سلمان خان له ماتې وروسته د بریا په موډ کې

ساخت وبلاگ

د سلمان خان د څو فلمونو د پرلپسې ساړه بازار وروسته د هند د سینما دې وتلي لوبغاړې په خپل نوې فلم: ټایګر ژوندی دی ( ټایګر زنده هی) د فلمونو بازار ته ټکان ورکړی.

دا فلم چې د جمعې په ورځ خپور شو، په لومړۍ ورځ یې په هند او نړۍ کې تر ۳۴ کروړو زیاتې پیسې وکړې. د شنبې په ورځ پر باکس افس ددې فلم بازار پنځه دیرش کروړه حساب شوی دی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د سلمان خان دا فلم چې علي عباس ظفر یې ډایرکټر دی اصلا په ۲۰۱۲ م کال کې د ( ایک تها ټایګر ) فلم بله برخه یا دوام دی. په فلم کې پر سلمان خان سربیره کترینا کیف، انګاد بیدي او نواب شا هم رولونه لوبولي دي.

داسې ښکاري چې په ( ټیوب لایټ) فلم کې د تت کارکولو وروسته سلمان خان په خپل نوې رول ډیر زیار ګاللی دی.

ټیوب لایټ فلم چې د ۲۰۱۷ م کال په لوموړیو کې خپور شو، د سلمان خان د نورو فلمونو په مقایسه یې بازار سوړ و او نوموړې ژمنه کړې وه چې په خپلو راتلونکو فلمونو کې به ددې ماتې جبران کوي.

د فلم د جوړونکیو په وینا د سلمان خان ( ټایګر زنده هی) فلم په لومړی ورځ درې دیرش کروړه هندي روپۍ ګټلي ، دومره پیسې ګټل د هغه فلمونو لپاره چې د رخصتۍ په ورځ نه وي خپاره شوي ریکارډ پیسې دي.

د فلم ډایرکټر علي عباس ظفر د فلم په بریا خوښي څرګنده کړې او د سلمان خان د مینه والو مننه یې کړې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31