بریالي خلک خپل وخت څنګه لګوي؟ د وخت د تنظیم درې عادتونه

ساخت وبلاگ
  • لیکنه: کَرین ټایبر لیلانډ
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

څو کاله مخکې ما په نړیواله کچه، په شل زرو (۲۰۰۰۰) سوداګرو او رهبرانو خپله سرویې بشپړه کړه. ډیری هغو متشبثینو سره چې ما مرکه وکړه، میلیونران ول او له دوی څخه ډیرو یې ځان د میلیونرۍ تر کچې پورې په خپلو ځیرکو افکارو، سخت کارونو او وخت مدیریت کوونکو عادتونو رسولي و.

هو، هیله ده چې تا زما له خبرو سم مطلب اخیستی وي. له دغو اغیزمنو کسانو څخه هر یو یې په خپل کار کې ډیر بریالی و او دوی په دې هم پوهیدل چې دوی نه باید یوازې اغیزناک واوسي، بلکې باید چې موثر هم واوسي. لاندې درې هغه وخت مدیریت کوونکي عادتونه دي، چې هماغو میلیونرانو او د وړو سوداګریو څښتنانو په خپل ذات کې درلودل:

۱. په کوچنیو شیانو تمرکز وکړه، نه په سترو شیانو

د کمپیوټر په نړۍ کې یوه اصطلاح د (Chunking down) په نوم ده، چې مانا یې د یوې سترې مادې تجزیه کول په کوچنیو مادو ده. نو په همدې اساس، ډیری له هغو متشبثینو سره چې ما مرکه وکړه، دا عادت یې درلود چې سترې پروژې او اهداف به یې په کوچنیو پروژو او اهدافو تجزیه کول. همدغه کار له دوی سره دا مرسته کوله، چې په چټکۍ او اسانۍ سره عملي ګامونه اوچت کړي او په ورته وخت کې به یې دوی ته دا احساس هم وربښه چې څنګه په دغو پروژو او اهدافو برلاسي شي.

له خپل ځان څخه وپوښتنه: داسې کومه ستره پروژه او یاهم کار دی چې زه یې په ترسره کولو کې بریالی نه یم؟ څنګه زه کولای شم چې همدا پروژه او یاهم کار په کوچنیو او مدیریت کوونکو پروژو او کارونو وویشم؟

۲. د یوه کار د بشپړولو له پاره له انرژۍ ډک امتیاز ترلاسه کړه

وړاندې له دې چې موږ د یوه کار د بشپړتیا، خوشالۍ او یاهم لاسته راوړنې احساس تجربه کړو، موږ د یوه هدف او یاهم موخې د بشپړیدو تر وروستني پړاو پورې انتظار باسو. نه، داسې نه ده. تر دې دمه چې ما ترټولو بریالي سوداګر پوښتلي، دوی داسې نه دي کړي.

د هغه پرځای، دغو میلیونرانو دا عادت درلود، چې کله به یې هر کار بشپړ کولو، نو دوی به په ډیر شوق او ذوق سره له انرژۍ ډک امتیاز یې ځان ته ورکولو. اړینه نه ده، که څه هم دا کار به هرڅومره کوچنی او بې ګټې هم و. دوی به د دې انتظار نه باسه چې ته صبر یو ځل دې دا کار سل سلنه (۱۰۰٪) بشپړ شي بیا به امتیاز یې ځانته ورکړو، بلکې دوی به د د پروژې او یاهم کار په جریان کې انرژي زیږوله د دې په پار چې هره برخه چې بشپړيږي، په پوره مانا یې وپیژني او ویې لمانځي.

له خپل ځان څخه دا وپوښته: تا په هغې سترې پروژې او یاهم کار کې څه پرمختګ کړی، چې تا پکې خپل ځان ته پوره امتیاز نه یي ورکړی؟

۳. جنتري او د وخت پلان کولو ته ژمن اوسه

ترټولو بریالي کسان دا عادت لري چې خپل وخت پلان کړي ترڅو په کار کې د ځنډ راوستو مخه ونیسي. په ساده توګه د وخت پلانول هغه کړنلاره ده، چې څنګه هغو وړو کارونو ته وخت ځانګړی کړې چې غواړې ترسره یې کړې. د دې له پاره چې د پلان له قوې څخه ښه پایله واخلې او کاري پلان جوړ کړې، نو ډیر له هغو میلیونرانو څخه چې ما وپوښتل، دغه څو ساده ګامونه یې څارل:

د خپل د وخت قوه وپیژنه. هرڅوک د خپل د انرژۍ، توجه او تمرکز بیلابیلې جګې او ژورې لري. د خپل د انرژۍ قوې په پیژندلو سره کولای شې چې د وخت د مدیریت کولو یو داسې پلان جوړ کړې، چې کولای شي شخصاً تاته ګټه درورسوي.

هغه خنډونه دې له مخې لیرې کړه، چې تا د یوه کار ترسره کولو ته نه پریږدي. د دې له پاره چې د وخت قوه دې په یاد ولرې، نو جنتري او مهال ویش ته دې مراجعه وکړه او د یوه کار د ترسره کولو مشخصه ورځ او زمان وګوره. هغه موده چې ډیری میلیونرانو کاروله، د یوه کار د ترسره کولو له پاره یې له (۱۵-۴۵) دقیقې ځانګړې کړې وې.

په پای کې، خپل وخت دې یوازې په خپل ذهن کې مه پلان کوه، بلکې په یوه کتابچه کې یې هم لیکه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31