خبره ده، ځکه ډیر څه د ژباړې په جریان کې یادیدای شي.

که دا لس مهارتونه مو عملي کړل او وړتیاوې مو ځان کې پیدا کړې، ښه ژباړن کیدای شئ:

۱- په خپله مورنۍ ژبه ښه کنټرول او صلاحیت لرل.

د ښه ژباړن کیدو لپاره باید په ګرامر او د لیکلو پر بیلابیلو ډولونو په پراخه کچه پوهه او مطالعه ولرې. باید په یاد دې وي چې ستاسې ژباړل شوې لیکنه یا متن به ستاسې د مورنۍ ژبې واله لولي، که چیرته ته د بلې ژبې لغات یا جمله خپلې ژبې ته په مناسب ډول ونه ژباړئ، خامخا به یې تر نیوکو لاندې راشې.

۲- په دویمه ژبه هم صلاحیت لرل.

له یوې بلې ژبې ته د متن ژباړه، تر ډیره کټ مټ د هغه د متن ژباړه نه وي، که داسې وکړې، نو بیا به داسې وي لکه په ماشین چې یوه ژباړه کوي، په پایله کې یې ګډوډه ژباړلي وي.

یعنې لږ تر لږه باید په دې وپوهیږې چې په دویمه ژبه کې له متن څخه مطلب واخیستلی شې. نو که تاسې له دویمې ژبې مطلب اخیستلو وړتیا لرئ، بیا یې وژباړئ.

۳- د دواړو ژبو په کلتوري اړخونو پوهیدل.

یو ازاد ژباړونکی باید ددواړو هیوادونو (دوو ژبو) له کلتورونو سره ډیره بلدتیا ولري. که چیرته تاسې لغت په لغت ژباړه کوئ او معنا یې کلکه ساتئ، کیدای شي مینوالو ته ښه ژباړه وړاندې نه کړئ. که یوه جمله د یوې ژبې په فرهنګ یو ډول مانا لري او ستا ټولنه کې شرم وي، که هماغسې یې وژباړې، خلک به درته بد ووايي، ځکه له کلتور سره مخالف دی. ښه داده چې اصطلاحاتو او مفاهیمو ته په خپله ژبه کې پر ځای اصطلاحات او مفاهیم ومومئ.

۴- پلټونکی او زده کوونکی اوسه. (پلټنې او زده کړې ته لیوالتیا)

که تاسې تل پیلوونکي او د کارونو د ترسره کولو لپاره لیوال اوسئ، نو ډیر څه به وکړئ. باید هڅه مو وي، چې نوي لغاتونه زده کړئ، د لغاتونو ذخیرو مو قوې کړئ او نویو نویو مفکورو پسې پلټنې وکړئ. یعنې باید ژور لاړ شئ.

۵- د کمپيوټر پراخه مهارتونه یاد درلودل.
یو ازاد ژباړونکی باید حتماً د کمپیوټر پر بیلابیلو مهارتونو او وړتیاوو بلد وي. باید په دې پوه شې چې کمپیوټر کې څرنګه کار وکړې، په داخلي او خارجي برخو یې پوه شې. تیز ټاپینګ یا لیکل وکړې او په دې هم پوه شې چې د کمپیوټر کومې بټنې کومې دندې لري. ځکه که (کامې…) پسې ګرځې او درته معلوم نه وي، وخت دې نیسي.

۶- په مشخصو برخو کې کار کول.

د یوې مشخصې موضوع او مضمون په اړه ډیره پوهیدل، درسره مرسته کوي چې چټک او غوره ژباړونکی شئ. باید په مشخصو برخو کې د ژباړو هڅه وکړئ. لکه ځیني خلک په سیاست، ځیني په هنر، مدیریت، اقتصاد… کې که پرلپسې ژباړې وکړي او د مسلک اړوند کار وکړي، ښه ژباړن کیدای شي.

۷- تحرک او نظم

باید خپله ځان ډیر متحرک، علاقمند او منظم کړې. یعنې په بشپړ ډول سره باید ژباړه په مینه، هیله او خوند سره وکړې.

۸- د مدیریت مهارتونه.
یو ښه ژباړن باید د وخت د مدیریت مهارتونه زده ولري، چې په څومره وخت کې باید ژباړه وکړي، کوم وخت کې باید وشي…

۹- لیدونکو او لوستونکو ته د خدمتونو مهارتونه.

یو ازاد ژباړونکی باید د خپلو پیریدونکو (لوستونکي او لیدونکي) وپيژني، چې څرنګه خلک زما ژباړه لولي، یا یې اکثریت کوم ډول دي. یا اوس وخت کې خلک څه ته اړتیا لري چې هماغه برخه باندې ډیر تمرکز وشي.

۱۰- د لاسرسي وړ او زغمونکی.

یو ژباړن باید تل په اسانه سره د لاسرسي وړ وي. یعنې له خلکو سره باید ښې اړیکې وساتي، ځکه که له خلکو سره اړیکې ونه ساتئ، هیڅوک به مو هم ژر پيدا نه کړي. هر څوک چې تاسې ته راځي په همدې موخه چې ممکن څه به درباندې ژباړي…
ترڅنګ یې باید تاسې زغمونکي اوسئ، که څوک نیوکه کوي، په پراخه حوصله یې ومنئ او د اصلاح هڅه یې وکړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20