څو عوامل چې په افغانستان کې نرۍ رنځ په وژونکي ناروغۍ بدلوي

ساخت وبلاگ

نری رنځ، سیل یا توبرکلوز دنړۍ یوه عامه خپریدونکې ناروغي ده.

د نړۍ دریمه برخه نفوس د نرې رنځ په مکروب یا mycobacterum tubercolosis اخته دی، چې دبدن د معافیت دکمزوریدو او ځینو نورو حالتونو کې کیدای شی ناروغي رامنځته شي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په ۲۰۰۹ میلادې کال ددي ناروغۍ ۹،۴ میلیونه پېښې ثبت شوې او د۱،۷ میلیونه انسانانو ژوند ېې اخستی دی.

دنرې رنځ ناروغي زیاتره په هغو اشخاصو کې راڅرګندېږې چې نا مناسبه ژوند لرې لکه په خوارځواکۍ اخته کسان، بې کوره او بې ځایه شوې خلک او هغه وګړې چې په ډیره ګڼه ګوڼه او نا مناسبه کورونو کې ژوندکوې.

له بده مرغه چې زموږ هیواد له هر لورې ددی ناروغۍ لپاره مناسب دی.

پخوا داسي فکر موجود و چې نری رنځ درغیدو نه دی او یا هم رغیدل ډیر ستونزمن او ډیرلګښت ته اړتیا لرې خو نن سبا د هیواد په ډیروروغتیاېې مرکزونو کې ددي ناروغۍ دتشخیص لپاره دبلغمو دمعاینې، د پوټکې ټسټ او عکس اخستلو اسانتیاوې شته او درمل ېې ان دغرونو په کلینیکونو کې هم پیدا کېږې.

د هیواد په هر روغتیایې مرکز کې دنرې رنځ تشخیص او درملنه په وړیا توګه ترسره کېږې، خو دټولو امکاناتو سره سره اوس زموږ روغتیاېې سیستم له نوو ستونزو سره مخ دی چې ددي ستونزو په راپیدا کیدو کې هم ټولنه او هم روغتیاېې کار کوونکې رول لرې.

دغه ستونزې ددرملو په وړاندې دنرې رنځ دمکروب مقاومت پیدا کول دي چې په لاندې شکلونو وجود لرې.

الف: دیو ډول درملو په وړاندې مقاوم نری رنځ.
ب: څو درملو په وړاندې مقاوم نری رنځ( multy drug resistant )چې دلومړۍ کرښي له درملو او هم له ځینو نورو درملو سره مقاومت لرې.

ج: له درملو په وړاندې پراخ مقاوم نری رنځ چې دمختلفو ګروپونو له درملو سره مقاومت لرې.

داولې ډلې ناروغان اوس دهیواد په حوزوې روغتونو کې تشخیص او نور درمل ورته پیلېږې، خو ددوهمې او دریمې ډلې ناروغان ډیر خطرناک دي. دوی دانسانې وسلې په څیر په ټولنه کې ژوند کوې او چې هر څوک ېې ډز ته برابر شو په یوه ناعلاجه ناروغۍ ېې اخته کوي.

په مقاوم نرې رنځ ا خته کیدو کې لاندي ټکې رول لرې.

۱: هغو سیمو ته سفر کول چې مقاوم نری رنځ پکې زیات وی.

۲: د مقاوم نرې رنځ له ناروغ سره داوږدې مودې لپاره پاتې کیدل.

۳: درملنې ته پوره پام نه کول.

۴: بې درملنې پاتې کیدل

۵: د لومړنۍ درملنې ناکامې چې لاندې عوامل پکې رول لرې.

الف: ددرملو دشمېر کموالی( دنرې رنځ درملنې لپاره له څو درملو په ګډه کار اخستل کېږې).

ب: ددرملو داندازې کموالی( درمل باید دعمر او وزن سره سم ورکړل شي).

ج: نا منظم درمل خوړل( کله پریښودل او کله پیلول) .

زموږ ټولنه او س هم نری رنځ یو شرم ګڼې په ځانګړې توګه دځوانو نجونو لپاره ډیره ستونزمنه وي چې دنرې رنځ له روغتیاېې اسانتیاوو ګټه واخلې.

ډیرې کورنۍ پدې اند دي چې که دخور او لور له ناروغۍ ېې کلی ولس خبر شي نو بیا به څوک ورسره خپلوۍ ته زړه ښه نه کړې او له بده مرغه دا یو حقیقت هم دی خو زموږ ټولنه پدې نه ده خبر چې د نړۍ هر دریم کس پدې میکروب اخته دی او دا هرڅوک کیدای شي، ځوان زوړ، غریب، شتمن، زه او تاسو.نو ګرانو هیوادوالو نری رنځ یوه ډیره عامه ناروغي ده او اوس ېې دهیواد په ګوټ ګوټ کې ددرملنې اسانتیا شته له دي طلاېې وخت ګټه واخلئ.

هر څوک چې له دوه اونیو زیات بلغم لرونکی ټوخی ولرې نږدې روغتیاېې مرکز ته ورشئ او خپل معاینات تر سره کړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31