غني د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند تطبیق مثبت وباله

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٦): د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د اجرائیوي عالي کمېټې غونډه کې ولسمشر د دغه تطبيق مثبت وباله.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پیل کې د ښې حکومتولۍ او فساد سره د مبارزې، سولې او مجدد ادغام، امنیتي او دفاعي او اقتصاد څلورګونو کمېټو غړو په دې برخه کې د کاري پرمختګونو راپور وړاندې کړ.

په دې غونډه کې د څلورګونو کمېټو د بشپړ راپور د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې یاد سند د افغانستان خلکو سره د حکومت ژمنې لري، دغه راز په یاد سند د خلکو د اساسي غوښتنو په اساس هېوادوالو ته د موثرو خدماتو وړاندې کول تسجیل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند دوه اړخیزې ژمنې لري چې په پوره تطبیق سره به  د هغه ځانګړنې او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو اړتیاوې پوره شي.

همدارنګه څرګنده شوه چې په امنیتي او دفاعي برخه کې  د یاد سند ۹۷،۳ ژمنې  تطبیق شوې دي چې د امنیتي پلان تدوین، د ملي پولیسو او ملي اردو د منسوبینو بایومتریک، کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوړل، په قراردادونو کې د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی، ملي دفاع وزارت کې د سرحدي پولیسو او عامه نظم ادغام، د هوایي ځواکونو او کمانډو پیاوړتیا په کې شامله ده.

په عین حال کې امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي او د پوره اصلاحاتو او خیالي پولیسو د ارزونې کار جریان لري او همدارنګه به تر ټاکلې مودې پورې د دې برخې نور شاخصونه هم بشپړ شي.

د سولې او مجدد ادغام په برخه کې وویل شول چې ټول شاخصونه سل په سلو کې تطبیق شوي چې د سولې ستراتیژۍ تدوین او له بېلابېلو اقشارو سره مشورې په کې شاملې دي او په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې موجودې دي.

همدارنګه څرګنده شوه چې د ښې حکومتولۍ او اداري فساد سره د مبارزې کمېټې د یاد سند ۹۵ سلنه ژمنې اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د نهایي کولو، د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي شورا د غونډو جوړول او د اداري فساد د قضایاو تعقیب تطبیق کړی چې تر ټاکلي وخت به د دې برخې په نورو شاخصونو هم کار وشي.

غونډې په څلورګونو کمېټو د بحث په اړه څرګنده کړه چې اقتصادي کمېټې هم سل په سلو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند ژمنې تطبیق کړې دي چې د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو پرانیستې پالیسۍ، د سوداګرۍ او پانګونې د زمینو ایجاد، د طرزالعملونو او مقررو ترتیب، د افغانستان – هند دویم هوایي کوریډور ایجاد، ۶۷ سلنه زیات د بودجې مصرف په کې شامل دی او همدارنګه له ټاکلې اندازې زیات عواید راټول شوي دي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان آر باس او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د یاد شوي سند د تطبیق په برخه کې د افغانستان حکومت لاسته راوړنو او همدارنګه څلورګونو کمېټو قدرداني وکړه.

هغوی د افغانستان حکومت د کړنو د هرکلي ترڅنګ په ځانګړي ډول د اصلاحاتو او فساد سره د مبارې په برخه کې وویل، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند تطبیق په برخه کې د دوه اړخیزه کمېټو د کوښښونو مننه وکړه او د څلورګونو کمېټو د کار پایلې یې مثبت وارزولې.

ده زیاته کړه، زیاتو کارونو ته اړتیا ده، تر څو د یاد سند عمده شاخصونه په تسجیل شویو سکتورونو کې په ټاکلي وخت بشپړ او تطبیق شي.

هغه ټینګار وکړ چې د تلپاتې بدلونونو راوړل په ټولو برخو کې هدف دی چې تراوسه دا تحرک د درک وړ دی.

غني د لویو زیربنایي پروژو د پیل، لکه د یکاولنګ دره صوف سرک د کار د پرانیستې یادونه وکړه، ويې ویل، د یادې پروژې په بشپړولو سره مرکزي سیمې د تل لپاره له جغرافیایي زندان څخه ازادېږي او د ترانزیټي مسیرونو د پرانیستې برخه کې هم تلپاتې بدلونونه څرګند شول چې د خلکو پر ژوند نېغ اغېز لري.

دى وايي: "لنډ مهاله سیاسي موخې باید منځمهاله او لنډمهاله پلانونه، د اصلاحاتو بهیر او د بېلابېلو سکتورونو پرمختګونه تر اغېز لاندې رانه ولي. زه او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ژمن یو چې په پوره جدیت کار وکړو او زموږ د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوړو."

نوموړي د ادارو او وزارتونو پر زیاتې همغږۍ او تحرک ټینګار وکړ، ويې ویل، د عالي شوراګانو جوړول د دولتونو تر منځ زیات انسجام رامنځته کولی شي.

هغه ټینګار وکړ چې باید په ګډه وطنوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې کار وکړو.

د غونډې په پای کې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د تطبیق کاري کمېټو درې میاشتنۍ لاسته راوړنې مثبت وارزولې او د یاد سند د پاتې شاخصونو د کار په چټکولو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د یاد سند د تطبیق په موخه د اجرائیوي عالي کمېټې کاري غونډې د روان کال د وږي له لومړۍ نېټې څخه د ولسمشر په مشرۍ جوړې شوي او تراوسه یې درې غونډې شوې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20