د دندې اخیستو لپاره باید دا لس پوښتتنې ښې ځواب کړئ

ساخت وبلاگ
  • لیکنه: الیسن دویال
  • ژباړه: غازي عابد
په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د مدیرانو، رییسانو یا هغو خلکو ته چې دنده ورکوونکي وي، مرکې پرمهال د هغو نارمل او عادي پوښتنو ته باید غوره او اغیزناک ځوابونه ورکړل شي. ګمارونکي یا مرکه اخیستونکي مدیران تل هیله لري چې دې عامو پوښتنو ته باید نرم او پرته له شک و شبهې ځوابونه ووایئ. اړتیا نشته چې تاسې دا ځوابونه زده کړئ، خو فکر وکړه څه باید وکړې چې مرکه کې سالم ځوابونه ووايې او ګډوډ نه شې. په هرحال که چیرته له وړاندې ورته چمتو اوسئ، نو ځوابونه به مو ډیر منظم او قوي وي.

دلته مو هغه سوالونه راوړي، چې تاسې یې باید خپله ځوابونه ووایاست، ځکه ټول انسانان یو شان نه وي، خپلې وړتیا، تجربې، شرایطو او نورو اړخونو ته په کتو تاسې خپله سم ځوابونه ویلی شئ.

لس مهم سوالونه

له دغو لسو پوښتنو سره تر ډیره په کاري مرکه کې مخ کیدای شئ، که چیرته مو چمتوالی درلود نو په بیساري ډول به ورته ځوابونه وویلی شئ:

۱- ستاسې تر ټولو قوي مثبت اړخ څه شی دی؟ (ښه نقطه)

کله چې له تاسې ستا د تر ټولو غوره قوت په اړه پوښتنه کیږي، نو باید تاسې د خپل هغه نه جلا کیدونکي صفت یا قوت چې تاسې یې لرۍ ورته ووایئ چې څو دغې دندې ته بریالي شئ او د نورو نوماندانو له منځه وټاکل شئ. پر دې مو باید مخکې فکر کړئ وي څو د مرکې پر مهال درڅخه خبره ګډه وډه نه شي.

۲- ستاسې تر ټولو غټه کمزوري څه شی دی؟

یوه بله عادي پوښتنه ستاسې د ترټولو غټې کمزورۍ په اړه کیږي. نو تاسې د یوه استخدام کیدونکي یا کارګر په حیث باید د خپلو ټولو مهارتونو د مثبتو اړخونو او وړتیاو په نظر کې نیولو سره ډیر دقیق ځواب ورکړئ. نه دا چې دومره منفي ځواب ورکړئ چې ټوله وړتیا مو درنه پټه کړي.

۳- د خپل ځان په اړه راته ووایه!

ددې پوښتنې په ځواب کې هم باید د خپل ځان په اړه منظم معلومات وړاندې کړې، خو نه ډیر زیات او نه ډیر کم، بلکې په مناسبې اندازې سره. همدراز هغه شخصي معلومات مو شریک کړئ چې ستاسې له دندې سره مستقماً کومه اړیکه نه لري.

۴- ولې باید موږ تا دلته مقرر کړو؟

ایا ددې دندې لپاره تر ټولو غوره نوماند یې؟ دغسې مهال باید خپل ځواب په ډیر لنډ ډول، خو په ارام او غوره شکل سره ووایاست چې ولې زه باید زه دې دندې ته بریالی شم.

۵- د معاش یا تنخواه په اړه مو څه نظر دی؟

دا یوه ساده پوښتنه ښکاري، خو که چیرته مو نامناسبوالی وکړ ممکن د دندې له لیسته څخه هم پرې ووځئ. یعنې ډیر افراط او تفریط به نه کوئ، بلکې د مخکینیو معلوماتو پر اساس به هر څه ته په کتو سالم ځواب وایاست.

۶- ولې پخوانۍ دنده پریږدې او یا دې پریښې ده؟

دغه مهال هم باید رښتیا ووایئ. خو تر ټولو ډیره په راتلونکې فوکس وکړئ. په خاص ډول چې ووایئ هلته موجود شرایط ستاسې لپاره ښه نه ول. دا چې نور څه باید ووایئ او یا یې ونه وایاست، په دې ممکن خپله پوه شئ. ځکه هر څه حالاتو ته په کتو کیږي. (دلته د بریالي کیدو لپاره به د پخوانۍ ادارې غیبت نه کوئ)

۷- ولې غواړې دلته دنده واخلې؟

ددې پوښتنې پرمهال ستاسې لپاره یو فرصت دی چې مرکه کوونکي ته ددې دندې او د همدې کمپنۍ یا ادارې په اړه خپل معلومات ووایاست. هغه څه ووایاست چې دلته تاسې دې دندې ته مناسب ویني. خو په ټوله کې باید ددې دندې او ادارې په اړه معلومات ولرې چې کوم ښه اړخونه لري.

۸- د فشار، وارخطايي مخه به څنګه نیسئ؟

ددې پوښتنې لپاره به یو ښه ځواب دا وي چې د پخوانۍ دندې داسې بیلګه ورته ووایاست چې د وارخطايي، فشار او تشویش مخه مو څنګه نیولې.

۹- که له یوې سختې پریکړې سره مخ شئ، نو تصمیم به څنګه نیسئ؟

که درنه پوښتنه وشي چې په سختو حالاتو کې به څنګه تمصیم نیسئ او څه ډول به پریکړه کوئ، د تیرې پوښتنې ځواب په څیره د خپل پخواني ترسره شوي ستونزمن کار سره د چلند په اړه مو ورته ووایئ، چې هلته مو څنګه تصمیم نیوه.

۱۰- راتلونکې اهداف مو څه دي؟

دغسې مهال هڅه وکړئ چې ‌ډیر تمرکز مو په همدې دنده او کمپنۍ وکړئ چې انټرویو ورسره کوئ. په دې دنده کې به څه کوئ او کوم دول اهداف به په کې لرئ او ترلاسه کوئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31

خبرنامه