حمید حسین یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راځي

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر حمید حسن، چې په وروستیو څو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې لوبیدو ته هیله مند دی.

حمید حسن مومند، چې کلونه یې د کرکټ ملي لوبډلې سره د یو مهم کلیدي لوبغاړي رول درلودلی و، وايي، ډیر ژر به د کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د افغانستان کرکټ بورډ هم د نوموړي د بیا چمتوالي او راتګ په اړه خبر ورکړی دی، د دوي په وینا د حمید حسن درملنه ترسره شوې ده او د هغه د صحت په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د زیمبابوې خلاف راتلوونکو کیدونکو سیالیو ته د چمتوالي په موخه په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې پکې حمید حسن هم ګډون کړی دی.

خپله حمید حسن په خبرو کې ویلي دي، ورځیني تمرینات په عادي توګه ترسره کوي او هیله مند دی، چې راتلونکو سیالیو کې د کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې لخوا غوره شي.

تر دې مخکې هم افغان کرکټ بورډ د حمید حسن د بیرته راستنیدو خبر ورکړی و خو وروسته په لوبو کې ونه لیدل شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا لوبغاړی نږدې ۶ کاله وړاندې د انګلستان د ملي او (ام سي سي) کرکټ کلب د لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د فیلډینګ یا ډګر ساتنې پر مهال ټپي شو، چې له هغې را وروسته د ټپونو له کبله د کرکټ په ملي لوبډله کې په سمه توګه ونه لوبید.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 164 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20