د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې؛ د نبي او راشد خان پرلپسې راپورته کیدل

ساخت وبلاگ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د بالرانو په لیست کې دویم مقام ته رسیدلی دی.

افغان لوبغاړی راشد خان په وروستیو دریو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام د غواراوي سیالیو څخه را وروسته ورځ تر بلې په نړیوال کرکټ کې ځلیږي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

نوموړی د خپلې کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د کرکټ په نږدې ټولو مشهوره تجارتي لیګونو د اسټرالیا په بیګ باش، د هندوستان په آي پي ایل، د بنګله دیش په بي پي ایل، د ویسټ انډیز په سي پي ایل، د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبیدلی دی او د پاکستان د پي اس ایل سیالیو کې هم د لوبیدو په موخه نیلامۍ ته وړاندې شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو د بالرانو په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان د پاکستاني عماد وسیم څخه وروسته دویم خو هندي جسپریټ بومرا څخه پخوانی دویم ځای خپل کړی دی.

د بالرانو په دې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان عماد وسیم د ۷۱۸ پواینټونو په درلودلو لمړی، افغان راشد خان د ۷۱۷ پواینټونو په درلودلو دویم، هندی تیز بالر جسپریټ بومرا د ۷۰۲ پواینټونو په درلودلو دریم مقام خپل کړی دی.

همدا راز په دې اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان څخه حمزه هوتک ۱۳ م، محمد نبي ۱۹ م، سمیع الله شینواری ۵۵ م، دولت ځدران ۵۷ م، شاپور ځدران ۸۳ م او کریم جنت ۹۳ م مقام کې ځای لري.

د همدې درجه بندۍ د توپ وهونکو لیست کې شهزاد محمدي د پخواني ۹ م مقام څخه ګوزار شوی دی، خو نجیب الله ځدران د ټولو افغان توپ وهونکو څخه را وړاندې په ۳۶ مقام کې، محمد نبي په ۳۹، اضغر ستانکزی ۵۱ م، سمیع الله شینواری ۵۴ م، نور علي ځدران ۶۸ م، نجیب ترکی ۸۲ م، ګلبدین ناییب ۸۷ م او عثمان غني ۹۵ م مقام خپل کړی دی.

خو د الراونډران په لیست کې بنګله دیشي شکیب الحسن لمړی، اسټرالوي ګلین ماکسویل دویم او افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل دریم ځای خپل کړی دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20